تاند- د افغانستان په مرکز کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې نن وروسته له دې خلک د خوشالۍ لپاره کوڅو او واټونو ته راووتل چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ په نړیوال جام کې لومړنی بری ترلاسه کړ.

افغانستان ته په دې بري کې سمیع الله شینواري تر ټولو زیاته ونډه لرله.

سمیع الله شینواری، چې د سکاټلنډ په وړاندې یې افغانستان بري ته ورساوه، وايي:«ما یوازې خپل وظیفه اجرا کړه.»

سمیع الله شینواري په ۱۴۷ توپونو ۹۷ منډې وکړې.

شینواري ۵ شپږیزې او ۷ څلوریزې ووهلې.

جاوید احمدي، چې د افغانستان لومړنی بېټسمن و، په اتیا توپونو ۵۱ منډې وکړې. خو د افغانستان نور بېټسمنان ژر ژر وسوځېدل.

د توقع خلاف د افغانستان دوه تکړه باولران حمید حسن او شاهپور ځدراڼ، د لوبې په وروستیو شېبو کې د ټیم د تکړه بېټسمنانو خلاف ښه بیټنګ وکړ.

دواړو په ګډه ۲۷ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېدل.

شاهپور ځدراڼ د سکاټلنډ ۴ او دولت ځدراڼ ۳ لوبغاړي وسوځول.

سمیع الله شینواري د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

۱سمیع الله شینواري وايي چې د افغانستان نور لوبغاړي ژر وسوځېدل ځکه یې هڅه وکړه چې په مسوولیت لوبه وکړي. دی بالاخره د سکاټلنډ د مجید حق په توپ وسوځېد. شینواري غوښتل چې بله شپږیزه ووهي خو توپ یې ونیول شو.

د انګلنډ پخوانی باولر ویس مارکس د افغانستان او سکاټلنډ لوبه حیرانوونکې بولي. هغه وايي دا لوبه ورته د هغې د اوچت کیفیت له کبله نه بلکې د ډراماتیک والي له کبله حیرانوونکې وه او ده ډېر وخت داسي لوبه نه وه لیدلې.

سکاتلنډ تر دې پخوا ۳ ځلي په نړیوال پنځوس اوریز جام کې برخه اخیستې ده او تراوسه پوري یې هیڅ مسابقه نه ده ګټلې خو د افغانستان لپاره چې د لومړي ځل لپاره یې په دې سیالیو کې ګډون کړی، دا بری زیات اهمیت لري.

حمید حسن د لوبې له ګټلو وروسته خوښي کوي
حمید حسن د لوبې له ګټلو وروسته خوښي کوي

سکاټلنډ ته د افغانستان د کرکټ ټیم ماتې په نړیوالو رسنیو کې په پراخه پیمانه منعکس شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکټ د پنځوس اورونو په نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان لوبو، په تېره بیا د سریلانکا او نن د سکاټلنډ په وړاندې په نړۍ کې ډېر پام ځان ته اړولی دی.

نړیوالو رسنیو او مطبوعاتو په دې مسابقه بې شمېره تبصرې کړي دي.

شاهپور ځدراڼ
شاهپور ځدراڼ
7 thoughts on “سمیع الله شینواری وايي، یوازې مې خپله دنده اجرا کړه”
  1. زمونږ اتلان زمونږ د سر سترګی دی نن زه ډیر خوشاله وم دا چی زما اتلان وتوانیدل چی بری ترلاسه کړی باور وکړی چی مسابقه ډیره نازکه شوی وه او ما دعاګانی کولی زمونږ ټوله توجه اخری اورونو او اخری نقطو ته وو همدا چی شاپور ځدران څلوریځه یی ووهل لوبه د افغانستان په ګټه تمامه شوه باور وکړی چی له خوښی څخه نه نه پوهیدم څه وکړم چیغی ووهم، هوا ته پرواز وکړم یا هم څه وکړم ډیر می تلوسه وه خو بالآخره دا تصمیم می ونیوه چی د لوبی په جریان کی مو لاسونه الله پاک ته ددوی د بری لپاره نیولی وو نو ولی باید شکر ادا نکړم هماغه وو چی اودس می وکړل او دوه رکعته شکرانه لمونځ می ادا کړ، الله پاک دی زمونږ اتلان له دی میدانه ناامیده نه راګرځوی الله دی له دی څخه پورته بریالیتوبونه ورپه برخه کړی

  2. مبارک موشه تاسی زموږ دوطن اتلان ياست ټول هيواد وال پر تاسو وياړی تاسوته دلا بری په هيله ،زه دالمپيک دنشراتی بخش څه هيله کوم چی دکرکټ تاريخچه وليکی ځکه دادافغانستا دځوانانو ترمنځ يو ډير اوږد تاريخ لری ،اما نن ورځ دنويواصطلاحاتو په راتلوسره کرکټ سو اونن ورځ يي نوی پوزشينی لغات ځانته غوره کړی

  3. We are proud of our team especially Shinwari and Shahpoor zadran, they made my day. I hope this win translates to genuine and sincere peace in our beloved Afghanistan. All we want in Afghanistan are peace and end of corruption. Long live Afghanistan

  4. د بچو دې ستر همت سر ئې ایښئ په حرمت
    پیغلې نجونې او ځوانان تا ر و زلي اتلان
    ته ئې ګران افغانستان
    .الله مو سر لوړي اوبریالي لره . د میندو او خویندوسترګې او زړونه په تاسوروښان

    خالده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *