په دې وروستیو کې د نړۍ له مطبوعاتو دغه خبر چې امریکا وايي طالبان ترهګر نه بلکې وسله وال یاغیان دی په وار وار اوریدل کیږي. دا ډول ادعاوې چې د سپینې ماڼی د چارواکو لخوا کیږي د امریکایي پالیسي په بدلون ګواهي ورکوي. د دوی له خبرو داسې څرګندیږي چې نور موږ له طالبانو سره کومه دښمني نلرو او نه به هم تردې نامه لاندې جګړې ته دوام ورکړو. خو د امریکا په پالیسي کې دا بدلون څنګه رامنځته شو؟ امریکا ته ولې (د طالب ترهګرو سره جګړه) تر عنوان لاندې مبارزې خپل ارزښت بایلود؟ امریکا ولې غواړي د هغه مقاومت نوم کوم چې یې پر وړاندې تقریبا دیارلس کاله وجنګیدل، په خروارو پیسې او په زرهاو وګړي پکې ووژل شول بدل کړي او خپل د (طالب ترهګرو پرضد جګړه) تر یوه نوي عنوان (له داعشي ترهګرو سره جګړه) لاندې پیل کړي.
امریکا ته د طالبانو موضوع ورو ورو د رسوايي خواته درومي او ورته ستونزمنه کیږي چې تردې نامه لاندې جګړې ته دوام ورکړي او د نوموړې جګړې لپاره د خپل ملت، اروپايي ټولنې او نړۍ ملاتړ خپل کړي. په افغانستان کې د طالبانو مقاومت تر اټکله زیات وغزیده چې یو له علتونو څخه یې د امریکا پالیسي وه چې له مخې یې هیڅکله نه غوښتل په افغانستان کې جګړه ختمه شي. امریکا غواړي د خپلې جګړې لپاره د طالبانو پرځای یو بل بدیل را منځته کړي چې داعش یې تر ټولو هغو ښه اپشن دی او هغه ځکه دا کار کوي چې اوس طالبانو د افغان ملت او افغانستان دولت پر وړاندې هغه پخوانی قوت او قدرت له لاسه وکړي او په بیلابیلو ډولونو بدنامه شوي. هغه ګټه چې امریکا د طالبانو له شتون څخه اخیسته غواړي د داعش له ډلې چې تازه نفسه او نسبت طالبانو ته په لویه کچه افراطي، بې رحمه، ډاراچوونکې او ظالمه ده ترلاسه کړي.
امریکا په افغانستان کې تل د یوه ضعیفه دولت غوښتونکې ده، داسې یوه اداره غواړي ترڅو په امریکا د هغه کړنو له امله چې دلته په داخل د افغانستان او له دې ځایه د سیمې هیوادونو پر وړاندې ترسره کوي ګوتنیونه و نشي کړای. نو ځکه یې په وار وار د افغانستان دولت د طالبانو په واسطه ډارولی او له هغه یې د دولت په مقابل کې د فشار د یوې الې په توګه ښه ګټه پورته کړې.
طالبان اوس په افغانستان کې ورځ تربلې ضعیفه کیږي، د ملت په منځ کې خپل ګرانښت له لاسه ورکوي، دوستان یې کم او دښمنان یې ډيریږي او حتا د افغان امنیتي ځواکونو په مقابل کې د مقاومت توان له لاسه ورکوي چې شاید په نږدې راتلونکې یې افغان دولت په بشپړه توګه له منځه یوسي چې امریکا په هیڅ صورت د دې حالت غوښتونکې نده. دا هم بایده له پامه ونه غورځوو چې طالبان نسبت پخوا ته د امریکا له کنتروله وځي او نور د پاکستان له وسه هم وتلې خبره ده چې امریکا ته هغه ماموریت (د طالبانو کارونه د امریکايي او پاکستاني ګټو لپاره) چې له زیاتې مودې یې ترسره کاوه دوام ورکړي، ځکه چې ورو ورو د طالبانو اصلي څیره رابرسیره کیږي او په افغاني او پاکستاني ټولنو کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي نو دا د امریکا لپاره چې د هغوی شتون په افغانستان کې تر سوال لاندې راولي یو لوی ګواښ دی. نو ځکه امریکا د طالبانو اوسنی ضعف ته په کتو سره داعش صحنې ته راوړه او هغه ته یې د خپل لومړي دښمن خطاب وکړ او همدا راز د مطبوعاتو له لارې په افغانستان کې د هغوی حضور ته په پوره زور کمپاین کوي تر څو دوی د خپلې بقا لپاره یو نوی دلیل پیداکړي. ګنې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دور کې چې کله هم ولسمشر غوښتل له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې پیل کړي همدې امریکا یې تل پلانونه ورشنډول او مزاحمت یې ورته کاوه. خو اوس چې دوی بل بدیل ورته پیدا کړه نو د طالبانو سره یې د سولې اشتیا زیاته شوې او په دې توګه غواړي چې طالبان له صحنې وباسي او یوه نوې جګړه چې د جګړیزې پالیسی له مخې به هماغه پخوانی جګړې ته چې له طالبانو سره پرې اخته وه ورته او یوازې نوم به یې بدل وي. نو د افغان ولس او دولتي چارواکو لپاره پکار ده چې له دې نوې پدیدې سره په هوښیارۍ او ځیرکتیا برخورد وکړي ګنې لرې نده چې افغانستان به یوار بیا د اور لمنې ته ور ولویږي او د یوې نوې ستونزې سره به لاس او ګریوان شي چې له منځه وړل به یې د پخوانیو هغو په څیر بیا د دې بیچاره ولس په زرګونو ککرۍ تر خاور لاندې کړي.