د ښځو په اړه رسنیز بحثونه، د دوی لپاره غوښتل شوې پروژې او د دوی د ژوند د ښه کېدو لپاره غونډې هغه څه دي، چې نن سبا ډير ورسره مخ کیږو.

که رسنۍ تعقیب کړئ، یوه خپرونه به ضرور د ښځو لپاره لري. په دې خپرونو کې به سره لګیا وي او وايي به چې افغانه ښځه مظلومه ده، تعلیم ته نه پریښودل، کار ته نه پریښودل کیږي، په بدو کې ور کول کیږي، په کم عمر کې ودیږي او داسې د سلو نورو ظلمونه لکۍ ورپسې وتړي. وجه یې همدا ښودل کیږي، چې افغانه ښځه مظلومه ده.

تر اوسه په دې بحثونو کې هیچا هم ښځو ته ګوته ونه نیوله. دوی دا ونه ویل، چې دغه حالت خپله دوی پر ځان حاکم کړی دی.

ښځه په یوه لاس زانګو او په بل جهان زنګوي، خو زما د وطن ښځه؛ جهان خو پریږده، چې د خپل کور چارې هم نه شي سمبالولی. زما د وطن ښځې له خپلو ماشومانو نه دي خبرې، سهار یې له کوره وشړي، غرمه ډوډۍ ته راشي او غرمه یې وشړي، ماښام بېرته کور ته را شي. دا ماشوم چې هر څنګه لوی شو، تربیه شو یا که سبا له همدغه ماشوم څخه غل، قاتل، زاني او یا کومه بله بلا جوړه شوه، د یو چا کور یې خراب کړ، یوه ښځه یې کونډه یا بوره کړه، بیا هم ښځه مظلومه ده؟!

حقیقت خو دا دی، چې زما د وطن ښځه مظلومه نه، بلکې بې غوره ده او ترڅو چې همداسې بې غوره وي، د ښځو د ژوند ترڅنګ به مو نور ژوند هم داسې متزلزله وي.

په دې لیکنه کې به د ښځو د بې غوریو یو څو لنډ مثالونه درسره شریک کړم.

یوه ملګري مې کیسه راته کوله، چې د شپې ناوخته کور ته ځي، د دفتر ډوډۍ یې ډیره بې خونده ده او اکثر وخت د شپې ډوډۍ په کور کې خوري، ده ویل هره شپه چې ما ته مې میرمن ډوډۍ راوړي، دا پرې یو لوی جبر وي، خو کومه شپه چې په دفتر کې ډوډۍ وخورم، کور کې وایم، چې ډوډۍ مه را ته راوړئ، میرمن مې خوشاله شي. ملګری مې ټوله ورځ له سهاره تر شپې کار کوي، د سړي او نه سړي خبرې تېروي، دا ټول په دې خاطر کوي، چې ودرې د کور خلک یې چا ته محتاج نه شي، اولاد او مېرمن یې وږي پاتې نه شي، خو د هغه په مېرمنې دا یو جبر وي، چې یوه مړۍ ډوډۍ ورته را اخلي. زموږ ډیری ښځې له خپلو میړونو سره همدغسې چلند کوي. په کلیوالو سیمو کې چې ما لیدلي، سړی غریب وختي پټي ته تللی وي، خو ښځه یې تر غرمې خوبونه کوي. دومره نه شي کولی، چې خپل خاوند ته یو چایجوش چای ور ولیږي. د ښځو دغه بې خونده رویه چې هر خاوند ګوري، نو دا به یې په زړه کې را ګرځي، چې دا زه درسره څه کوم او ته راسره څه کوې؟

زموږ د وطن ښځې په ژبه کولو کې هم یو نمبر دي. له ماشومتوبه تر اوسه مې د ښځو ترمنځ ډیر جنګونه لیدلي دي، دوی به په یوه وړه خبره سره نښتي وي، خو دومره په جدي لګیا وي، ته وا کومه نړیواله جګړه ده. دا به دروغ نه وي، که ووایم چې زموږ د وطن ښځې؛ ډېر وخت د وړو خبرو پر سر هم خپل او هم د نورو ژوند تریخوي.

جنګ به یې هم په دې وي، چې تا دا ولې په ما پسې دا خبره کړې او ولې دې هغه خبره کړې ده؟

ما چې لیدلي زموږ د وطن د ښځو رویې د نورو وطنونو تر ښځو ډېرې خشنې دي. دوی فکر کوي، چې په دې رقم به ځان د کورنیو په غړو ومني، خو دا منل شوی حقیقت دی، چې خشن خلک د هیچا هم نه خوښیږي.

