کلتوری بدلونونه څه مانا؟
کلتوري بدلون دې ته نه وایې چې یو وخت بوت د خپل کلتور او مدنیت مهمه برخه بولي او بل وخت یې بیا ورانول د دین امر او لوی کار بولي دا سیاسي بدلون دی.
خو کلتوري بدلون بل څه دی!
دین په نړۍ کې لوی ارزښت دی، چې د عزت او حرمت لپاره یې خلک خپل سرونه، شتمنۍ او نور نذرانه کوي، خو کلتور له دې هم ور اخوا یو ډول معنویت دی، چې څوک یې د ساتلو لپاره سر او مال نه قربانوي، خو که لاسه یې ورکړو د هویت له ستونزې سره مخ کېږو.
نو دلته کلتور ځکه مهم دی، چې زموږ معنویت او اصلیت ورپورې تړلی دی؛ او اصلیت د انسان جوهر دی. له اوږدې مودې راهېسې په دې خواري روانه ده چې څنګه زموږ اصلیت او کلتور بدل شي؟
په کلتوري لحاظ د ولسونو د بدلون هڅه په اوسنۍ زمانه کې د اټم بم سره تشبیه کولای شو، او دا ویلای شو، په کومه سیمه کې چې د نورو هېوادونو لخوا د کلتور د بدلون هڅه کېږي په دې پوه شه چې په دې سیمه د اټم بم د وېشتلو پلان دی. د اوسنۍ زمانې اټم بم همدا کلتوري بدلون دی. اوس هغه د شلمې پیړۍ اټم بم نشته که وې هم ځينو ملکونو د خپلې بقا په خاطر ساتلی نه د استعمالولو لپاره.
زما یوه خبره واورئ خو منئ یئ مه!
که چیرې مو پخوانی کلتور راژوندی کړ، په دې پوه شئ چې هیڅکله به د هویت د ستونزې سره مخ نه شئ ، کله چې د هویت ستونزه نه وي نو غلامي نشته .
د اوس زمانې د غلامۍ طرز او تفکر بدل دی، اوس د یوه هېواد خلک د پخوا په شان د غلامانو او مرئیانو په شان نه ساتل کېږي. اوس پکې د (( تولید )) هنر وژني چې دا هم د کلتور برخه ده. کلتور بلاخره د معنویت یوه ټوټه ده که له لاسه دې ورکړه، نو بیا به دین ته د عادت په سترګه کوري؛ نه د عبادت؛ دا زه چې څه وایم دا واوره که دا ډول حالت دې په کومو کسانو کې ولید نو پوه شه چې د کلتوري بدلون هڅو څومره اغېز کړیدی؟
کلتوري مسایل یوازې په فرهنګیانو پورې محدودول هم کلتورې ستونزه ده.
کلتور د لباس خوراک څښاک طرز پورې محدودول هم اشتباه ده، کیدی شي زمونږ د خوراک څښاک اغوستلو او د ژوند په نورو برخو کې توپیر رامنځته شي، چې دا کلتورې ستونزه نشو بللی. خو پدې برخه کې د حدودو څخه که تیری وشي، نو دا کلتوري ستونزه بلل کېږي، چې په حقوقی لحاظ دېته جرم ویل کېږي، په نړۍ کې د سیاسي ستونزو په پرتله جنایې پېښې ډېرې دي، چې دا هم د کلتور د فقدان له امله بللی شو.
کلتور د فرانسوي ژبې څخه اخېستل شوی چې زمونږ په ژبه کې ورته فرهنګ وایې، خو دا چې کلتور د فرهنګ په پرتله په پښتو ژبه کې ډېر ګډ دی نو ځکه وایو چې کلتوري یرغلونه روان دي، یا زمونږ کلتور د ګواښ سره مخ دی. زمونږ په هېواد کې یووالی ارزښت نه بلل کېدا علت یې دا وو، چې یووالی زمونږ په فرهنګ بدل شوی و، اوس چې ټول د یووالې او وخدت خبرې کوو علت یې د کلتور خرابي ده. ترڅو چې مونږ خپل کلتوري ارزښتونه و نه ساتو راژوندی یې نه کړو، نو یووالی، وخدت به په تجارتي خبرو بدل شي او بالاخره به ددې ملک خدای ناخواسته تجزیه کول اسان پرېوزې چې دا زمونږ د دښمنانو غوښتنه ده.
په پخوا زمانو کې زمونږ ځنګلونه په دومره پراخه مانا نه وهل کيدل علت یې دا وو، چې زمونږ په هېواد کې د شنې ونې پرې کول د انسان د قتل سره مترادف بلل کېدل، خلکو به ویل ((چې ونې د خدای تعالی ثناه وایې، نو پرې کول یې ګناه دی)) دا چې د قران او احادیثو په احکامو کې تغیر نه راځی. دین اوس هم ددې مخالف دی او بیا به هم وي، خو خلک ولي ونې پرې کوي؟ لامل یې همدا د کلتوري یرغلونو پایله ده؛ چې زمونږ د خلکو په ذهن روان دی. ددې لپاره چې کلتور د یوه ارزښتمن توکي په توګه په خپله ټولنه کې تبلیغ کړو نو ډېرو هڅو ته اړتیا ده تر څو د نورو کلتوري یرغلونو مخه ونیولی شو.
کلتور ته اوس د یوې عادی قضیې په سترګه کتل کېږي، د کلتور په اړه خبرې په خلکو کې د یوه اضافی بحث په توګه مطرح کېږي، خو خبره داده چې کلتور عادی قضیه نه ده کلتور د یوه هېواد د حیثیت په توګه باید مطرح شي. کوم هېواد چې کلتورې ارزښتونه نه لري نو معنا یې داده چې دا ملک حیثیت نه لري.
چې دا کار د هېوادونو په سیاسی وضیعت باندې بې اغېزې نه دی، که څه هم سیاست ځانته هنریا علم دی، خو دا چې دلته د حیثیت خبره مطرح شوه، نو سیاست هم د کلتور په کتله کې راتلای شي، د کلتور په اړه بحث د قیقي مطالعې ، وخت او کار ته اړتیا لري، چې پدې واړه لیکنه کې مشکله ده چې د کلتور نورو برخو ته لاس وغځوو، نو ددې لپاره نه غواړم پدې اړه ستاسو وخت ونیسم خو په پای کې دومره ویلای شم چې کلتور ته توجه ملک هېواد او خلکو ته توجه ده.
فیض الله غمخور خوست