خدمتګار ورځپاڼه د يوه لوړپوړي امريكايي ډپلوماټ د څرګندونو په بنسټ لیکلي چې د هندوستان پر وړاندې د پاكستان د پوځ ستراتيژي بدله شوې نه ده او له همدې امله ښايي د دواړو هېوادونو د راتلونكې جګړې ډګر هم افغانستان وي.
په هندوستان كې د امريكا سفير رابرټ بلك وېل ويلي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به دغه هېواد د اسلام اباد او ډهلي لپاره د ګډې مړۍ بڼه غوره كړي او پرې وبه جنګېږي.
د ده په وینا، که څه هم هندي پانګوالو لا پخوا په افغانستان كې پانګه اچونه كړې ده، خو خطر ناكه دا ده چې د پاكستان او هندوستان د راتلونكي جنګ ډګر هم افغانستان دى:((داسې هيڅ مدرك نشته چې ثابته كړي د پاكستان پوځ د هندوستان د سولې، ثبات او پرمختګ خنډ نه دى.))
خو د رابرټ بلك په خبرو كې د پام وړ ټكى دا دى چې نوموړى هم تاييدوي چې د پاكستان پوځ نه يوازې له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ كوي، بلكې خپله هم ځينې وختونه پر ترهګريزو كړنو لاس پورې كوي: (( داسې هيڅ نښه او نښانه نه شته چې د پاكستان پوځ دې د هندوستان پر وړاندې له ترهګريزو فعاليتونو كار نه اخلي.))
ښاغلي بلك وېل زياته كړې، د پاكستان پوځ په سيمه كې د ځان پياوړي ښودلو لپاره په جنګ ځپلي افغانستان كې هندوستان ته د دښمن په سترګه ګوري، غچ ترې اخلي او هڅه كوي هر څه پر خپله ګټه را وڅرخوي.
بلك وېل دغه څرګندونې په هندوستان كې د امريكا او هندوستان د سوداګريزو اړيكو د پياوړتيا په غونډه كې كړې دي.
په دغه غونډه کې پر بلك وېل سربېره د هندوستان لپاره د امريكا پخوانيو څلورو سفيرانو هم ګډون كړى و.
ښاغلي بلك وېل د خپلو خبرو په پاى كې وويل چې افغانستان او پاكستان بايد په راتلونكو كلونو كې د هندوستان او امريكا د اړيكو په پراختيا كې پراخه ونډه واخلي.

دپنجاب دوه مخیتوب او داسلام بدنامولو زموږ کرکه دومره زیاته کړه چي که سبا دهندوستان او پنجاب جګړه شي نوکه څه هم پاکستان په نوم داسلام نارې وهي خو کيدای شي افغانان دهندمټ قوي کړي، چي له همدي لاري نه کولای شي چي افغانان خپل دکلونو کلونو غچ له پنجاب نه واخلي او زړه ورباندي یخ کړي
که د هند د مسلمانانو او هندوانو ملاتړ تر لاسه کړو تور مخی منافق پنجاب به په ډیر کم وخت کی په ګونډو شی . افغانستان او پاکستان باید چی مخکی له نظامی رقابته د پنجاب پر ویش توافق وکړی او ضمنی سرحدونه وټاکی ترڅو د پنجاب او دهغوی د اشغالی سیمو د ویش په سر د دوی تر منځ کوم جنجال پیدا نه شی . بل دوی باید د ښه ګاونډیتوب او د ملګرو ملتونو د سازمان چارتر یا منشور په اساس خپل منځی روابط او اړیکی یو د بل تر منځ وساتی. د پنجاب د ویشلو په جګړه کی که هند افغان مجاهدینو او سرتیرو ته ضرورت ولری ، افغانستان به هغوی ته مثبت ځواب ووایی.
ټولو درندو دتاند مشرانو ، لیکوالو او مبصیرونو ته دروند درناوی وړاندی کوم
هیله ده خپل اندونو اوګامونه سره یو کړی ، په همدی هیله چی پنجاب له خپل اصل سره دمذهب په رعایت پیوند شی ، دهند مسلمانان په ټوله کی دافغانستان د سولی طرفداردی ، کشمیریان زمونږ د سولی هیله مند دی د نړی تول سوله غوښتونکی هیوادونه دافغانستان ښیګړه غواړی ، زمونږ د بدبختی عامل او عاملین توره ای اس ای او دهغې پوځی غوړسری دی ، نو الله جلجلاله د هند ولس اوپه ځانګړی توګه د هند مسلمانانو دا توفیق ور پربرخه کړی چی پنجاب خپل او مونږ ته الله ج اتفاق را نصیب کړی چی خپلې غصب شوی خاوری بیرته را خپلی کړو ، دایی وخت دی چې پر زغرده ووابوچی
چی هر څو فکر پری وکړو بله هیڅ تری نه جوړیږی
اباسین دی منځګړی ،افغان یو خوا ،هندو بل خوا
زمونږ خلاصون د آی اس آی په ورکیدو او دپاکستان په ورکیدوکی دی
تر څو چی دغه دانګریز میراث خور په سیمه کی وی دافغان ولس بدبختی او جګړی به روانی وی
په درنښت