د تاریخ وینا ده چې کله احمدشاه بابا په کندهار کې واک ته ورسیدو او ټولو ولسونو ورسره بیعت وکړ نو افغانستان د تاریخ یوه نوي پړاو ته داخل شو چې په وسیله یې د هیواد سرحدات تعین او یوه منظمه اداره رامنځته شوه خو د بابا له مرګ وروسته چې زوی یې تیمورشاه په ځای د افغانستان واک په لاس کې واخیست نو نوموړي په خپله دوره کې افغانستان له دوښمن څخه په کامله توګه وساته او د خپل پلار لاسته راوړنې یې تر مرګه پورې وساتلې خو کله چې تیمورشاه د ژوند ورځې تمامې شوې او له دې دنیا څخه یې رحلت وکړو نو د افغانستان د تباهۍ او بدبختۍ ورځې شروع شوې دا په داسې حال کې چې افغانستان د بریتانوي هند او روسیې په منځ کې د یو پول په حیث پروت هیواد وو چې دواړه قوتونه د یو او بل سره په سیالۍ کې وه او دواړو غوښتل چې افغانستان د یوه د خولې خوراک شي.

دا چې افغانستان د احمدشاه بابا په دوره کې د پرمختګ ځلانده تاریخ درلوده خو دغه تاریخ د تیمورشاه د لښکر زامنو له خوا داسې له بیخه وویستل شو چې تر نن پورې یې افغانستان درد ویني، دغه لښکر زامنو نه یوازې د خپل پلار او نیکه (تیمورشاه-احمدشاه بابا) ورپاتې شوی تاریخي میراث وساته بلکې افغانستان یې انګریزانو ته په خوله کې ور واچوه.

د تاریخ په خبره چې د تیمورشاه زامن؛ چې ټول یې د واک د تر لاسه کولو تږي وه او دهغوی په منځ کې فتح خان چې د شیطان رول یې لوبوه او بیا د تیمورشاه د زامنو څخه د فتح خان لښکر وروڼو د افغانستان واک تر لاسه کول؛ هر هغه تاریخي پیښې دي چې د افغانستان اساس یې بې اساسه کړو او په لوی لاس دا وطن د انګریزانو د درې ځلې د ظالمانه یرغل لاندې راغلو.

سره له دې چې تاسو او تاریخ به په یو شمیر پرمختګونو باندې ویاړ کوي خو دغه ویاړونو افغانستان او نه هم ولس ته هیڅ هوساینه نه ده ورکړې بلکې وطن او ولس یې تر نن پورې ژور دردونه زغمي.

که ووایو چې د تیمورشاه زامنو دوره، امیردوست محمد خان دوره، امیر شیرعلي خان دوره، امیر عبدرحمن خان دوره او د امیرحبیب الله خان دوره… په پورته یادو شوو دورو کې څه شویدي او کوم پرمختګونه شویدي؟

پرته له داخلي جنګونو او د انګریزانو د تجاوز څخه موږ بل څه لیدلي دي؟ حال دا چې په دغه تاریخي دورو کې نه یوازې افغان ولس مالي او ځاني زیانونه ولیدل بلکې افغانستان خپله ځمکه له لاسه ورکړه لکه د روسيې سره یې د سرحدی کرښې په تثبیت کې افغانستان د پنجده سیمه په شوروي اتحاد پورې ونښلول شوه چې دا د افغانستان سیمه وه، له ایران سره د سرحدی کرښې په تثبیت او ټاکنه کې سیستان او هغه ته څیرمه سیمې په ایران پورې وتړل شوې او له چین سره همداسې سرحدی کرښې روښانه شوې خو د دواړو هیوادونو په خوښه وټاکل شوې او په همدې توګه د ډیورنډ لین کرښه چې د پښتون قوم په سینه راکش شوه او انګریزانو د افغانستان لوی او غیرتي قوم چې پښتون دې او تاریخ هم پرې د میړانې اوشجاعت قلم چلولۍ دې؛ په لوی لاس یې سره وویشو لکه د یوه بدن څخه چې یو لاس جدا شي خو دغه کرښه تر نن پورې په رسمیت نه ده پیژندل شوې او د افغانستان دا سیمه په اوسني پاکستان پورې تړل شویده او پاکستان تر اوسه په دې هڅه کې دې چې “د ډیورنډ لین چې د انګریزانو له خوا د امیر عبدالرحمن خان او د دوی تر منځ د محدود وخت لپاره ټاکل شوې کرښه وه” د دواړو هیوادونو تر منځ په نړیواله کچه د یوه رسمي سرحد په توګه په افغانستان ومني.

