غواړم ، دالیکنه په سرلیک کې دراغلیو څو نوموونو په پېژندلو پيل کړم :

دسراج الاخبار زمانه : دا په افغانستان کې دلومړي او دوهم مشروطیت زمانه ده ، چې دشلمې میلادي پیړۍ دپیل له کلونو سره راپیلیږي ، داستاد حبیبي په قول چې دشاهي مدرسې او حبیبیې دارالعلوم اړوندو روښانفکرانوا و پوهانو له خوا دیوه انجمن دجوړیدو او دسراج الاخبارپه نامه دیوې جریدې دخپریدلو لومړی وړاندیځ په ۱۹۰۳ کال کې دامیرحبیب الله خان دربار ته وړاندې کړ( ۱- ۶) ، چې له همدې یې راونیسئ نو دغازي شاه امان الله دروښانې دورې تر پایه راغځیږي .

ښکېلاک : خپلو ګټوته درسېدلو ، سیاسي موخو یا پوځي نیواک لپاره ، دزبرځواکونو له خوا دکمزورو ولسونو ښکېلولو ته ښکېلاک وايي ، چې په نړۍکې لا پای ته نه دی رسېدلی ،خو دښکېلاک له اوزارو او فکري پرمختګ سره یې شکلونه بدل شوي دي .

افغان انسان : دافغانستان هر اوسیدونکی ، چې له بده مرغه لاتراوسه یې دژوند دشرایطو دښه والي لپاره مستمر او منظم فکر وعمل نه دی شوی ، بلکې ډير ځله دنورو دانساني ژوند دشرایطو دښه کېدلو لپاره قرباني شوی او دیوه عامل ، دیوې وسیلې او اوزار په توګه کارول شوی دی . مانا داچې پخپله اصل نه دی ګڼل شوی ، بلکې دنورواصلونو لپاره دفرعې په توګه کار ورڅخه اخیستل شوی دی.

زما ددې لیکنې تیزس هم دا دی ، چې څنګه د تاریخي ، په تیره بیا دسراج الاخبار دزمانې له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره دغه فرعه په اصل بدلولای شو او دافغاني رنسانس دې مفهوم ته ځان رسولای شو ، چې هره ښېګڼه دافغان انسان لپاره.

په اروپا کې تر تیارو پیړیو وروسته دبیا راویښیدو په زمانه کې پاملرنه دانساني ژوند دشرایطو ښه کولو ته راواوښته ، دټولو انساني هڅو په محراق کې اروپایي انسان راغی ، دبخار ماشین ددې لپاره جوړ شو، چې انسانان په اسانه له یوه ځایه بل ته ولاړشي ، دچاپ ماشین ددې لپاره اختراع شو ، چې انسانان خپل فکرونه یو بل ته ولیږدولی شي او دکرنې مکانیزه کېدل ځکه پیل شول ، چې انسانان په ګېډه ماړه شي … درنسانس یو فلسفي بدلون همدا و، چې انسان دټولې پاملرنې منځټکی شو.

بله مسئله دحق او خپلواکۍ وه ، دادواړه مفهمونه هم د انسان دژوند دښه کولو لپاره وکارول شول ، دخپلواکۍ پر ټولو اړخونو فکر وشو او همدې پرمختګونو د ښکېلاک شکل څو څو ځلې بدل کړ ، یومهال کمزوري ولسونه یوازې دزور او ځواک په کارولو سره ښکېلېدل ،خو په نوې زمانه کې زور او ځواک خپل ځای اقتصادي برترۍ ته پریښود ، هر وږی ، احتیاج او بېوزلی ولس پخپله دښکېلېدو خوا ته ورڅښېده ، دې پېښې یو نوی منطق رامنځته کړ ، چې له اقتصادي پلوه احتیاج ولسونه بشپړې خپلواکۍ ته نه شي رسېدلای ، احتیاج پخپله ښکېلتیا ده .

داخبره هم رامنځته شوه ،چې دخپلواکۍ ګټل ښه دي ، خو اصلي کار او ارزښت دخپلواکۍ ساتل دي .

موږ په خپل تاریخ کې دخپلواکۍ دګټلو ډیرې تجربې لرو ، دادخوشالۍ خبره نده ، ځکه ډیرې خپلواکۍاخیستنې دډیرځله ښکېلېدلو په مانا دي ، هوښیار ولسونه څو ځلې نه ښکېل کیږي . ډیرځله موږ دلیل راوړو چې دافغانستان موقعیت ډیر حساس او مهم دی ،مګر په نړۍ کې دا یوازینۍ مهمه جغرافیه نده ، مانا دا چې موږ   یوازې خپلواکۍ ګټلې دي ساتلې مو نه دي ، خودشلمې پیړۍ په پیل کې له انګریزې ښکېلاکه دخپلواکۍ اخیستنې هلوځلو یو توپیر درلوده ، چې تر خپلواکۍ مخکې یې فکري اساسات رامنځته شول او تر خپلواکۍ وروسته ، دخپلواکۍ دساتلو دفکري او عملي بستر درامنځته کولو هڅه هم دیوې مودې لپاره وغځېده. ددې بهیر علمي او عملي ځواک هماغه دمشروطیت دغورځنګ اتلان و، چې په خپلو لیکنو ، سیاسي هلوځلو او قربانیویې افغانانو ته پیغام ورکړ ، چې دخپلواکۍ غوښتنې ترڅنګ دپوهې ، پرمختګ ، ویښتیا ، روښانتیا او له ملي احتیاجه دځان خلاصولو هلېځلې هم مهمې دي ، ځکه دا هغه اسباب دي ، چې خپلواکي له بیرته بایللو څخه ژغورلی شي. زما لپاره دسراج الاخبار زمانه او دمشروطه غوښتونکو غورځنګ دغه ځانګړنه لري ، چې تر خپلواکۍ ګټلو ډېر دخپلواکۍ ساتلو په فکر کې و، دوی هغه عوامل ډیر ښه تشخیص کړي وو، چې خپلواکي یې بېرته له افغانانو څخه اخیستلای شوه. ناپوهي ، ځانځاني ، ولږه ، له خپلو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې دشعور نشتوالی او له نړیوالو پرمختګونو سره دیوې معقولې مخامختیا تشه .

محمود طرزي دسراج الاخبار داووم کال ( لمریز۱۲۹۶ داسد ۱۳) په لومړۍ ګڼه کې یوه مقاله پیلوي ،چې سرلیک يې دی : ((استعداد وقابلیت دیني ، اجتماعي ، سیاسي افغانستان))

په دې مقاله کې زموږ دغه ځیرمن لیکوال دافغانستان له سیمه ییز او نړیوال ځایځایګي رانیولې تر کورنیو حالاتو، توانمندیو ، نیمګړتیاوو او ستونځوپورې هرڅه ته ګوته نیسي ، څیړي یې او دحللارو په ښوولو سره خپل ملي رسالت سرته رسوي ، دی ددې مقالې په یوه برخه کې لیکي :

(( بسیار افسوس است که ما مردمان افغان به سبب جنګ آوري وسلحشوري که درخلقت به آن متعلق هستیم، هرچیزی را به قوت شمشیز منحصر پنداشته ،جهت قوت علمی راهیچ درهیچ می دانیم. زیرا افغانان ما ، علم رابه معنی ( دانایی) تلقی نمی کنندومنحصر درهمان کتابهای کهنه وفرسوده ….. میشمارند ! واګر چنین نمی بود ، درین قدر سالهای مدید ، دیده های ما ، یک بنای جدید به نام مکتب باید می دید ، حال آنکه ندید….. حتی معارف ومکتب را بدعت وتقلید غیر دین وملت هم پنداشتند!)) ۲- ۳۳۸

اودا حال همدا اوس تر یادې لیکنې نږدې سل کاله وروسته هم روان دی، موږ په نړۍ کې یوازینی ولس یو ، چې ورته ګورو او ښوونځي مو راسیزل کیږي .

مشروطه غوښتونکیو دخپل هېواد ستونځې ډیرې ښې پیژندلې وې ، او یوازې یې په پېژندلو هم بسیاینه نه وه کړې ، دوی ورته دحل لارې هم سنجولې وې ، ددې حللارو دعملي کولولپاره یې عملي مبارزه هم پیل کړې وه او ددې مبارزې په بهیر کې له سروماله هم تېرشوي وو. دوی دزاړه ښکېلاک ځانګړتیاوې پېژندلې او په نوي ښکېلاک دبدلیدلو دبهیر عیني شاهدان وو، دوی لیدل چې دافغانستان خپلواکي د انګریزي ښکېلاک کنګلیزه هیولا په ویلې کېدو راوستې وه او په نړۍ کې يې خپلواکي غوښتونکي غورځنګونه راویښ کړي وو. دوی لیده ،چې د (( بېل یې کړه، اېل یې کړه !)) تیوري په نوې بڼه اوړي او هغه داچې (( اړ یې کړه ، پړیې کړه اومړیې کړه ! )) .

لویدیځ ورو ورو تورې او ټوپک موزیمونو ته سپارل او ماشین یې راوړاندې کاوه ، دوی پوهېدل ،چې وروسته پاتې ، نالوستي ، په ایدیولوژیکو بریدونو سره ویشلي ولسونه یوازې له ټوپک او تورې سره جنګیږي ، د پیسو ،ماشین او تکنولوژۍ په وړاندې نشي جنګېدلای ، ځکه خو مشروطه غوښتونکو یوازې دخپلواکۍ پر اخیستلو ټینګار نه کاوه، بلکې د پوهې ، تولید ، او دولس دانساني ژوند دښه کولو لپاره يې هم فکر کړی و، دوی غوښتل ، چې دخپل هېواد کادرونه یې ددې وړ شي ،چې دملي ګټولپاره مټې راونغاړي . راځئ دطرزي داکرښې ولولو،چې څنګه یې دخپلو افغان کادرونو دلرلو ارمان رامخ ته کړی دی:

(( … معلمی که از دارالفنون های عالی لندن ، ازخود لندنی الاصل ها ، به وجود آمده باشد ، درخصوص تعلیم لابد که معلم تر وعارف تر خواهد بود! اما چی فایده ، که نه ما آنها راقبول کرده می توانیم و اګر بتوانیم ، آیا آنها برهندوستانی ها چقدر دل شان سوخته، که برما بسوزد!…

علی الخصوص ، بالخصوص ، که ما علوم وفنون حربیه وعسکریه رابه هیچ صورت از دولت همسایه خود آموخته نمی توانیم وافسر ازآنها آوردن راباید هلاک خود تصور کنیم ومی کنیم ، زیرا آلایه هایی که روسها درایران تربیه کردند ، یک درس ګاه عبرت عظیم است !…

مقالات ۳۵۰

محمود طرزي او دهغه ملګري په دې هم پوهېدل ، چې ښکېلاک ته دسر ایښودلو ننګ له ولږې څخه پیل کیږي ، هغه هېواد ،چې پخپلو غنمو نه وي موړ ، خپلو اکي نشي ساتلای او تر ډیرو تورو دیوې چرګې یا دپینځو هګیو تولید خپلواکي ته درسېدلو ښه وسایل دي ، راځئ ویې لولو:

(( رنج بررنج میکشد ، ګنج میدهد ….تیل چراغ حیات چیست ؟ ګندم ،جو ، جواري ، شالي ، نیشکر ، چغندر، آلو ، کچالو ، تخم مرغ ، خود مرغ ، ګاو ، شیر ، ماست، روغن ، ګوشت وغیره . ..)) ۲- ۴۸۸

عجیبه داده ،چې نږدې اویا کاله وروسته ، چې موږ له یوه بل زبرځواکه په اصطلاح خپلواکي اخیسته ، نو دمشروطه غوښتونکو په څېر بصیرت مو نه درلوده ،چې دخپلواکۍ ساتنې په فکر کې شو ، اوزار یې وپیژنو او دخپلواکۍ له برکته دافغان انسان دژوند دشرایطو دښه والي لپاره هڅه وکړو ، موږ سرچپه وځغلېدو او دخپلواکۍ په خوشالۍ کې مو دلسګونه زرو افغان انسانانو حلاله په خپلو لاسونوورکړه او لاهم روانه ده.

هغه څه، چې د سراج الاخبار دزمانې روښانفکرو مبارزینو دخپلې مبارزې کړنلاره ټاکلې وه، نن هم کټ مټ دنویو اوزارو او تکتیکونو په مرسته عملي کېدل غواړي ځکه دهغې ورځې افغان انسان له همداسې یوې ستونځې کړېده لکه نن چې ترې کړيږي ، موږ که نوی فکر نشوکولای لږ ترلږه دسلو کلونووړاندې مزل راژوندی کولای شو. داکړنلاره څنګه ده ؟ نور بيا…

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۴) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۳\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *