تېرې خبرې هېرې کړئ او په ماضي باندې فکر مه وهئ، په تېرو خبرو فکر کول په هوا کې مرغان نیول او د مړي پسې ژړا کول دي.

د هېرولو هنر باید زده کړو، خو د ځینو خبرو هېرول اسان کار نه دی او په غیر ارادي او نا شعوري ډول انسان زوروي.

موږ د انسانانو بد نشو هېرولای او ښه یې ډېر ژر هېروو، چې د بدو هېرول ښه کار دی او د ښو هېرول ښه کار نه دی.

د بدو نه هېرول په انسان کې کینه او غصب زیاتوي او د ښو هېرول انسان احسان فراموشه کوي.

له چا سره چې دې ښه وکړه د احسان بدلې په طمع یې مه اوسیږه، خو له چا سره چې ښه شوي وي، هغه یې باید هېر نه کړي او هر چیرته دې د نوموړي احسان یادوي.

یو عالم وایي: ( هر څه هېر کړه، هر څه هېر کړه هېرول ډېر لوی هنر دی! هغه دروند بار، چې تاسره دی له ځانه وغورځوه. که غواړې چې والوزې، که ارزو لرې چې له لوړو او هسکو څوکو سره اشنا شې درانه او سنګین شیان سیند ته وغورځوه، دغه دی سیند، هله ژر شه خپل ځان سیند ته وغورځوه د هېرولو هنر ډېر لوی هنر دی.

هو! د ځینو شیانو هېرول ښه کار دی، خو هېرول یې اسان کار نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *