خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-١٢-١١
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست ٣ وسله وال ترهګر، چې په ترورستي،انتحاري او بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه، ونيول.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، احمد ګل دلعل محمدزوى دکندهار ولايت ددوهمي ناحيي اوسيدونکى،شفيع الله داختر محمدزوى اصلاً دکندهارولايت دشاوليکوټ ولسوالۍ دباغتو دکلي او فعلي دکندهار ښار دڅلورمي ناحيي اوسيدونکى او احمد الله مشهور په روزي دصدراعظم زوى دهلمند ولايت دبابا جي ولسوالۍ دسيدانو دکلي اوسيدونکى .
يادو ٣ تنو ترهګرو د کندهار په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز او ترورستي فعاليتونه کول، چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول. دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.
وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.