په همدې توګه کله چې انګریزانو د دریم ځل لپاره په افغانستان تیری وکړو او افغانانو د امیر غازي امان الله خان په مشرۍ له انګریزانو څخه د افغانستان خپلواکي په بشپړه توګه واخیسته او افغانستان یو خپلواک هیواد شو بیا هم موږ د یوه ښه مدیریت او ادارې په رامنځته کولو کې ناکام شوو او په پټه او ښکاره توګه هم په داخلي او هم په خارجي کچه چې مهم رول پکې بریتانوي هند درلود او حبیب الله کلکاني یې په پټه حمایه کولو چې په دې سره د امان الله خان پر وړاندې په ننه کې د کفر ټاپې لګولو دسیسې پیل شوې چې پایله یې د غازي امان الله خان د واک په له منځه وړلو پای ته ورسیده ، تقریباً نهه او لس میاشتې سلطنت څخه حبیب الله کلکاني خوند واخیست له هغه وروسته نادرشاه راغلو د نادرشاه له مرګ وروسته د هغه زوی ظاهرشاه په افغانستان څلویښت کالنه له عشق او دبدبې څخه ډکه دوره تیره کړه چې په دغه لویه دوره کې یې افغانستان داسې کوم پرمختګ او ترقي نه لرله چې په ملی او هم په نړیواله کچه حساب پرې شوی وای ، باالاخره داودخان مجبور شو چې کودتا وکړي او راساً یې شاهي نظام په جمهوریت بدل کړو ولې چې داودخان د یو قوي فکر او پوهې درلودونکی شخصیت وه، غوښتل یې چې افغانستان په تیزۍ سره د نړیوالو سره د سیالۍ ترکچې ورسوي او په دې لاره کې یې په ډیرو پروژو کار شروع کړو، نړیوالې اړیکې یې هم پیل کړې، د هیواد داخلي او خارجي سیاست ته یې جدي پاملرنه وکړه، دپښتونستان مسله یې هم د خپلو کارونو په لومړیتوب کې شامله کړه او نوموړي په خپله پنځه کالنه دوره کې هیواد ته داسې پرمختګ ورکړو چې د تاریخ د قدرت تږیو په کالونو، کالونو پاچاهیو کې هم نه وو ورکړی نوموړی د تاریخ یوازینۍ څیره وه چې ولس او وطن ته یې په کم وخت کې دومره کارونه وکړه چې نن هم د هغه د کار ثمره ویني او ګټه ترې اخلي خو افسوس چې په وړاندې یې تاریخ داسې نورې محافظه کاره څیرې را وزیږه ولې چې دده ګړندۍ او پرمختللې دورې ته یې د پای ټکۍ کیښود او له ده وروسته د کابل د ارګ شوقیانو او تږیو؛ ولس او وطن دا ځل د شوروي اتحاد په خوله کې ور واچاوه او شوره وي اتحاد یې په داسې حال کې افغانستان ته راوستلو چې د ارګ او قدرت شوقیانو د خوښۍ سندرې ویلې او په ملت د غم، دردونو او مرګونو ورځ وه چې ولس مجبور شو د افغانستان اساسي دوښمن پاکستان ته مهاجرت وکړي او بیا هم همغه ولس چې د وطن ازادۍ او د وطن د ترقۍ غوښتونکی وو د شوره وي اتحاد موجودیت په افغانستان کې ورته د نه منلو وړ وو او دا یې د ځان او عقیدې لپاره شرم ګڼلو چې د ولس مبارزې او جهادي مقاومت له وطن څخه د سرو لښکرو شړل وه او د افغان ولس دغه سرښندنې شوره وي اتحاد په نړیواله کچه دړې وړې کړو او په نړۍ کې ذلیله معرفي شو خو د افغانانو دغه الهي غنیمت ته مشرانو یو ځل بیا لګت ورکړه او ډاکټر نجیب الله چې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره په اسمان کې یو بل ځلانده ستورۍ وو د هغه موجودیت ورته د امریکا او پاکستان په مشورو او مداخلو د سترګو اغزۍ وګرځیدو او ډاکټر نجیب الله د پر لا پسې هڅو او کوښښونو وروسته مجبور شو چې د کابل “ارګ” جهادي مشرانو ته خوشۍ کړي خو دغو مشرانو چې ځانونه یې د جهاد مشران او د خدای په لاره کې ستړي او ستومانه معرفي کول نو ځانونه یې د کابل د “ارګ” حقدار ګڼل خو همغسې هم وشول چې ډاکټر نجیب الله ارګ ، افغانستان او ولس ورته پریښودو ، بیا نو تاسو قضاوت وکړی چې دغو مشرانو افغانستان او افغانانو ته څه ډول سزا ورکړه او کومې خواته یې بوتللو؟

دا ثابته ده او افغانانو ته هم په ثبوت رسیدلې ده چې یو ځل ولس د سرو لښکرو سره در په در او په کړاونو کې ګیر شو بیا د جهادي مشرانو د واک په سر شخړو او لانجو په اساس ولس په کورني جنګونو کې ایسار شو چې تر نن پورې ولس د دغو کورني جنګونو دردونو او زخمونو خوند څکي او دا د نن ورځې ستونزې خو د خپلو سترګو لیدلی ثبت دې چې ورته په ننداره یوو.

اوس قضاوت تاسو وکړی او تاسې له ځان سره ژور فکر وکړی چې افغانستان چا وران کړو؟

او دغه ولس تر نن پورې څوک وژني او څوک یې ژړوي؟

خو همدغه مشران دي چې د واک او قدرت په سر سره لاس او ګریوان دي چې همدغه ستونزو او شخړو بهرنۍ مداخلې او لاس وهنو ته لاره خلاصه کړیده او چې کله د بهرنیانو لاس وهنو ته په یوه ملک کې ورته موقع مساعده شي د هغه ملک ولس به وژل کیږي، هم به ځورول کیږي، هم به ژاړول کیږي او هم به هغه ملک تجزیه کیږي ځکه بهرنیان له یو او بل سره دوښمني لري، رقابتونه لري چې د سیالۍ لپاره یې داسې میدان ته ځي چیرته چې هغه میدان کې خپل خلک په خپل منځي لانجو او شخړو کې سره ښخ وي، نن چې څومره موږ سره وژنو او څومره چې سره یو او بل ته په سنګر کې کینو نو تر اخره به همداسې وو چې د پردیو په اشاره به چلیږو.

په دې هیله او دوعا سره چې مشران ؛ ولس او وطن وپیژني او د نړیوالو په څیر دوی هم خپل ولس او وطن ته وفاداره پاتې شي او په خپلو کې یوه ښه ملی اراده او وحدت ولري

مننه

2015/3/2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *