لیکوال: سیدرحیم کوچی –

کله چې د ۱۳۹۳ لمریز کال ټاکنې رانږدې شوې نو د ټولو افغانانو په زړونو کې یو لړ هیلې، امېدونه او اندېښنې راپیدا شولې، هیلې او امیدونه يې دا وو چې نور نو په افغانستان باندې هغه وخت راتلونکی دی چې ، څو لسیزې افغانانو انتظار ورته کړی وو او د ځینې خلکو په زړونو کې د دې اندېښنه وه چې ایا دا ټاکنې به سمې او رڼې ترسره شي که نه؟

ځینې سیاسي ډلې په دې باور وې چې ، پخوانی ولسمشر حامد کرزی نه غواړي واک په سوله ییز ډول بل ولسمشر ته انتقال شي، خو بالاخره ټاکنې رانږدې شوې او مخکې له مخکې زیات شمېر ټاکنیزې ډلې د قومي، سمتي، ژبني او جغرافیایي اصل په اساس تشکیل شوې وې، د دې ترڅنګ خو ځینو سیاسي شنونکو پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ښاغلي زلمي رسول او د هغه د ټاکنیزې ډلې کلک ملاتړی باله او په عامه اصطلاح به يې د یاد نوماند ډله د ارګ ډله ګڼله او داسې يې انګېرله ، چې که ټاکنې ترسره شي او که ترسره نشي، ياده ډله به په راتلونکې کې د افغانستان سیاسي واک په خپل لاس کې واخلي، چې کرزی او د هغه ملګري به په شکل د اشکالو په سیاسي واک کې دخیل وي.

ولې د دې ترڅنګ نورو ټاکنیزو ډلو هم خپلې ټاکنیزې هڅې ګړندۍ کړې وې او حتی ځینو نوماندانو به په یوه ورځ کې د څو ولایتونو له خلکو څخه لیدنه کوله او د راتلونکې لپاره به يې له خلکو سره هر راز ژمنې کولې، خو له هغه وروسته ټاکنې ترسره شوې او ډېری افغانانو له ګڼ شمېر ګواښونو او تهدیدونو سره ، سره د خپل هیواد د راتلونکې لپاره له خپلو کورونو څخه راووتل او په دې امېد يې خپله رایه وکاروله ، چې ګویا په افغانستان کې به مثبت بدلون رامنځته شي، سوله او امنیت به راشي، د پرمختګ په لور به ګامونه پورته شي او د نورو لخوا تپل شوې جګړې ته به د پای ټکی کېښودل شي، خو د افغانانو د امېدونو په خلاف د ټاکنو پایلې سمې نه وې او په لومړي پړاو کې هېڅ کاندید ونشو کولی چې ۵۰ +۱پوره کړي، له ګڼو جنجالونو وروسته د دوو مخکښو نوماندانو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې ، خو د تېر په څېر یو ځل بیا ټول ملت خپله لېوالتیا وښودله او له ځاني او مالي زيان سره، سره يې خپله رایه د ټاکنو په دوهم پړاو کې د خپلې خوښې نوماند ته ورکړه.

له ډېر انتظار وروسته بیا هم د یادو نوماندانو ترمنځ د اختلاف له امله د ټاکنو خپلواک کمیسون په دې ونه توانېده چې ، د ټاکنو پایله په خپل وخت اعلان کړي، خو د پایلو تر اعلان وروسته بیا هم د ټاکنو په پایلو باندې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم لخوا په وار، وار سره بې منطقه نیوکې کېدلې. د یادو نیوکو په پایله کې يې هڅه کوله ، چې په بشپړ ډول يا نیمايي سیاسي واک ترلاسه کړي ، خو ياده کړنه په پرمختللو او ډیموکراتیکو ټولنو کې یو غیر قانوني او غیر اصولي عمل ګڼل کېږي، خو دا ځل د ټاکنو لړۍ یو بل رنګ واخیست او د جنجالونو ډېرېدل د دې سبب شول چې ، د افغانستان په سیاسي چارو کې نړیواله ټولنه مداخله وکړي او د یادې مداخلې په نتیجه کې نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول امریکا داسې کارونه وکړل چې ، هم يې د ټاکنو په بهیر د ملت باور له منځه یووړ او هم يې د یادو نوماندانو جنجال له بد څخه بدتر حالت ته يووړ، په دې اړه د پښتو د یو متل یادونه کوم (غل ته وایې چې غلا وکه او څښتن ته وایې چې بیدار شه) نو د امریکا او نړیوالو لاسوهنو داسې حالت رامځته کړ، چې ښه بېلګه يې د رایو په دوهم ځل شمېرنه کې د یوناما د استازو ګډون وو، ترڅنګ يې د نړۍ مطبوعاتو هم په دې مسله تاوده بحثونه وکړل او دې ته يې لاره هواره کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د یاد ټاکنیز جنجال د هوارولو په موخه څو ځله افغانستان ته راغی او بالاخره يې ځان هغو موخو ته ورساوو چې، سپینې ماڼۍ غوښتل. دواړو نوماندانو د جان کیري په منځګړيتوب د ملي یووالي په نوم یو ګډ حکومت رامنځته کړ او د یاد تړون پر بنسټ ډاکټر اشرف غني د ولسمشر او ډاکټر عبدالله د اجرایوي رئیس په توګه اعلان شول او دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې ، افغانستان به د موجود حالت څخه د ښه حالت په طرف بیایی ، خو د افغانستان په اساسي قانون کې دا ډول حکومت کوم ځانګړی تعریف او شتون نه لري او همدارنګه سیاسي واک د دواړو مشرانو ترمنځ په مساوي ډول ووېشل شو، د یاد تړون یوه برخه د دې په هکله صراحت لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې به لویه جرګه راغوښتل کېږي او د دواړو سرنوشت به پکې ټاکل کېږي.

خو په دې وروستیو کې د ملي یووالي د حکومت اجرایوي رئیس په دې ټینګار کوي چې، د ټاکنو او د شکایاتو د کمیسونونو په مشرتابه کې باید تغیر راشي او د نوموړي په وینا که چېرې په یادو کمیسونونو کې بدلون او اصلاحات رامنځته نشي، نو اجازه به ورنکړي چې راتلونکې پارلماني ټاکنې ترسره شي، خو ترڅنګ يې بیا ولسمشر غني خپل دوهم مرستیال سرور دانش په دې ګمارلی ، چې له قانون سره سم د ټاکنو او شکایاتو په کمیسونونو کې اصلاحات رامنځته کړي.

خو سوال دلته پیدا کېږي چې د ملي یووالي حکومت ولې غواړي چې د ټاکنو په کمیسونونو کې غیر قانوني مداخله وکړي؟

ایا دا هم د هغې پروژې یوه برخه ده چې له مخې يې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو او یا دا چې د ملی یووالي حکومت غواړي د ټاکنو او شکایاتو کمیسونونه سیاسي او حکومتي کړي او د حکومت د نورو چوکیو په څېر يې په خپل منځ کې سره ووېشي، خو د ملي یووالي حکومت هرډول تغیرات چې منځته راوړي دا سیاسي منشا لري او دواړه مشران غواړي چې په یادو کمیسونونو کې داسې اشخاص ځای پرځای کړي چې په راتلونکې کې يې د لاس اله وي، خو له دې سره ، سره د ټاکنو او شکایاتو کمیسونونه په دې ټینګار کوي، چې هیچاته به ددې اجازه ورنکړي چې په یادو کمیسونونو کې غیر قانوني مداخله وکړي او د دوی په وینا هر ډول تغیرات چې په دې برخه کې رامنځته کېږي هغه باید له قانون سره سم وي او یو قانوني چوکاټ باید ولري، او که چېرې د ملي یووالی حکومت مشران خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر دغه کار ترسره کړي او یو ځل بیا اساسي قانون تر پښو لاندې کړي، دا به د افغان متدین ولس سره یو ستر خیانت وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *