ګل رحمان رحماني

لومړيتوب

درې واړو ماشومانو د هوټل مخې ته په پلاستيکي کڅوړو کې کاغذونه او خځلې ټولولې، هوا سړه وه، د باران له يخې څپې سره زړه نا زړه په مخامخ هوټل ورننوتل، د بخارۍ له تودې هوا سره يې د رنګارنګ خوراکونو بوي هم پزې وتخنولې.

د هوتل د خدمتګارانو له وېرې د بوټ وېستلو په ځاى کې غلي ودرېدل، د خلکو خنداګانې او خبرې يې اورېدې، څنګ ته په دېوال لګېدلي ټلويزيون ته يې پام شو.

يوه ډله ښکلو کوچنيو نجونو او هلکانو په تودو جامو کې لوبې کولې، په بله صحنه کې د اوږده مېز له پاسه ډوډۍ ورته اېښې وه او خندل يې، له يوه موزيک وروسته بله صحنه را ښکاره شوه د کتابونو له کڅوړو سره په يوه مرمرين دهلېز کې روان وو، د کومې موسسې خارجي کارکوونکو ورته چکچکې وهلې، د ټلويزيون په صفحه په غټو کرښو وليکل شول”ماشومانو ته لومړيتوب”

خو همدا شېبه د هوټل د دوو خدمتګارانو پام ور واوښت، د بخارۍ له څنګه يې لرګي را اوچت کړل او د ټلويزيون څنګ ته په ولاړو ماشومانو يې ور منډې کړې.

ماشومانو له وېرې شاوخوا وکتل، د هېچا پام هم دوى ته نه و، په يوه منډه د هوټل له دروازې ووتل او تر وړاندې سړک پورې يې د هوټل د خدمتګارانو له وېرې په باران کې منډې وهلې.

٢٠١٥ د فبروري ٨مه

ښکلا او ملنګ

په زرګونو بڼو او څېرو راڅرګنده شوې، په هره بڼه کې تر پخوا ښکلې او زړه را ښکوونکې وې، کله به دې په ښېښه يي پياله کې د بندي سپين نرګس جامې اغوښتې وې او کله به د لرې دښتې د تندي وهلي غاټول په څېر مړاوې ولاړه وې.

تا غوښتل چې په خپلو دې ټولو پردو کې زما ستره مينه و ازمايې، زما له سترګو او زړه نه امتحان واخلې، خو ما په خپله مينه له باور ور ها خوا ايمان هم درلود او ستا په هره بڼه کې مې يوازې ستا د زړه او ضمير سپېڅلې وږمه حس کوله.

زه پوهېږم چې دا ته يې او ټوله يوه ښکلا ده چې د يوه ملنګ انسان د زړه او نظر امتحان اخلي، خو نه پوهېږي چې د هغه زړه هم د خپل نظر د پنجرو شاته بنديوان دى او له خپل زندان سره بې کچې مينه لري.

٢٠١٥ د فبروري ٧مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *