تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په پنجشېر او نورو ولایتونو کې د وژل شویو کسانو د ویر او د هغوی له خپلوانو سره د مرستو رسولو په خاطر ایران ته خپل سفر وځنډاوه.
ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني مخکې تر دې چې د مارچ په پای کې امریکا ته لاړ شي، ژر ایران او هند ته سفر وکړي.
ولسمشر غني وویل چې په وروستیو پېښو کې۲۸۰ تنه افغانان مړه شوي دي.
ده وویل چې اجرايي رييس عبدالله عبدالله ته یې له مصیبت ځپلیو سره د مرستو مسوولیت سپارلی دی.
پرون د افغانستان کابینې بیړنۍ غونډه وکړه او درې ورځې یې ویر اعلان کړ.
ښاغلي غني وویل چې افغان امنیتي ځواکونه او نړیوال ځواکونه په واورو کې د ایسار شویو خلکو د ژغورلو په عملیاتو کې مرسته کوي. ده دا هم وویل چې لا هم خطر له منځه نه دی تللی دی.
ده وویل چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره یې د روغتیا وزارت ته امر کړی چې د اضطراري پېښو د مخنیوي له ادارې سره مرسته وکړي.
ده دا هم وویل چې د ټولو زیانمن شویو ولایتونو د زیانمن شویو کسانو سروې روانه ده او له ټولو سره به حکومت مرسته وکړي.
ولسمشر غني له شتمنو خلکو هم وغوښتل چې له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړي. ده دا هم وویل چې له نړیوالې ټولنې به هم د مرستې غوښتنه وکړي.