د افـــغانستــان اســـــــلامې جـمهوریت
د سیـــمه ییزوارګانونو خپلواکه اداره
د غـزنـي ولایت
خبرپاڼه
۹-۱۲-۱۳۹۳
د غزني ولایت سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده د دې ولایت د ناور (ناهور) ولسوالۍ قومې مشرانو او ځوانانو سره د یادې ولسوالۍ د یو لړ ستونزو د هوارۍ په موخه نن شنبه د ولایت په تالار کې وکتل .
د ناور ولسوالۍ قومې مشرانو او ځوانانو دې ولسوالۍ ته د غځیدلې لارې د امنیت د ټینګښت او په دې ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه ،او همداراز دوۍ د خپلو خبرو پر وخت ژمنه وکړه چې د خپل دولت سره به په ټولو چارو کې همکار وي او اوږه په اوږه به د دولت سره ولاړ وي.
د غزني ولایت سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده د ناور ولسوالۍ قومې مشرانو او ځوانانو ته هرکلی او ښه راغلاست ووایه ، اکبرازده د ستونزو د هوارۍ لپاره له دوۍ سره ژمنه وکړه چې په دغه ولسوالۍ کې به شته ستونزو ته جدې پاملرنه وشي .
شفیق ننګ ساپی
د غزني ولایت ویاند