د لسیزو راهیسي پرافغان ملت څه تیریږي ؟ د دې ټولوناخوالواودربدریولامل څه دی ؟ دافغان سولي په وړاندي پراته خنډونه څه دي ؟دسولي دعالي شورافعالیتونه ترکومه بریده ریښتني دي؟اوڅرنګه کیدای سي چې دیوه سوله ایزحل لاري لپاره زمینه برابره سي داهغه پوښتني دي چې زه به یې دخپلي لیکني تراوږدو پرې بحث ولرم .
ښایي د نړۍ د بل هیڅ هیواد اوسیدونکي د افغانانو په څیر د سولې لپاره دومره تږي نه وي، دې هیواد اوددې خاوري بچیانوکلونه کلونه سختۍ ګاللي ،په جګړوکي یې ژوندتیرسوی،کډوال سوي اودپردیوپه لاس جوړسوو نظامونو یې ترډیره بریده مادي اومعنوي ارزښتونوته هم سخته صدمه رسولې .
افغانستان په خپل پنځه زره کلن تاریخ کي تردې وړاندي هم دزیاتوپیښوشاهد پاته سوی دګوډ تیمور،چنګیزاوپه راوروسته کې انګریزانوپردې سپیڅلې خاوري حملې کړي خوله نیکه مرغه بیرته مخ توري اودزیاتومرګ ژوبلواوتاوانونوسره سره شرمیدلي خپلوملکونوته ستانه سوي اوترډیره حده یې هڅه کړې چې په دې ملک کې په بیلابیلوډولونوخپلي شومي اوکرغیړني کړني ترسره کړي.
چادملت دخواخوږي په نوم ،چادجهاد اومقاومت ترسرلیک لاندي ،چادملااوطالب اوچاددموکراسۍ ترچترلاندي دسولي په نوم زیات پروګرامونه اوپیغامونه راوړل هرهغه زورواکي چې دواک ترګدۍ به ورسید دهیواد اوملت ترملي ګټویې خپلي شخصي ګټي معتبري ګڼلې اودلته به دغوپردي پالوبنسټونواوعناصرودپردیوپه غوښتنه خپلي ناروا اوکرغیړني موخي څارلې، دوی هیڅکله هم دملت جوړوني فکرنه لاره اوتل به یې هڅه کول چې افغان ملت اوپه ځانګړې توګه پښتنانه دجهالت دتوروتمبوشاته وساتي اوپه دې سره خپلوشومو اهدافوته چې ددې خاوري دمیشتووګړوپه قومي ،سمتي ،ژبني اونورو توپیرونوویشل دي ورسیږي .
موږ ولیدل چې دکمونیستانو درژیم نه رانیولې بیاتراوسه پرافغانانو څه تیرسول اوڅه تیریږي نړیوالوهم دې هیواد ته په ځلونودبشردوستۍ په نوم په بېلابېلواشکالودسولي پروژې راوړې، ظاهرآ داسي ښکاریدل چې ګواکي دوی به افغانان یوموټي اوپریوه ټغرراټول کړي ولي داهرڅه برعکس ثابت سول اولایې نورهم په دې وطن کي دقومونواوملیتونوترمنځ د نفاق او د دربدرۍ تخمونه وکرل ،افغانان یې سره وویشل اوجوړنظامونه یې وردړي وړي کړل ،څوک یې دکافر،څوک یې دخاوري دساتونکي اوڅوک یې دمجاهداووطندوست په نوم وجنګول ،دسپټامبردیولسمي پیښي څخه په الهام اخیستلود امریکامتحده ایالاتودالقاعدې دځپلوپه موخه پرافغانستان برید وکړاو د طالبانورژیم یې نسکورکړ،کله چې د ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ نوې اداره منځته راغله د خلکوهیلي زیاتي سوې چې خدای زموږددې ستړي اوغم ځپلي ولس ناره واوریده اونوربه دڅښتن تعالی په فضل له دې ملک څخه دویراوماتم کمپلي ټولي سي ولي له بده مرغه چې لا اوس هم پرموږماتم دی اود وژونولړۍ ادامه لري ،دامریکاپه مرسته دنوي ادارې دلومړیوڅوکلونو وروسته یوځل بیاوسله والوطالبانواودنړۍ تروریستي شبکوخپل فعالیت پیل کړه په وسله واله جګړه یې لاس پوري کړاوددولت اونړیوالي ټولني په ضد یې جګړې ته دوام ورکړ،امریکااوناټوپه خپله دې دولس کلنه جګړه کې دډیروسختواودرنوتلفاتوسره سره په مادي لیحاظ هم سخته ضربه ولیده،که څه هم دامریکاجمهوررئیس بارک اوباما تردوهم ځل بریالي کیدو وروسته په خپله کلنۍ ویناکي ژمنه وکړه چې دافغانستان پیل سوي جنګ ته به دپای ټکي ږدي ولي لانورهم جګړې زوراخیستۍ اوامریکاپه دې روانه جګړه کې له ماتي سره مخامخیدونکي ښکاري .
