یو شمیر هغه خوستي ځوانانو چې ملګرتیا یې د فیس بوک له لارې پیدا او کلکه کړي هڅه وکړه، چې دا ملګرتیا د کمپیوټر له سکرین هاخوا په حقیقي هغې بدله کړي.
نو ځکه یو شمیر ځوانانو په خپلو والونو باندې د خپلو فیسبوکي ملګرو د مخامخ لیدو او میلو جوړولو غوښتنه وکړه.
کله چې دا پوسټ ځینو بااحساسه ځوانانو ولیده، نو پرته له کوم شرط او قید څخه پدې ګام کې له خپلو ملګرو د ملاتړ اعلان وکړ او ځان یې داسي وښوده، چې نور به په ګډه د خپل ولس ساتنه، له حق دفاع او له فیسبوک سمه ګټه اخلي.
د فیسبوکي مخامخ لیدني اصلي موخه هم دا وه، چې نور به ټول په ګډه د خوست له ګټو په ګډه ساتنه کوي او هیچا ته به اجازه نه ورکوي، چې څوک پورته او د خوستمیشتو حقوق تر پښو لاندې یا هم وخوري.
د دې په خوا کې لدې څخه یې دا موخه هم وه، چې ځينو کسانو له فیسبوکه یوازې د خپلې ساعتری لپاره کار اخیسته او یا یې هم د تبعیض او کینې سرچینه ګڼله او د هر چا به چې چاته غوصه راغله او یا یې هم کوم عمل بد راغی نو د فیسبوک غوره موضوع به یې ګڼله.
ډیری خلکو خپلې فیسبوک ایډي ګانې یا پاڼې د همدې بي مسؤلیته او بي سرحده فعالیتونو له امله بندې کړې او نورو ته به یې هم د دې توصیه کوله، چې د فیسبوک کارول یوازې او یوازې د بیکاره او تبعیض کونکو خلکو کار دی.
نه! فیسبوک دومره هم بد نه دی، نن سبا فیسبوک نړۍ لړزولي د راډیو، تلویزون او نورو خبري سرچینو په پرتله لومړۍ له هر څه فیسبوک خبروي، که څه هم ډيری خلک د فیسبوک معلومات له حقیقته لیرې ګڼي، خو بیا هم خلکو کې د څیړنې او د ولې پوښتنې ځوابولو تشویش پیدا کوي، چې بیا دا کار خپله حقیقت ته یو څوک نږدي کوي.
ښه بیلګه یې د خوستیو ځوانانو دا هڅه وه، چې په عمر به یې سره لیدلي نه وي، د فیسبوک له لارې سره ملګري شول او اوس مخامخ سره ناست او د خوست په ګټو او زیانونو او نورو موضوعاتو او ستونزو په اړه پراخ بحثونه کوي.
دا یو ښه ګام وه، زه چې په خپله هم له فیسبوکه زړه توری شوی وم او خپله ایډي مې بنده کړې وه د ځوانانو دې کار وهڅوولم، چې له سره بیا په فیسبوک کې فعال شم او خپل پخواني ملګري پیدا او د دا ډول د مخامخ لیدو چانس راته برابر شي.
مونږ باید زده کړو هغه څه، چې اړتیا ورته وینو، مخکې به ځوانانو سره د ټوپک ، چل، فریب ، د پیسو لاسته راوړلو فکرونه وؤ، خو اوس ګوره چې د فیسبوک ملګري چې نه سره پیژني او نه یې سره لیدلي دي نن د خپل هیواد او ولس د ګټو په سر تاوده بحثونه پیل کړي.
مثبته ګټه اخیستنه دې ته وایې، خو بیا هم له یو شمیر ځوانانو یو ګیله لرم، چې د دا ډول بااحساسه ځوانانو د ستایني په ځای غندنه کوي.
که څه هم ډيرو خلکو او یو شمیر نړیوالو رسنیو د خوستي ځوانانو دا کار وستایه، خو متاسفانا، چې ځینو خود غرضه ځوانانو بیا دا کار یو سیاسي او پروژوی عمل وګاڼه.
زه د دې میلې او غونډي ګډونکونکی نه یم، خو ستایم یې ځکه، چې کار یې د کار په څير دی او همدا ډول کړنې کولی شي، چې مونږ له روانو بدبختیو را وژغوري.
که څوک فکر کوي، چې لاسته راوړنه او هوساینه په غندنه او په بل کې د منفي ټکي په پیدا کولو کې ده غلط دی غلط غلط دی، ځان تیر باسي ځان خفه کوي او هیڅکله به هم پدې شوم نیت کې بریالی نشي، لکه چې ومو لیدل.
زه هغو ځوانانو ته دا خواست کوم، چې د خدای لپاره د بل غندنه مه کوه، که ته د ملامتیا ګوټه بل ته نیسي، نو ځان ته خو هم پام وکړه، چې همدا د یولاس یوه ګوته بل ته او درې تاته دي، نو خپله پریکړه وکړه، چې ځوک ملامت دی.
ګمان او شک ګناه ده او حدیثو کې ګمان په خبرو کې غټ دروغ پیژندل شوي، دا خبره ځکه کوم، چې ځينو خود غرضه ځوانانو د دې کار د غندنې ترڅنګ دا هم ویلي، چې دوی ته ښه معلومات کیږي، چې لدې سیاسي هدف دی او دا راټول شوي ځوانان خرڅ شوي.
ولي دا دروغ ځکه دي، چې ټولو په میله کې ګډونکونکو ځوانانو پرته له کوم فشاره او د هر ځوان په غوښتنه دا اجتماع جوړه شوې وه، نو پدې کې خرڅ او سیاسي اهداف له کومه شول؟
هغه متل دی، چې له یو لاسه ټک نه خیژي، نو مونږ تاسو ته پکار ده، چې ټول په یو ځای او یو غږ د خپل هیواد او ولس ساتنه وکړو، د بل ستونزه د ځان وګڼو او بیا د حل په موخه عملي ګامونه پورته کړو.
لاس پورته کړی، چې یا الله تل مو همداسې په اتفاق لرې.
امین یا رب العالمین