اشرف غنی یک تکنوکرات دوراندیش که ۲۰ سال جلوتر از زمانش می‌اندیشد است

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره یوځای نن پنجشېر ته لاړ چې د وروستیو واورو په اثر د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي وکړي او په واورو کې د بندو شویو کسانو د خلاصون عملیات له نژدې وویني.

ولسمشر غني په داسي حال کې سیمې ته تللی چې پرون اجراییه رييس عبدالله عبدالله هڅه وکړه چې د سالنګ د لویې لارې د خلاصون عملیات له نژدې وویني خو هیلي کوپتر یې ونه کړای شول چې پر مځکه کښېني.

د راپورونو له مخې په پنجشنیر کې د واورو د ښوییدو په اثر شاوخوا ۱۶۵ تنه مړه شوي خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر تر دې هم زیات وي.

ولسمشر غني په پنجشېر کې یوې غونډې ته وویل، د افغانستان په کومو ولایتونوکې چې سږ کال طبیعي پېښې رامنځته شوي دي، حکومت د هغو زیانونه په هر اړخیز ډول څېړي ترڅو د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د مرستو د تطبیق لپاره د یوه منسجم پروګرام له لارې لازم اقدامات ترسره شي.

 محمد اشرف غني زیاته کړه چې طبیعي پېښو ته د عاجلې رسیده ګۍ لپاره باید په یوه بنیادي پروګرام کار وشي چې د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو په صورت کې ژر تر ژره په اقدام لاس پورې شي او د ډېرو زیانونو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي.

ولسمشرغني د پنجشېر په شمول د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو وګړو سره د ملي امنیتي ځواکونو له مرستو او د ټپیانو  او په واوروکې د بندو کسانو د لېږد او چټکو اقداماتو له امله مننه وکړه.​​

پر پنجشېر سربېره په بدخشان، بامیان، لغمان، نورستان او ننګرهار کې هم د واورو د ښویېدو له کبله په لسګونو تنه مړه شوي دي.

وروستۍ واورې د افغانستان په ځینو سیمو کې بې سارې بلل شوي دي.

ویل کېږي چې په سالنګونو کې تر ۳ نیم متره زیاته واوره اورېدلې ده. د سالنګ لار په څو ځایونو کې له غره څخه د واورې د ښویېدو له کبله بنده ده او ګومان کېږي چې د خلاصون عملیات یې یوه اوونۍ دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *