د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له لورې په میدان وردګو ولایت کې د لومړي ځل
لپاره د نفتي موادو مدیریت جوړ او په رسمي ډول یې چارې پیل کړې .
د دغه ادارې لپاره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له لورې غلام حضرت د مدیر
په توګه ټاکل شوی اوله دې وروسته به په دغه ولایت کې د تیلو له پمپونو
څخه په ښه توګه څارنه او مسؤلینو ته به یې په ښه توګه د سهولتونو په
برابرولو کې هلي ځلي وکړي .
په همدې موخه د میدان وردګو ولایت په مقام کې په جوړه شوې غونډه کې د
میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د سوداګرۍ او صنایعو
وزارت څخه مننه وکړه،چې د ستونزو د حل او ولسونو ته د خدمت کولو په موخه
یې په دغه ولایت کې د نفتي موادو مدیریت پرانست.
هغه ټاکل شوي مدیر سره ژمنه وکړه،چې په چارو کې د ستونزو په حل کې به
ورسره هر مهال همکاري وکړي او همدا راز یې ورته لارښوونه وکړه،چې د دندې
پر مهال له پوره ایماندارۍ او صداقت څخه کار واخلي .
اوس مهال په میدان وردګو ولایت کې د تیلو دوه شپیته خصوصي پمپونه شتون
لري،چې اکثره یې په ولسوالیو کې فعالیت لري .
تر دې وړاندې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له لورې په میدان وردګو ولایت کې
د سوداګرۍ او صنایعو امریت هم تر جوړېدو وروسته خپلې چارې پیل کړې وې .
درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر
