تدريسي مېتودونه هغه طريقې بلل كېږي چې كوم ښوونكي او عالمان يې د خپل تدريسي پلان د كارولو لپاره په دې اساس پلي كوي څو تدريس يې مؤثر ثابت سي، زده كوونكي چې له كوم ښوونكي څخه زده كړه كوي په پوره توګه يې ځيني تر لاسه كړي او زده كوونكي د پوهي تر درشله ورسوي په معاصر پيدا ګوژيك سيستم کې تدريسي مېتودونه په لسګونو دي چي اړين يې (رول پلې عملي درس، ټچ ګېم يا ارتباطي لوبه، لكچر، سوال او ځواب، تقابل يا اكرسټ، ډله یيز يا ګروپينګ، علمي سېر) مېتودونه بلل كېږي چي د پخواني درسي سيستم استاد محوري او اوسني درسي سيستم شاګرد محوري کې پر كار لوېږي .

په درسي سيستمونو، پوهنيزو ټولګيو، سيمينارونو، وركشاپونو او نورو ….. كښي چي كله كوم درسي پروسه تر سره كېږي په دا سي مواردو كښي عموماً دوه ډوله درسي مېتود تر سره كېږې چي لمړي يې په فردي ډول وي چې استاد يا ښوونكي يوه تن ته در درس ور كوي دوهم ډول يې دسته جمعي يا صنفي ډول وي چې د ګډون والو شمېر يې تر ېوه زيات وي پدې مېتود كښي چي هر څومره د وګړو تعدد زياتېږي په هماغه اندازه استاد يا ښوونكي د درسي محتوي پلي كول ، زده كوونكو و فكرونو ته د خپلي درسي محتوي انسټال (ور انتقالول ) ستونزمن كېږي چي د وخت او زمان په تېرېدو سره ډېروپوهانو د درسي كاري اسانتيا لپاره بېلابيل ميتودونه پر كار اچولي دي .

د هغو په هره جمله كښي چي دهري موضوع په ارتباط يې ويلې وي څومره مفاهيم په څومره اندازونو كښي پراته وي په ګروپي ډول د پورته يادو سوو مفاهيمو چې هغه درسي پديدې بلل كېږي چي نن هم په مؤډرن جهان كښي په مؤډرن ډول ښوونكي او استادان كار ور ځيني اخلي .

په ټولګيو کي د تدريس ترڅنګ د تجريبو ترسره کول کې اغيزناکه تعليمي فضا را منځته کوي.

د مسلکي او متخصصوکسانو را غوښتنه تدريسي ټولګۍ ته ځيني خلګ زموږ په ټولنه کي ژوند کوي ، کېداى شي دغه کسان د ګټورو تدريسي سرچينو په توګه موږ ته ګټور ثابت شي ،ددې ترڅنګ اکاډميک او متخصص کسان د خپلو تجريبو په ښوونه سره زموږ په ښوونځيو کي د استعدادونو په وده کي ستر رول د خپلو تجريبو سره ولري او خپل مهارتونه را څرګند کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *