د هلمند مدني ټولنې مشر د کندهار او کابل پر لويه لار د دېرشو مسافرو د تښتولو پېښه په کلکو ټکو غندي او له دولت جدي غوښتنه کوي چې د يادو کسانو په موندلو او خلاصون کې دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د يادې ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي: تښتول شوي کسان غريبکار خلک دي چې ايران ته د مزدورۍ لپاره تللي و، نوموړی له وسله والو غوښتنه کوي چې د عامو افغانانو ځورونه دې پرېږدي.
دوه ورځې وړاندې د کندهار هلمند پر لويه لار دېرش تنه افغانان چې کابل ته پر لاره و د مخ پټو وسله والو له لوري له موټرو ښکته شول او نامالوم ځای ته وتښتول شول چې تر اوسه يې درک نشته.