تاند- پاکستاني طالبان وايي چې په سوریه کې یې پر «جهاد» د څارنې لپاره اډه جوړه کړې ده.

دوی وايي چې دا اډه یې د هغو عربو جګړه مارو په مرسته جوړه کړې چې په افغانستان کې جنګېدلي او په پاکستان کې اوسېدلي خو اوس په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پرضد جنګېږي.

د پاکستاني طالبانو یوه غړي بي بي سي ته ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دوی د جنګي او Syriaمالوماتي تکنالوژۍ لږترلږه دوولس متخصصان سوریې ته تللي دي.

د بي بي سي اردو د راپور له مخې د پاکستان حکومت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پرضد په جګړه کې تراوسه پوري په زرګونو سوریه وال وژل شوي او دا وېره هم شته چې دې هیواد ته د طالبانو له ورتګ سره فرقوي تاوتریخوالی نور هم زیات شي.

د پاکستان د ډېرو ډلو بنیاد په فرقه پالنې اېښودل شوی دی او غالباً د سوریې په شخړه کې د پاکستاني طالبانو لېوالتیا هم مذهبي تعصب رول ولري ځکه چې د سوریې حکومت د اقلیت اسماعیلیانو په لاس کې دی، حال دا چې د سوریې اکثرت د سنیانو دی.

One thought on “طالبانو په سوریه کې اډه جوړه کړې”
  1. همدا جهاددی چه کفری یرغل يی پرګونډ کړی اونړی یی دشراوفسادڅخه ساتلي ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *