تاند- په نړیوال جام کې د شاهپور ځدراڼ ښه ځلېدا سبب شوې چې د نړۍ معتبرې رسنۍ د ده په لوبه په تېره بیا تېز باولینګ، چې په ساعت کې تر ۱۴۰ کیلومترو زیات دی، تبصرې وکړي.
سي این این لیکلي چې شاهپور ځدراڼ نړیوال شهرت ګټلی دی. د ده تېز بالنګ، اوږدې څڼې او لوړې ونې د ټولو پام ځان ته اړولی دی.
۲۷ کلن شاهپور ۶ فوټه ونه لري او کیڼ لاسی دی، ډېر خاندي نه.
دی وايي چې له استرالیا سره تر مسابقې مخکې به خپل خوب ښه پوره کړي، مسابقه به له ذهنه وباسي او د مسابقې په ورځ به خپل وس وکاروي او ټول تمرکز به هغې ته واړوي.
شاهپور ځدراڼ وايي چې د سکاټلنډ په مسابقه کې یې ډېر فشار احساساوه، فکر یې کاوه چې د ټول ملت سترګې ده ته دي.
شاهپور وايي چې اسلامي او نور کتابونه لولي، په منظم ډول لمونځ کوي او د روزونکي یا کوچ له سپارښتنې سره سم باولنګ کوي، یعني که کوچ ورته ووايي چې تېز باولنګ وکړي نو تېز وي خو ځیني وخت ورڅخه وغوښتل شي چې ورو باولینګ وکړي.
ده وویل چې د استرالیا او نیوزیلنډ مسابقه یې په تلویزیون کې ولیده، ایم ایس دوني او مایکل سترک یې د خوښې لوبغاړي دي.
له کرکټه دباندې یې شاهرخ خان خوښ دی خو له ډېرو مستو او تېزو هندي سندرو سره یې جوړه نه ده.
شاهپور وویل چې له مسابقو وروسته هند ته په چکر ځي او ممکن بنګلور یا مومبي ته لاړ شي.
شاهپور ځموږ ملی ویاړ دی
We Proud on Great Afghanistan champion Mr, Shapoor Zadran and we request from Allah to give him long life and good health