خبریال: سیف شهاب- د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايې، چې د دې ولايت په مټاخان او يحیا خيل ولسواليو کې يوماين خښونکی او دوه غله نيول شوي دي.

د پکتيکا ولايت سرپرست امنيه قومندان نثاراحمد عبدالرحيمزي تاند ته وويل، په مټاخان ولسوالۍ کې يو ماين ښخونکي، چې له تېرو درې کلونو راپه دې خوا په دې کار بوخت ؤ، لاس په لاس نيول شوی دی.

نوموړي زياته کړه، نيول شوی کس تاج محمد د مټاخان ولسوالۍ اوسيدونکی دی چې اوس مهال یې په يوه ديني مدرسه کې زده کړې کولې.

د نثاراحمد په خبره،  نيول شوي کس له تېرو دريو کلونو راپه دې خوا د دې ولسوالۍ په بيلا بيلو سيموکې په لويو او فرعي لارو کې ماينونه ځای پر ځای کول او په دې برخه کې روزنه په ګاونډي هيواد پاکستان کې ورکړل شوې وه.

نثاراحمد وايي چې په يحیا خيل ولسوالۍ کې دوه تنه غله، چې عمرونه يې  د۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ دي، د پوليسو له لوري له غلاشويو مالونو سره يو ځای نيول شوي دې.

هغه زياته کړه چې دغو غلو د دې ولسوالۍ له دوکانونو، ښوونځيو او کلينيکونو څخه بانجاره توکي، ډي وې ډيانې او کمپيوترونه غلا کړي ول او خلک يې ستونزو سره مخ کړي وو. ده دا هم وویل چې نيول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

په مټاخان ولسوالۍ کې نيول شوي ماين خښوونکي تاج محمد تاند ته وویل،  له تېرو دريو کلونو را په دې خوا د وسلوالو طالبانو ليکو ته ورغلی ؤ.

هغه زياته کړه ((لومړی مې د څارنې او بيا د ماين خښوني دنده لرله، په دې موده کې مې اته ماینونه خښ کړي او تیره ورځ د امنيتي ځواکونو له لوري مدرسې ته په لاره ونيول شوم))

بله خوا نيول شويو غلو هم تاند ویبپاڼې ته وويل چې له تېرو څو مياشتو را په دې خوا يې غلا ته مخه کړې او دا يې اتم ځل غلا وه چې د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شول.

دوې زیاته کړه(( له موږ سره محلي پولیسو هم په دې برخه کې مرسته کوله او د دوی په مرسته مو دا ډول کارونه کول.))

خو سرپرست امنیه قومندان له دوی سره په شویو غلاوو کې د سیمییزو پولیسو لاس لرل په کلکه ردوي، وایې چې که احیانا داسې کار شوی وي په دې برخه کې به دوی څیړنې پیل کړي او که چیرته دا څرګنده شي چې محلي پولیس په دې غلاوو کې لاس لري نو د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د يادونې وړده چې د تېري جمعې په ورځ هم د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د توغندي د ګولۍ د بيرته ګرزيدو په پيښه کې دوه وسلوالو طالبان ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *