ژوند حرکت دی، ژوند پرمختګ دی، ژوند مبارزه ده، ژوند ستونزو ته نه تسلیمېدل دي، ژوند له مشکلاتوسره خپړې لګول دي او ….
تاسي د ژوند اصلې مانا او د ژوند د پورته تعریفو عملي بڼه په هلمند کې لیدلای شئ!
ښایي تعجب وکړئ! هلمند دا وخت د افغانستان تر ټولو انسان-وژونکې او ژوند ځپونکې نقطه ده.
له بده مرغه د تاریاکو جنګ، د ځمکوغصب، د ترهګرو د شر اشر، مسلسلې بشري فاجعې، په جګړو کې د سپین ږیرو، کوشنیانو او ښځو مرګ- ژوبله او سلګونه نور ناتارونه د هلمند شناخت جوړوي مګر که سم د بصیرت په سترګو وکتل شي دا هر څه د هلمند طبیعي- تاریخي تعریف نه دی، داهرڅه بشر-ضد مسایل پر هلمند تپل شوي او مصنوعي دي، بدبختا نه د بحران دوړې او دودونه دومره ګاټه دي چې له څېړونکو، ژورنالیستانو او نظرخاوندانو څخه يې د دغې تاریخي، مهمترینې جغرافیې د عظمت اصلي څېره ورکه کړې ده.
مګر واقعیت دا دی چي ریښتیني هلمندوال لکه د هلمند سین، په حرکت کې دي، دوی خپل ژوند ته د دغه سین له څپو سره هماهنګې ورکوي، دوی د خپل ژوند حقیقي مخ د دغه رود پر ګودرو مینځي او خپله آره شکله د جنګي دورانو له دود او دوړو پاکوي، د هېڅډول جګړو هنګامې د دوی د ژوند زمزمې نه شي چوپولای.
په هلمند کې علم، فرهنګ، ژورنالیزم او سیاست د ځوان هلمندي نسل مسلکونه دي، دوی د دغو مسلکونو په ساحو کې ژوند له مرګه سره جنګوي، د دوی عزم د هېڅډول جګړې بلا نه شي لړزولای او بری د هلمندي زلمي کهول په برخه دی.
راځئ چې له ادعاوو څخه یو څو عملي مثالو ته راشو:
ژوند فرهنګي ټولنې، احمدشا پاڅون، علیشا مظلومیار او حبیب الله ذکي د ځوانو هلمندي کدرو په صفت ولمانځل.
هلمند ادبي بهیر په یوه وار د پنځو کتابو مخکتنه وکړه او مسلسلې غونډي يې جریان لري.
د ژورنالیستانو ټولنه د ژوند په ټول شور روانه ده ، مدني ټولنې او مدني فعالیتونه د هلمندي ژوند ثبوت دی.
(هلمند د تاریخ په اوږدوکې) علمي څېړنیز سیمینار، ټول افغانستان د هلمند پرژوند پالونکې روحیه شاهد کړ او دا دی د هلمند اطلاعاتو وکلتور ریاست د هلمند ځوان هنرمندان او ممثلین وستایل او دا يې وښوول چي دلته بیا ژوند سر راپورته کړی او د مرګ و ناخوالو دېب به د تل لپاره خوله او سترګې پټوي.
دغې غونډي بیا ثابته کړه چي ځوان هنرمندان حبیب الله شباب، فرید خوشال او ممثیل عصمت الله افغان په هلمند کې د ژوند استاځي دي.
عصمت الله افغان وویل چي (ستامېړانې ته سلام) فلم يې د هلمند په نهو خونړیو ولسوالیو کي د ډار او وحشت، ماین او طالب، مرګ او ژوبلې په توپانو او سیلیو کې ډایریکټ او ریکارډ کړ.
عجبه ده! په خانشین، دیشو، ګرمسیر او سنګین ولسوالیو کې، هلته چې په پردیو لاسو او پردیو توپکو د مرګ استاځي له ژونده خوند و رنګ وسا اخلي، داڅنګه امکان لري ؟
هو! امکان لري، د هلمند پر ژوند مین اوسېدونکي هر ناممکن ممکنوي.
په (بدلون اونیزه) کې (د لمر پر لور) ځلېدونکې څېرې که په هلمند کې د جانانه ژوند پیام ونه لري څه به ولري؟
روښانه او ویښه راتلونکې د ژوندیو هلمندیو ده!
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۱۳) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۲۶\ ۱۳۹۳