همدارنګه دولسمشرکرزي دواکمنۍ پرمهال امریکادسولي په نوم عالي شورا جوړه کړه داشورانه بلکي دامریکااودامریکادمتحدینوپنځه کلنه پروژه وه چې دپیل څخه بیاتردې مهاله یې دسولي په راتلوکي هیڅ ډول مثبت رول نه دی لوبولی بلکي هغه کسانوته چې ددې شوراغړیتوب لري دزرګونوډالرو معاشاتواونوروامتیازاتودورکړي زمینه برابره کړه ،په نوموړې شوراکي ترډیره یې په مرکزي اوولایتي سطحه هغه اشخاص غړیتوب لري چې لاتراوسه یې لاسونه دملت په وینوسره اوپه جنګي جنایتونوکي ښکیل دي نوله دې شوراڅخه په څنګه اوپه څه ډول دکارکولواودسولي په روان بهیرکي دپرمختګ تمه وسي اونه به هم هغه څوک چې دامهال یې وسله په لاس کې اوجنګیږي دې ته زړه ښه کړي چې دسولي دروان بهیرسره یوځای اودیادي پروژیې شوراپه غوښتنه دجګړې څخه لاس واخلي.
په نړیواله کچه دافغان سولي په وړاندي پراته خنډونه څه دي اوڅوک نه غواړي چې دافغانستان روانه جګړه ختمه کړي زه غواړم په څوټکوکي ورته اشاره وکړم:
لومړی: داچې افغانان اوپه ځانګړې توګه پښتانه تیرتاریخ اوبرم ته په کتوعقیدوي اوغښتلی قوم دی که چیري یوځل بیاسره متحد اویوموټي سي نوپه نړیواله کچه دخطراحساس منځته راځي نوپه همدې اساس نړیوال نه غواړي چې دوی دي په خپلومنځونوکي سره یواودیوه خپلواک اوټولواک دولت خاوندان اووسي .
دوهم :ترډیره ګاونډي هیوادونه په ځانګړې توګه ایران اوپاکستان دافغانستان په ناامنۍ اوورانیدوکې لاس لري دوی هیڅکله دتیرپه شان دیوه باثباته اوپرمختللي افغانستان غوښتونکي نه دي ،که چیري افغانان پرخپلوپښوولاړاویوجوړدولت ولري نوپرته له شکه ددوی دنارواکړنواولاس وهنومخه نیول کیږي اوګټي به یې په خطرکي سي .
دریم :دافغانستان جګړه یوه پلان سوي جګړه ده ،داجګړه پرافغانانوتحمیل سوي اودمهارکیدو توان یې ددوی په واک کي نستته ،زماپه نظرهرهغه وخت چې نړیوال وغواړي دجنګ ماشین ودروي او خپله لوبه ختمه کړي سوله راتلونکې ده ،نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکاتل هڅه کوي چې افغانستان دوی ته دیوه اړاومحتاج هیواد په توګه پاته وي اوهمېشه یې ور ته دسوال لاس نیولی وي ترڅودوی دخپل پلان سره سم ټاکل سوي اهداف تعقیب کړي .
څلورم: په کورنۍ سطحه ولي دافغان دولت په وړاندي مخالیفتونه ډیریږي لامل یې څه دی ؟
الف :- په اوسني دولت کي په زیاته اندازه دفساد شتون اوددولت بېغوري .
ب:- دجهاد په نوم په غیري شعوري ډول دبې سواده اوناپوهووګړو څخه استفاده اوپه دې سره دجګړي اورتودساتل.
ج: – دریمه ډله هغه وسله واله مخالفین دي چې دخپلواودخپلوبادارانودشخصي ګټودساتلوپه منظورپه شعوري ډول جنګیږي.
دخپلي لیکني په وروستیوکې لاندي څوټکي دیوه سوله ایزحل لاري لپاره غوره بولم اوغواړم چې په لاندي توګه یې تشریح کړم:
لومړی: دسولي لپاره دي دیوه ګډمیکانیزم په جوړولوکاروسي ،هغه داچې ددې هیواد ټولومیشتوسیاسي احزابواووګړوته دي په واقعي توګه په دولت کې دونډي ورکولوحق ورکول سي .
دوهم :دافغانانواوپه ځانګړې توګه دپښتنودناحقه وژلواوځورولومخه دي ونیول سي همدا اوس زموږپه زیات شمیرهیوادوال په ناحقه وژل کیږي اوپرحقوق یې په مختلفوډولوتیری کیږي دمثال په توګه :په کلیوالي اومحلي سطحه خلک په بشپړه توګه عدالت ته لاس رسی نه لري هرهغه څوک چې وسله ولري ،ټوپک یې په لاس کي وي پرمظلوم اوهغوخلکوچې بې وسه وي ظلم کوي ،بې ګناه کسان دطالب اوترهګرپه نومونونیول کیږي ،وهل کیږي اوترټل کیږي اوپرته له کوم جرمه زنداني کیږي چې دداډول کړونومخنیوی خپله دسولي راتلوته زمینه برابروي.
دریم : په اوسني دولت کې ترډیره هغه څوک ددولتي اداروپه راس کي واقع دي چې په فساد ،رشوت اوبیلابیلوجرمونوکې لاس لري دغه کسان دي له دندولیري اوقانون ته وسپارل سي ترڅوولس په بشپړه توګه دخپلوقانوني غوښتنوترڅنګ دیوه جوړاوعادل نظام درلودونکی اوسي.
دهیواد نه بهردي دالقاعدې اووسله والوطالبانودروزني مرکزونه له منځه یووړل سي اوامریکااونړیوال دي دافغانستان دکلیواوبانډوڅخه جګړه وباسي .
څلورم :دافغانستان اوسیدونکي له جکړې ستړي سوي دي او نور باید خلک د سولې د نه شتون له کبله خپل ژوند له لاسه ور نه کړي ،امریکااومتحدین یې باید دې پیل سوي جګړې ته چې کیلي یې ددوی په لاس کې ده دپای ټکي کښېږدي اودافغانانو وژل بندکړي.
پنځم :امریکااونړیوالوپه دې هیواد کې په ملیونونوډالردسولي په نوم مصرف کړل داټولي پیسې یې په نمایشي توګه ولګولې دترسره سوومرستوزیاته برخه یې بېرته نړیوالوله ځان سره یووړې اودسولي دراتلولپاره یې جوړسوي پلان اومیکانیزم کومه نتجه ورنه کړل ، بهتربه داوای چې دغه پیسې یې دیوې منظمې ستراتیژۍ له مخي په افغانستان کې دبنیادي اواساسي پروژوله لاري په مصرف رسولي اوخلکوته یې دکارکولوزمینه برابره کړي وای نوسمدلاسه یې دسولي په راتلوکي مرسته کول.
زه بیاهم وایم چې پورته مسایل زموږدسولي په وړاندي پراته خنډونه دي که چیري راتلونکی نوی دولت دسولي په میکانیزم اوپالیسۍ کي تجدید نظراوتغیررانه وړي ودې هیواد ته به دسولي راتلل ناشوني وي .
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۳) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۲۶\ ۱۳۹۳