تاند- پاکستان وايي، د هاکرانو یوې ډلې، چې «افغان سایبر ارمي» نومېږي، د جمعې په ورځ د پاکستان د حکومت شپږ ویبپاڼې له کاره وغورځولې.
د پاکستان د حکومت په وینا د دغه هیواد دفاع وزارت، د تېلو او طبیعي سرچینو وزارت، د ملي روزنې ادارې، د اقتصادي چارو څانګې ، د پاکستان د حکومت د کابینې د څانګې او د کورنیو چارو وزارت ویبپاڼې هک شوي دي.
ویل شوي چې پر دغو ویبپاڼو د هک شوې ډلې له لوري لیکل شوي چې دوی افغانان دي او خبرداری ورکوي چې د خپلو وروڼو د وینو بدل به واخلي.
د پاکستان حکومت وايي چې خپلې ویبپاڼې یې بېرته فعالې کړي دي.
خدای پاک ج دی داهکرانو کورونه آبادکړی چی خپل وس یی وکړو