محمد نوازشریف (د ۲۰۱۴ د جون ۱۴ مه

خبریال: افغانجار (کابل) د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف نن /دوشنبه/ وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې مخ په ښه کېدو دي.

ښاغلي شریف دا خبره په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر جانان موسي زي سره په کتنه کې وکړه.

نوازشریف له افغان سفیر سره د خبرو په مهال د افغانستان پر وروستیو طبیعي پېښو ژوره خواشیني څرګنده کړه.

ده وویل چې پاکستان به د اړتیا په وخت کې تل د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.

ښاغلي موسي زي د افغانستان د وروستیو ورښتونو په سبب له زیانمن شویو کسانو سره د پاکستان د مرستو مننه وکړه.

پاکستان په پنجشېر او څو نورو ولایتونو کې د واورو د ښویېدو په اثر د سلګونو تنو له وژل کېدو او ژوبلېدو وروسته افغانستان ته په دوو پوځي الوتکو کې د خوراکي موادو، کمپلو او خیمو مرسته وکړه.

نن د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، چې مصیبت ځپلیو خلکو ته د مرستو د تنظیم مسوولیت په غاړه لري، اعلان وکړ چې وروستیو طبیعي پېښو له څه باندې ۳۰۰ افغانانو ژوند اخیستی دی.

د پاکستان صدراعظم د دوو هیوادونو ترمنځ پر امنیتي همکاریو رضایت څرګند کړ، ویې ویل چې افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف وروستي سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو له ښه کېدو سره مرسته کړې ده.

ویل کېږي چې راحیل شریف د افغانستان په وروستي سفر کې خبرو ته د طالبانو د تیارېدو پیغام ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته راوړی و.

خو پاکستانۍ رسنیو د افغانستان له سفیر سره د نوازشریف په نننۍ کتنه کې د سولې د بهیر په اړه څه نه دي ویلي.
پرون د ترکیې اناتولیا خبري اژانس د طالبانو د یوه استازي قاري دین محمد حنیف له قوله ویلي و چې طالبان به راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سولې خبرې بیل کړي خو وروسته د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دا راپور رد کړ، ویې ویل چې قاري دین محمد له اناتولیا خبري اژانس سره خبرې نه دي کړي.

په همدې حال کې د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالتي پولیسو د افغانستان ۲ دیپلوماتان ونیول او د هغوی دوه همکاران یې، چې د لومړنیو دوو د خلاصون هڅه یې کوله هم ونیول.

افغانستان د پاکستان د پولیسو د دغه اقدام په اعتراض کې د پاکستان سفیر احضار کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن بیا وویل چې د پاکستاني پولیسو اقدام غندي او په دې برخه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت توضیحات د قناعت وړ نه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *