له مخکني ولسمشر حامد کرزي سره ازادۍ راډیو د هغه تر واکمنۍ وروسته د لړم پر ۲۵مه مرکه وکړه، بدلون اونیزې یې لیکنۍ بڼه په خپلو ۱۰، ۱۱ او ۱۲مو ګڼو کې خپره کړه؛ په دې مرکه کې امریکا او پاکستان ته د کرزي پر سترګو پېریان راځي او د هغوی پر ضد یې له ترخې لهجې څخه د غصې بڅرکي الوزي، امریکا د ټولو بدبختیو مور ګڼي او د پاکستان د مداخلې عوامل دوه ګڼي:
یو دا چې هغه له ده څخه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژنده غوښته، ده قطعاً دا نه شوای ورسره منلای او بل یې د هند په برخه کې د خارجي سیاست کنټرول ځني اخیست خو ده دا کار ناممکن ګاڼه.
بیا د نورو رسنیو تر څنګ ویسا ورځپاڼې د لېندۍ د ۲۳مې ګڼه کې د کرزي د دفتر د مخکني رئیس عبدالکریم خرم مقاله د (( هغه شېبې چې جاوید لودین ماته د پاکستان مزدور ووایه)) تر سرلیک لاندې خپره
کړه چې په هغه کې یې د امریکا او کرزي تر منځ د باګرام زندان د بندیانو خلاصولو او زندان تړلو په باب یادونې کړې چې ګواکې کرزي دا کار د ملي حاکمیت د تمثیل لپاره کاوه او امریکایانو زندانیان شکنجه کول؛ خرم په دې لیکنه کې د امریکا د سفیر راین کراکر او د ناټو قومندان جان آلن په حضور کې د ده او د هغه وخت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین جاوید لودین تر منځ د ښکنځلو کیسه هم کړې ده چې یو بل ته یې پدرلعنتي ویلي او آن د پلار پر پلار یې لعنت سره ویلی، لودین دی د پاکستان او ده هغه د امریکا مزدور بللی دی.
دا دی د ډیر شمېر رسنیو په سلسله کې بدلون اوونیزې هم په خپله د جدي د ۳مې په ۱۴مه ګڼه کې د کرزي د هغه وخت ویاند ایمل فیضي لیکنه خپره کړه؛ ده هم د طالبانو پر سر د امریکا او کرزي تر منځ د ناندریو خبره کړې او ویلي یې دي چې طالبان د امریکا هدف نه دي، دی وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو اوسنی وزیر جان کیري، کله چې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و، ولسمشر کرزي ته یې یوه ورځ په کابل کې د څو تنو محدودو افغان چارواکو په حضور کې وویل چې ملا عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستان د نظامیانو تر ساتنې لاندې دی.
په دې مقاله کې هم امریکا ملامته او د کرزي څېره سلامته معرفي شوې ده.
دلته د کرزي، خرم او فیضي د دې وقفه یي لیکنو لړۍ ته یو څه تمېږو او په څو ټکو کې یې ارزوو:
یو- د لیکنو دغه لړۍ به په بېلابېلو وختو کې، د مختلفو کسانو له خوا روانه وساتل شي او دغه ډول پټې خبرې به رابرسېره کړای شي چې په ټولو کې به کرزی او یاران یې برحق او امریکا ناحقه ښوول کېږي.
دوه- حامد کرزی د یوه ډېر زرنګ سیاستوال په صفت په دې ډېر ښه پوهېږي چې د افغانانو ډېر حساس رګونه کوم دي او څنګه باید ګوتې پر کښېږدي او په خپله ګټه یې تشخیص کاندي؟
افغانان د امریکا، ډیورنډ کرښې او پاکستان پر وړاندې حساس دي او کرزی غواړي د دغه حساسیت پر اور یې د دغه ډول څرګندونو په ترڅ کې نور باروت واچوي، هم خپله لوبه ګرمه وساتي او هم په عامه ذهنیت کې د امریکا د مزدورۍ ټاپه د خپل شخصیت له لمنې وتوږي. په دې کې خرم خېل او د دوی نور خېشو خاله هم د عوام غولونې هڅه کوي او غواړي د ( استکبار و استعمار) اصطلاحاتو په کارولو سره وښيي چې ګواکې دوی د امریکا مخالف دي.
درې- د دغه ډول حساسیتو په راپارولو سره کرزی غواړي چې د ملي وحدت حکومت ته خرېړی جوړ، ثبات متزلزل، ناامني زیاته، خلکو ته تشویشونه او تکلیفونه ډېر کړي تر دې حده وضعیت بحراني کړي چې بالاخره خلک پر زاړه کفن کښ شکر وکاږي.
څلور- کرزی هڅه کوي چې په یوه بله زمانې محدوده کې یو وار بیا عامه ذهنیت په یوه بله بڼه د ځان پر خوا رامات او یو ځل بیا د واک نشې ته مخه کړي.
که کرزی او خرم رشتیا هم عقیده لري چې امریکا د خپل عصر د استکبار و استعمار بېلګه ده، شریره ده، ظالمه ده او د افغانستان پر ضد ده، نو بیا خو حامد کرزی، عبدالکریم خرم او نور ملګري یې اوله درجه شریکان دي، دوی اصلاً نه شي کولای چې لمر په دوو ګوتو پټ کړي، ځکه له امریکا سره د دوی یارانه یوازې د تېرو دیارلسو کالو خبره نه ده، بلکې کرزي خپله له یک ټلویزیون سره په مرکه کې صفا- صفا ومنله چې ده او ټولو جهادي رهبرانو د جهاد په دوران کې له (CIA) سره مضبوط روابط لرل، دوی دې په دې ښه سم سر خلاص کړي چې له ولس سره به په دې محاسبه کې ګټه ونکړای شي، د دوی لپاره به هوښیاري دا وي، د دې پر ځای چې په دغه ډول عقده منو څرګندونو ځانونه سپین کړي، خپلو اړېکیو ته دې سم منطقي دلایل ولټوي.
کله چې جاوید لودین او کریم خرم پر یو بل د پاکستان او امریکا د جاسوسانو تورونه لګوي او له دغو هیوادو سره روابط د غلامۍ په مانا تعبیروي بیا نو دواړه رشتیا وايي خو په نهایت کې خبره یوه ده ځکه د پاکستان دISI د امریکا د (CIA) او د بریتانیا د MI6 نومونه بیل خو محتوا او ماهیت یې یو دی او همدا اوس-اوس هم کرزی، هم یې یاران له دغو سازمانو سره په یو نه یو ډول اړېکي لري او د دوی دا ډول مخالفتونه هر چاته د کامیاب جاسوسي سبک اکټونه ایسي.
که امریکا واقعاً د استکبار بېلګه وي خو همدې کرزي او خرم خېلو یې ۱۳ کاله پر چینه اوبه وچیښلې، دوی دا څرګندونې ولي هغه مهال نه کولې چې د همدغو امریکایانو په برکت د قدرت په نشه کې غرق ول او افغانستان ته یې په نړۍ کې د دوهمه درجه فاسدترین هیواد بدنامې په برخه کړې وه؟ او نن یې د خپلو خودغرضو او ناکامو سیاستو په پایله کې د ملي وحدت حکومت ته پراخ فساد، شرموونکی د ځمکو غصب، بې کفایته اداره، ژور اقتصادي، ټولنیز او سیاسي بحران او د طالب بې علاجه دښنمې په میراث پرېښې ده او د امریکا پر دښمنۍ او د ملت پر کرکه یې لا د لاسه اړوي او غواړي چې د کلاسیکو او ورستو سیاستو په نتیجه کې افغانستان یو وار بیا د انزوا کندې ته ور ټېله کاندي، دوی فکر کوي چې د افغانستان د تباهۍ په قیمت به له ځانو څخه سپینې ملایکې سازې کاندي چې دا نه ممکنه ده نه انساني.
دوی باید د احساساتو، تاوتریخوالي، د منځنو پېړیو ناچله قومي، قبیلوي او بوینو روابطو او ماشومانه څرګندونو پر ځای عاقلانه منطق او په نړیواله کچه د چلښت وړ موډرن سیاست ته پناه یوسي، نه ځانونه خراب کاندي او نه هم نور دا بېچاره وطن د سر ناخلاصیو او شخصي غرضو و مرضو په اور کې وسوځوي.
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۱۵) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۰\ ۱۳۹۳