تاند- ویکي لیکس ویبپاڼه، چې د امریکا پټ اسناد او راپورونه افشا کوي، په یوه تازه افشا کړي سند کې، چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د فبرورۍ د شپاړسمې نېټې دی، ویلي دي چې تېر کال (۲۰۰۸) په افغانستان کې د ملکیانو تلفات په سلو کې ۴۶ زیات شوي دي.
په سند کې دې ته اشاره نه ده شوې چې ورتېر کال د ملکیانو تلفات څومره ول.
په دغه ۱۲ مخیز راپور کې، چې د جمعې په ورځ خپور شو، ښودل شوي چې په افغانستان کې جګړه په ډراماتیک ډول پراخه شوې او د ايتلافي ځواکونو تلفات په سلو کې ۳۵ زیات شوي دي.
راپور همداراز وايي چې قتلونه او برمته ګري په سلو کې ۵۰ ډېره شوې او د حامد کرزي د حکومت پر ځواکونو او ادارو بریدونه تر دوه چنده ډېر شوي دي، یعني په سلو کې ۱۱۹ ته رسېدلي دي.
راپور دغه راز ښيي چې په ۲۰۰۹ میلادي کال د ورتېرو کلونو په پرتله پر ايتلافي ځواکونو په سلو کې ۲۷ د سړک د غاړې چاودنې، په سلو کې ۴۰ د توپک، راکټ او ماشینګڼو حملې او په سلو کې ۶۷ له مځکې څخه هوايي بریدونه ډېر شوي دي.
راپور دغه راز وايي چې له کابله دباندې په هرو دوو کورنیو کې یوه خورا ابتدايي روغتیايي امکانات لري او په هرو دوو ماشومانو کې یوازې یو ښوونځي ته تللی شي.