د میدان وردګو ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ۴۲ تنو کوچي ښوونکو او د دوی د شورا غړو ته د پوهنې په برخه کې څلور ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
دغه ورکشاپ چې د سویډن کمیټې په مالي لګښت د دې ولایت د کوچیانو امریت له لورې د پوهنې په ریاست کې څلور ورځې وړاندې جوړ شوی وو،نن ( دوشنبه ) پای ته ورسیدو .
په دغه ورکشاپ کې د ښوونکو له لورې د کوچیانو د شورا غړو ته پوهاوی ورکړل شو،ترڅو خپل اولادونه په ښوونځیو کې د زدکړو په موخه شامل کړی او همدا راز ښوونکو ته د پوهنې په ادارو کې د کوچي زده کوونکو د اساس نمبر په اړه معلومات ورکړل شول .
دوی ته هغه لارې چارې وښودل شوې،ترڅو کوچي زده کوونکي د دې ولایت د پوهنې ریاست اړوند ادارو کې په رسمي ډول په اساس شمېرو کې له ځان سره ثبت کړي .
د یادونې وړده،په دې وروستیو کې کوچي زده کوونکي د لومړي ځل لپاره د پوهنې ریاست سره د زده کوونکو په توګه په رسمي ډول په اساس شمېرو کې شامل شول .
درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر
زموږ وړاندیز حکومت ته بیا دا دی چی د کوچیانو لپاره د په هغه ولایاتونو کی چی دوی د اوړی په موسم کی دیره کیږی د لیلی ښونځۍ جوړی شی نو که د ز دهکونکو کورنۍ د ښونځیو د رخصت کیدلو وړاندی له سیمی کوچ کوی بل خوا ته ځی زدهکونکی به د استوګنی ځای لری چی هلته پاتی شی.