تاند- د ترکیې صدراعظم دولت اوغلو په کابل کې د ترکیې د سفارت پر موټر د نن سهار تروریستي حمله وغندله.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې صدراعظم دولت اوغلو برید وغانده، ویې ویل چې په دې حمله کې په کابل کې د ترکیې د سفارت د کارکوونکو موټر به نښه شوی دی.
ښاغلي اوغلو ویلي چې هیواد به یې په دې ډول بریدونو هیڅکله په افغانستان کې د سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د تروریزم پر ضد د جګړې په اړه له خپلې کلکې ارادې لاس وانخلي او د ولسواکۍ ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د کابل ښار په زړه کې د نن سهار په چاودنه کې، چې د ایران سفارت ته څېرمه وشوه، لږترلږه ۲ ترک اتباع ووژل شول.
وسله والو طالبانو ویلي چې د دې انتحاري حملې هدف د بهرنیو ځواکونو کاروان و.
تر دې پخوا د طالبانو له لوري ترک پوځیان نه دي په نښه شوي.
د ترکیې صدراعظم نن د دغه هیواد د والیانو په یوه غونډه کې وویل، حمله کوونکو د حملې د حقیقي هدف په اړه مختلفې څرګندونې کړي، ویلي یې دي چې ترکیه او ترکان یې هدف نه ول.
ښاغلي دولت اوغلو وویل، دې ته له پامه پرته چې د دوی د حملې هدف څوک یا څه و، هر چا چې دا ناوړه برید کړی دی د نفرت وړ دی او ترکیه د دغه وحشیانه عمل عاملانو ته د سزا غوښتنه کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي تایید کړه چې دا حمله د یوه تویوتا موټر په وسیله شوې ده.
ده وویل چې په تویوتا کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي ول.
سالنګي وايي چې په دې برید کې یو لاروی هم وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
خو د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وايي چې د یوه ترک تبعه په شمول لږترلږه ۲ تنه وژل شوي دي.