د ښځو د تعلیم په اړه به دومره ووایم، چې رښتیا هم د هیواد په ډيرو سیمو کې د زده کړو زمینه ورته برابره نه ده، خو په کومو سیمو کې چې ښوونځي شته، هلته هم په درسونو کې زموږ د نجونو خوند نشته. څو کاله مخکې زموږ خپلوان په دې خاطر کابل ته راغلل، چې په کلي کې مو ښوونځی نه و. دلته یې خپلې لورانې په ښوونځي کې شاملې کړې، زحمت یې ورسره وګاله، خو هر کال به ناکامې وې، له درسونو یې فلمونو او سریالونو ته توجه زیاته وه، زه چې انټرنیټ ته لاسرسی لرم، ممکن د هغو په څېر معلومات د فلمي لوبغاړو او ډرامو په اړه ونه لرم.

لکه مخکې مې چې وویل، زموږ ښځې د خپل کور چارې هم نه شي سمبالولی، د یوه خپلوان کور ته مې څه وخت مخکې ورغلی وم، حیران شوم، چې دوی څنګه سره ژوند کوي. په کوټه کې یې بد بویونه لګیدل، خو د کور د مېرمنو خیالونه یې په اسمان کې چکر وهي. که څوک ورته ووايي، چې خورې دا کور خو دې پاک وساته، نو درته وایي به چې ستا یې څه؟

همداسې له کوره دباندې په دفترونو کې مې چې کومې ښځینه کارکوونکي لیدلي دي، تل یې همدا هڅه وي، چې له کاره وتښتي.

زموږ په وطن کې د ژوند مسیر تعادل نه لري، چې کله به یو څوک په غوړیو کې لامبي، خو کله به سپیرې شونډې ګرځي، خو زموږ د وطن ښځې بیا دې ته پام نه کوي. دوی ته باید په هر وخت کې هغه څه واخیستل شي، چې زړه یې غواړي، ترڅو له نورو سره په سیالۍ کې شاته پاتې نه شي.

دا مثالونه مشت نمونه یې خروار وبولئ.

اوس که زموږ شاعرانې په شعرونه کې ښځو ته د مظلومې خطاب کوي، که د مدني ټولنې فعالان ورته له بهرنیانو پروژې اخلي او که رسنی په دې بې خونده بحث هره ورځ شخوندونه وهي، د ښځو ستونزې نه حل کیږي.

موږ به هغه وخت له دې تیارو را وځو، چې زما د وطن ښځې په خپل ژوند او کردار له سره سوچ وکړي. که دوی خپل اولاد سم تربیه کړي، یوه سالمه کورنۍ را منځ ته کړي، دا به یې لا نورو ډېرو ښځو سره لویه مرسته کړې وي.

که یوه مور خپل زوی ته ور زده کړي، چې له ښځو سره څنګه رویه کړي، بیا به ښځې د سرکونو په سر نه ځورول کیږي.

که یوه مور خپل زوی د دې پر ځای چې خپله ښځه پرې و‌ډ‌اروي، هغه ته ووايي چې په مینه له خپلې ښځې سره رویه وکړي، بیا به موږ د کورني تاوتریخوالي ډیرې کمې پیښې ولرو.

که چيرې یوه مور د خپلو زامنو بلا خپلو لورګانو ته ور په سر نه کړي، نجونې به هیڅ وخت هم د  کمترۍ احساس ونه کړي.

که چیرې میرمنې له خپلو کارونو او مسولیتونو ونه تښتي، ډیر څه به یې کړي وي.

زما له دې لیکنې مقصد د نارینه خيلو ننګه نه ده، بلکې دا ویل غواړم، چې په ټولنیزو کارونو کې باید د ښځو او سړیو ترمنځ توازن وي، هغه کورني او ټولنیز صلاحیتونه چې اوس ټول د سړیو په لاس کې دي، دا باید نیم یې ښځو ته منتقل شي، زه چې د خپل وطن د اوسنیو ښځو تنبلۍ ته ګورم، فکر نه کوم، په دې خوله به دوی دا وړۍ شړۍ کړي، خو که چیري له دې حالته را ووځي، ډیر څه به سم شي.

زما دا ګیله یوازې د ښځو په نوم پروژه یي او بې خبره مبارزینو ته متوجه نه ده، بلکې هغو سړیو ته هم راجع ده، چې د فمینیسټانو پیښې کوي او ښځې مظلومانې بولي.

هغوی چې افغان ښځه مظلومه بولي، ټولو ته وایم، چې د مظلومیت په  نوم نور افغانې ښځې د بې غورې کندې ته مه ور ټيل وهئ. وې هڅوئ، چې را میدان ته شي او له خپلو صلاحیتونو په استفادې د ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړي.

One thought on “د وطن له ښځو یوه ګیله/ محمد شفیق ریحان”
  1. What a great, critical and excellent analysis. You have done a great moral job to raise awareness among our people…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *