دغه ټکی د شپږم په ورځ د خوست ولايت دوه منده شمل ولسوالۍ ځدراڼو قوم ، د ځيني خېلو قومي مخورو سپين روبو او د خوست ولايت معارف رهبرۍ او غړو او په خوست ولايت کې له وزيرستانه راغليو کډوالو مشرانو د ملي يووالي حکومت اجرايئه رياست سترسلاکار وزير الحاج غازي نواز تڼي سره د لېدنې پرمهال څرګند کړ.

يادو مشرانو وويل خوست چې په تيرو ١٣ کالونو کې يې په بېلابېلو برخو کې وړ پرمختګ کړی او يو شمير برخو کې لا هم بنسټيزو کارونو کولو ته اړتيا ده نو مرکزي حکومت مسؤلين بايد زموږ د خوستيو ولسونو غوښتنې په پام کې نيولو سره دلته پر ځينو مهمو پروژو کار ترسره کړي ترڅو د ولسونو د نيکمرغۍ او هوساينې لپاره بنسټيز کارونه ترسره شي .

مشرانو د دې ترڅنګ د ملي يوالي حکومت اجرايئه ريئس ډاکټر عبدالله عبدالله هم مننه څرګندوله چې خوست ته يې په لومړنۍ پاملرنې سره د ولس يو ريښتني خواخوږی الحاج غازي نواز تڼی په دغه راز يوه مهمه څوګۍ د خدمت په موخه په دنده وګماره.

د مراسمو پرمهال دخوست معارف رياست رهبرۍ لخوا ښوونيز سيستم ته دحکومت مسؤلينو د پاملرنې را اړونې په هدف دخوست معارف ريٍئس بخت نور بختيار په لاس سلاکار وزير الحاج غازي نواز تڼي ته يوه معنيوي تحفه کتابچه هم ډالۍ شوه چې دسلاکار وزير لخوا په کور ودانۍ سره اومنل شوه .

د خوستيو قومونو يادو شويو غوښتنو په باره کې د اجرايئه رياست سترسلا کار وزير الحاج غازي نواز تڼي وويل ملي يووالي حکومت چې د ولسونو سره نيږدې اړيکو ساتنې ته ژمن دی موږ يې هم په دې هدف خوست ولايت ته رالېږلي يو ترڅو دلته ستاسې مشرانو روا غوښتنې اونيوکې راټولې او بيرته پلازمينې ته په رسيدو يې ژر د حکومت مسؤلينو سرحل او هواري په بنياد شريکې کړو .

غازي نواز تڼي قومونو ترمينځ دوامداره پيوستون او له حکومت سره په اغيزمنو پروګرامونو کې کلکه ننګه دهېواد پرمختګ پر لوري يو مهم ګام ياد کړ او زياته کړه موږ د قومونو ترمينځ د وړ اعتماد فضا په جوړولو سره له روانو ټولو ناخوالو او جنجالونو بريالي راوتی شو.

د هغه په وينا زه به هڅه وکړم چې دخ وست ولايت ، بيارغونې بنسټيزو کارونو ، معارف پرمختګ او قومونو د پيوستون لپاره د ټول هېواد په کچه مهې هڅې ترسره کړم څو د ولسونو اوقومونو په پيوستون کلک ملي يووالی رامينځته اود حکومت اوسني مسؤلينو پرمختيايي بنسټيزو کارونو ته وهڅوم.

ياده دوي چې د ملي يووالي حکومت سلاکار وزير الحاج غازي نواز تڼي ټولو خوستوالو ته د کريکټ پينځوس اورزو نړيوالې سيالۍ د بريا تبريکې هم ورکړه کومه چې نن ورځ د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې په استراليا هېواد کې د سکاټلينډ هېواد دسيالۍ پرمهال مات کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *