۱۳۹۳ د کب ۹ مه
د پوهنې وزارت د رهبري شورا د پرېکړې او د پخوانۍ خبرتیا په تعقیب د هېواد د سړو سیمو د ښوونځيو ټولو مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د وروستیو اورښتونو او یخې هوا له امله د مشروطي، معذرتي او لیاقت آزموینې د روانې کب میاشتې له ۱۵ مې نېټې وروسته اخیستل کېږي.
پورتني مراتب د هېوادوالو د خبرتیا په موخه اعلام شول.
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست