نن د شنبې په ورځ د ۱۳۹۳ لمریز کال د کب د میاشتې په ۹مه نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون د غونډو په تالار کې کلیوال ادبي ملګري ټولنې یوشتمه غونډه وکړه، غونډه کې چې لیکوالانو، شاعرانو، زده کړیالانو او زده کوونکو ګډون کړی و، د بلې هرې غوندې په څېر څارنوال قدرت الله نرمیوال د قرآنکریم په تلاوت پرانیسته.

د قرآنکریم له تلاوت وروسته ځوان لیکوال علیم خان احمدي د تیرې ناستې راپور ولوست.

له راپور لوستلو وروسته څارنوال قدرت الله نرمیوال وویل، چې راپور بیخې ښایسته دی. حبیب الرحمن تاثیر وویل تر پخوا راپور بیخې ښه شوی، چوکاټ یې معیاري دی، جملې یې پېیلي، د تیرې ناستې ټول اړخونه په کې را اخیستل شوي؛ خو راپورنه داسې دي لکه یوه کس چې لیکلي وي، ده وویل چې راپور بڼه دې لیږ له نورو څخه متفاوته وي.

دا چې لیکوال او ژورنالیست ننګیالی الکوزی د ځینو مصروفیتونو له امله د غونډې لکچر ته حاضر نشو، لیکوال او د غزني پوهنتون د پښتو ادبیاتو زدکړیال علیم خان احمدي د اروښاد سید جمال الدین افغاني په ژوند، افکارو، اثارو او سفرونو خبرې وکړې.

نوموړي وویل: سید جمال الدین افغان په ۱۸۳۸ زېږدیز کال (۱۲۵۴ ه ق په شعبان کې ۱۲۱۶ ه ل) د کونړونو ولایت د نورګل او ښیوې د ولسوالیو تر منځ د ژېړی بابانه هغو خوا د کونړ سین د کیڼې غاړې په یوه کلي کې چې (شیرګړ) (صفدرګټ) یا (اسد آباد) ورته ویل کېږي د سید محمد صفدر په کور کې نړۍ ته سترګې پرانستلې، چې نسبي لړۍ یې د سید علي ترمذي (د بشیر غوت الاعظم دستګیر) په واسطه د حضرت محمد (ص) نازولي لمسي امام حسین (رض) ته رسېږي.

د نوموړې په خبره، د سید جمال الدین افغان پلار سید محمد صفدر چې د خپلې زمانې یو نامتو شخصیت و، د پوهې د فنونو په ګاڼه سمبال او په صوري او معنوي کمالاتو ښایسته او د کابل د ایرانو له خوا د تنخوا په ورکولو پالل کیده، کله چې د امیر دوست محمد خان له خوا له دې امله چې په کونړ کې نوموړي زیات رسوخ او نفوذ درلود، د ده کورنۍ په کابل کې استوګنه شوه، سید دغه مهال (۱۲۲۵ ه ل) اته کلن و.

احمدي زیاته کړه، چې اروښاد افغاني لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه وکړې او وروسته یې نورو هېوادونو لکه، ترکیې، بیت الله شریف، هندوستان، مصرف او.. سفرونه وکړل.

هغه وویل: ((سید جمال الدین افغان د فوق العاده ذکاوت او ځیرکي څخه برخمن و او په دې اړه نقلونو اورېدونکي په پوره تعجب کې اچول. له بلې خوا د نوموړي حافظه زښت قوي او دده زیات چټک پرمختګ لامل شوه او په ځوانۍ کې د اسلامي علومو یو متبحر عالم شو.))

علیم خان احمدي په ټکو، په هېواد کې د لومړنۍ جریدې شمس النهار موسس اروښاد سید جمال الدین افغاني و، چې د ټولنې د سمون او د استعمار په له منځه وړلو کې سخت زیات تاثیرات درلودل.

نوموړي د سید افغاني په افکارو او اثارو هم رڼا واچوله.

د غونډې بله برخه چې د کتاب معرفي ته ځانګړې شوې او په تیره ناسته کې ښاغلي مجید ژړاند د استاد اسدالله غضنفر په اثر (د نثر لیکلو په هنر) موضوع اخیستې وه، د ناروغۍ له امله حاضر نشو او یاده برخه پاتې شوه.

وروسته جمیل وقار د ټولنې د وروستیو پرمختګونو په اړه ګډونوالو ته مالومات ورکړل.

نوموړي وویل: غږ څلورمه ګڼه له ګڼو ارزښتناکو مطالبو سره چاپ ته ولاړه او په نیزدې دریو ورځو کې به چاپ شي، د غږ په نوم د ویب پاڼې کارونه بشپړ شوي او په دوه دری ورځي کې به رسمي فعاله شي، د چاپ لپاره د غني خان شهید کتابونه اماده دي چې هغه به هم له یوې میاشتې په کمه موده کې چاپ شي او دې ته ورته ځینې نور پرمختګونه یې له ملګرو او د غونډې له ګدون کوونکو سره شریک کړل.

په اخیر کې مشاعره وشوه، چې یو شمېر دوستانو په کې شعرونه وارول.

د بلې ناستې لپاره د لکچر په برخه کې قاضي محمد امین رفیقي او د کتاب معرفي برخه ښاغلي خلیل الرحمن جلالزي ته وسپارل شوه.

ناسته د بل هر وخت په څېر چې د ورځي په دوه نیمې بجې پیل شوې وه، د اجنډا سره سم مازیګر په څلور بجې د قاضي محمد امین رفیقي له لورې د دوعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

ومن الله توفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *