سهار وختي په داسي حال کې چي د وطن د جانانه مرغانو اوازونه په جنګ کي د کرغېړنو وسلو اوازونو له ځان سره ورکول، په شنو پټيو کي د ويالې پر غاړه د باغ پر لور روان وم چې په بست راډيو کي مې د اورېدونکي د سلګيو سره د وياند سلګيو هم زړه غريو نيولی کړ.
د وياند او اورېدونکي سلګۍ په مارجه ولسوالي کې د ښامار په نوم د عملياتو په اور کي د لولپه سويو انسانانو پر برخليک وې.
حيران سوم، چي د ښار په دې ناولې هوا کي هم داسي سپين زړي کسان سته چي د کوم انسان پر مرګ يې زړه درديږي او سلګيو اخیستی وي.
پر دې مهربانه کس ناليدلی مين سوم او د ليدلو لېونۍ تلوسه يې راسره سوه.
له ده سره د ميني جنون تر لښکرګاه پوري راورسولم.
دا د ميانه قد،جګي پوزي، کونډۍ ږیري، پراخ نوراني تندي، او مهربان زړه لرونکی کس د لومړي ځل لېدلو شېبه راته د خاطراتو په کتابچه کې تر ټولو رنګينه خاطره ده.
دی د هغه چا مشر ورور دی، چي په هلمند کې، د وطن مين، ولس پال او رښتني ژورنالست خبره کيږي نو د ده د کشر ورور احمد شاه پاڅون نوم پکښي لومړی وي.
د هلمند پېژندل سوی لیکوال الحاج محمد اسماعيل شريعتيار یې د اکا زوی دی.
د پاڅون مشر ورور او د شريعتيار صاحب د اکا زوی، غلام نبي شاکر په ۱۳۵۳ لمريز کال په کجکي ولسوالي کي سترګي وغړولې؛ په مهاجرت کې خپل پر علم مين پلار امرالدين صاحب تر تنکي مړوند ونيو او په ښوونځي کې يې داخل کړ؛ لومړنۍ زده کړي یې په مهاجرت کې وکړې او بيا د منځنيو زده کړو تر بشپړولو وروسته د لښکرګاه د شپي له ليسي څخه فارغ سو.
په ۱۹۹۲ زيږديز کال کې یې واده وکړ اوس دوې لوڼي او څلور زامن لري.
مشر زوی يې احسان الله ذهين د ودان افغانستان د راختونکي لمر يوه ځلېدونکې شغله ده، د يو ځوان مبارز په توګه يې له خپلو فکري ملګرو سره اوږه پر اوږه د افغانستان او افغان انسان د ژغورلو په مبارزه کې هيڅ راز قرباني نه ده سپمولې.
ذهين صاحب ته د وطن پرستۍ د روحيې په ور کولو کې د ښاغلی شاکر ونډه تر هر چا زياته ده، او شاکر صاحب نه يواځي دا چې د ذهين صاحب بلکي د نورو اولادونو په روزلو کې هم د يو ښه پلار په حيث ځان ثابت کړی دی.
دی د خپلو اولادونو د روزلو تر څنګ د خپلو پنځو وروڼو سره اوږه پر اوږه خپلي کورنۍ ته نفقه هم برابروي.
شاکر صاحب له زياتو بوختياوو سره سره ولس نه دی هېر کړی، د ولس د ذهنو د روښانه کولو لپاره يې دوه کتابونه پښتو ژبي ته ژباړلي دي.
د غه کتابونه د هيواد په هر ګوټ کې يو (پر ځان باور ولرئ) او بل د (مېرمني زړه خپل کړئ) په نومونو تر لاسه کېدلای سي.
جنسي بېلاري، ته يې ګټلای سې، لنډې کيسې، د بشرحقوق، پستکی، څلورسوه روپۍ، او نيمګړی ژوند کتابونه يې د چاپ لاري څاري.
ډيري مقالې، ژباړي او شعرونه يې د رسنيو له طريقه چاپ سوي دي .
زه پر شاکرصاحب وياړم، پر خدمت يې افرين وايم او وطني مينې يې دې ته اړ کړی يم چې د لاسونو په لپه کولو سره ورته د زړه له اخلاصه ووايم:
شاکرصاحب!
تاسو او دوستان مو ودان اوسه!
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۳) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۲۶\ ۱۳۹۳