حکومت په دې وروستيو کې په هېواد کې د واورې ښويدو له امله د اوښتو زيانونو له امله درې ورځينی ملي ماتم اعلان کړ!

د افغان وژل، چې د هرې لارې او وسيلې په واسطه وې د غندنې او اندېښنې وړ ده او هر افغان چې په هر کونج او کنار کې وژل کېږي غم يې زمونږ د ټولو له پاره يو شان دی.

خو حکومت ته د طبيعي ناورينونونو په مقابل کې د ماتم اعلان کولو پر ځای پکار وه، چې د طبيعي ناورينونو د نسبي کمښت په اړه يې يو درې ورځينی ورکشاپ يا سيمينار په لاره اچولی وی او د ناورينونو د مخنيوې له پاره يې يوه جامع سټراتيژې جوړه کړې وی او د نړيوالو مرسته ورکوونکو هېوادونو څخه يې د مرستې غوښتنه کړې وی.

زما په فکر؛ کله چې کومه جنايې او سياسې پېښه د يوه بانډ، ډلې او خلکو په واسطه رامنځته کېږي؛ د دولت لخوا ملي ماتم په دې خاطر اعلان کېږي چې دا ډله د خلکو په منځ کې منزوې کړې او په پېښه کې زيانمنو کسانو او دولت سره د خلکو خواخوږي رامنځته کړې.

په سياسي لحاظ به دا ماتم يو څه خواخوږي رامنځته کړې؛ خو يو بد سياسي کلتور به ددې ولس له پاره په ميراث پرېښودل شي.

د وحت حکومتونه ځوان رهبران او سياسي ډلې به تل همداسې هوايې کارونه کوې ددې ولس د رښتينو اړتياوو د لرې کېدا فکر به د خلکو له ‌ذهن پاک شي او خلک به تل د نورو د خواخوږۍ له پاره همداسې نمايشي کارونه کوې او ددې هيواد راتلونکې نور حکومتونه به تل همداسې تشه فکرې تګلاره ولس ته وليږدوي؛ چې زيان به يې زمونږ ولس جبران نه کړې.

که چېرې ددې ماتم ترڅنګ د ناورين ځپلې ولس سره د مرستې په خاطر کوم د مرستې رسونې پروګرامونه وې؛ بيا هم دا ماتم ګټه لرې خو که دا کار هم نه وې نو د حکومت دا بې فکره کړنه بايد پراخه انتقاد شي.

تر څو حکومت پدې پوه شي، چې ولس هوښيار دی او د دا ډول تشو کارونو په مقابل کې غبرګون ښايې. چې نه فکرې منشا لرې او نه اقتصادې.
زه داسې نه وايم، چې په نورو ملکونو کې د طبيي ناورينونو پر وړاندې حکومتونو ماتم نه دی اعلان کړی؛ کله چې د پاکستان په بلا کوټ، منسهره او ابټ اباد کې زلزله رامنځته شوه او په زرګونو کسان پکې مړه او بې کوره شول؛ د پاکستان حکومت هم ماتم اعلان کړ!

د حکومت سره سم سياسي ګوندونو، مدني ټولنو ،رسنيو او عامو خلکو د هغه لوی پلان مطابق چې د پاکستان د حکومت لخوا جوړ شوی وو په منظم ډول زلزله زپلو خلکو سره مرستې پيل کړې.

سره له دې چې په مرسته وېشولو کې فساد وو خو په بيړني شکل خلکو سره مرسته وشوه. د افغانستان حکومت چې زه فکر نه کوم چې کوم منظم پلان به ولرې د داسې تشو ماتمونو اعلان کول به کومه ګټه و نه لرې؟!

دا چې زلزله او واوره ښويېدنه دواړه طبيعې پېښې دې او د طبيعو پېښو پر وخت مخنيوی ستونزمن کا‌ر دی خو د افغانستان جغرافيوې موقيعت داسې دی که ښه پلان طرحه شي ممکنه ده، د ډېرو طبيعې پېښو مخه ونېسو.

مثلا مونږ پوهېږو: چې پنجشير غرنی ولايت دی په ژمې کې پرېمانه واوره پکې اورې؛ سالنک همداسې په مياشتو په واورو پټ وې؛ بايد ددې ولايتونو د ټولګټو چارو، کليو پراختيا، سرې مياشتې رياستونه اسطرار کمېټې د نورو ولايتونو په تناسب د مناسبو امکاناتو څخه برخمن شي.

تر څو د ژمې په موسم کې په اسيب پذېرو سيمو کې پر وخت د مرستې رسونې کارونه ترسره کړې.
همداشان بدخشان تخاراو نورستان هغه ولايتونه دې؛ چې د نورو ولايتونو په نسبت پکې د زلزلې امکان زيات دی.
دې ولايتونو ته دې د اړوند وزارتونو له خوا په کلنۍ بودجه کې يوه اندازه ځانګړې بودجه ماليې وزارت ته پيشنهاد او منظوره شي تر څو د زياتو تلفاتو مخنيوی ممکن شي.

حکومت سره له دې چې د زياتو چيلنجونو سره مخ دی هغه د چا پر خبره چې تراوسه حکومت بشپړ شوی نه دی؛ ځکه همدا اوس زمونږ حکومت ايله اته رسمې وزېران لرې؛ چې د پارلمان لخوا رايه ورکړل شوې.

خو بيا هم ولس تمه لرې؛ چې حکومت دې په غور قدمونه واخلي البته په سياسي برخه کې : ځکه له يوې خوا حکومت نوی دی او له بلې خوا خلک نوې شوې او هوښيار شوېدې

د دوی غوښتنه او پوښتنه به د حکومت څخه دا وې چې د ناسمو سياستونو پلې کول د ولس په سياسي قاموس کې ځای نېسې او بلاخره د ولس په کلتور بدليږي چې دا کار زمونږ هېوادوالو ته په اوږدمهال ډېرۍ ستونزې زېږولی شي.

نو زمونږ هيله به د يوه هېوادوال په توګه له حکومته دا وې چې په يوه بله مناسبه حل لاره فکر وکړې.
خوست دشپې ۱۰بجې او ۱۳ دقيقې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *