افغان هستوي فزیکپوه محمدرحمت الله (تنها) د غزني ولايت د اندړو د ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترگی غړولي دی.

محمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوی دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنځي کې د فزيك په څانگه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهيالی ده.

د ډیرو افغانانو په شان یې لمړنۍ او ديني زده كړي یې له خپل پلار څخه زده كړي او په يوولس كلنۍ کې د سويې د آزموینې په تيرولو سره اووم ټولگي ته تللی ، مانا داچې زده كړي یې په ښونځي كې له اووم ټولگي څخه پيل كړي دي، په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخاني ميني د غلام حيدرخان له عالي لېسې څخه فارغ او په ۲۰۰۱ كال كي یې د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅی كې د فزيك په څآنگه كې زده کړي پیل کړي. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدي پوهنځی د فزيك له څآنگي څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څآنگه كي داستاد په بڼه په خپله دنده پيل كړي او تر اوسه هم په همدې دنده پاتي شوی. نوموړي دخپلي دندي په موده كي د نړيوالي اتومي انرژي ادارې په بیلابیلو نړیوالو فيلوشيپونو کې گډون کړی. استاد د اټومي او هستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په گډه د كابل پوهنتون لپاره دهستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوي دي.د استاد تنها گڼ شمېر مقالې په ځينو ملی او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي.استاد په ډیرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې گډون کړی او په ځینو هغو کي یې بشپړه ونډه اخیستي ده.ټولي لیکني یې د ده په مورنی ژبه پښتو باندي دي. په پښتو دري او انگريزي باندې رواني خبري او لكني كولاي شی او په عربي، آلمانی او ارودو ژبو پوهيږي خو لیکني نشی پرې کولای. استاد دامحال په برلین کې دآلمان هیواد په ستر هستوي او بڅروکو په لابراتوار کې د خپلو زده کړو د ترسره کولو لپاره په څیړنو بوخت دی. نوموړی له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ کال پوري د افغانستان د هستوي ټکنالوژي مشر دی او همدارنګه یې په ۵۳ نړیوالو غونډو کې چې د هستوي تخنیک،‌تیوري او هستوي امنیت په اړه وې برخه اخیستې استاد په دې لړ کې د آمریکا متحده ایالاتو کې نړیوالو ځوانو رهبرانو پروګرام کې هم تر ټولو لوړ مقام ګټلی او هیره دي نه وي چي په دې نژدې کښي یې د ترکیې هیواد لخوا په المان کي یو مډال هم تر لاسه کړ او افغانان یې سرلوړي کړل.

په اخیر کي باید وویل سي چي، استاد له پښتو سره ډيره مينه لري او يو په دین او وطن مین ځوان دی.

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۴) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۳\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *