د هلمند امنيتي مسؤلين وايي، په دې ولايت کې د روانو عملياتو په ترڅ کې يې دغه جګپوړي طالبان په داسې حال کې ونيول چې، غوښتل يې د سره صليب د نړيوالې کمېټې په يو امبولانس کې وتښتي.
د هلمند د پوليسو مشر پاسوال نبي جان ملاخيل رسنيو ته ويلي دي چې پرون شنبه شاوخوا درې بجې يې د طالبان اوه جګپوړي قومندان د مرجع ولسوالۍ اړوند د تريخ ناور په سيمه کې نيولي دي.
نوموړي زياته کړه د ۵ تنه طالب مشرانو غوښتل چې د سره صليب د نړيوالې کمېټې له امبولانس څخه په ګټې اخيستنې له سيمې وتښتي چې د دوی د پوليسو لخوا ونيول شول.
ملاخيل د ښځو په جامو کې د دوه تنو د نيول کېدو خبر هم ورکړ او وايي چې دا مهال ترې پوښتنې روانې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بشیر الحق عادل