څېړندوی عبدالغفور لېوال
دوهمه \ وروستۍ برخه
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۵) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۰\ ۱۳۹۳
هره ښېګڼه دافغان انسان لپاره !
راځئ ددې هېواد اوسیدونکي ته دژوند او بیا ښه ژوند حق وغواړو ، لکه مشروطه غوښتونکو چې ورته مبارزه پیل کړې وه ،محمود طرزي دا حق غوښتنه داسې مطرح کړې ده :
…تابه حال هرچه که بود ، بود ، هرچه که شد شد! لکن بعد ازاین ، افغان آن افغانی نیست که از حقوق خود چشم پوشی بتواند.
۲- ۳۱۰
مشروطه نهضت دخپلو ټولو هڅو په محراق کې افغانستان اوافغان انسان راوست او دخپلې مبارزې لپاره یې منظمه فکري تګلار رامنځته کړه ، دوی په دې باور وو ، چې دافغانانو لوی دښمن له نوې پوهنې څخه محرومیت او دښکېلاکګرو له دسیسو او چلوټیو څخه بېخبري ده ، دوی په دې خواشیني وو، چې افغانان له نویو سیاستونو سره ندي اشنا او ځکه خو د دوی فکري بدلون ته اړتیا شته ، همدا وه چې د مشروطه غوښتونکیو مبارزه دویښتیا اوروښانتیا له پړاوونو څخه پیلېده او په ټولیز بدلون راوستلو بشپړیده ، داهغه پړاوونه دي ،چې نننی افغان انسان یې هم دخپلې ژغورنې لپاره ښايي پیل کړي . موږ نن هم دښکېلاک په نوې او مډرنه زمانه کې دویښتیا ، روښانتیا او دخلکو په خپله اراده یوه ارام خو معقول بدلون ته اړتیا لرو ، داسې یو بهیر ، چې ټوله موخه یې ددې هېواد داوسېدونکیو دانساني ژوند ښه والی او دهېواد پر خپلو پښو درېدل وي.
موږ د مډرن ښکېلاک په زمانه کې داسې ویښ نسل ته اړتیا لرو ، چې د مشروطه غوښتونکو پر نقش قدم ګام کیږدي او دهغو دشاګردانو په څېر په نویواوزارو ځان له احتیاجه خلاص کړي .
پایله :
مشروطه غوښتونکي نهضت نږدې یوه پیړۍ وړاندې دخپل هېواد ، سیمې او نړۍ په پیژندلو سره یوه بریالۍ او روښانه ملي مبارزه پیل کړه ، چې نن یې هم په نوې بڼه دوام ورکولو ته اړتیا شته ،ځکه زموږ ولس په نوې زمانه کې او په نوې بڼه له هماغې ستونځې څخه کړیږي ، چې هغه مهال همداولس ورڅخه کړیده.
ښکېلاک پای ته ندی رسېدلی ، بلکې بڼه یې بدله شوې ده او له نوي ښکېلاک سره دنویو اوزارو په مرسته مبارزه کیدای شي ، چې نوي اوزار یې ټوپک او تورې نه، بلکې ځان له هر اړخیزه احتیاجه خلاصول ، پر خپلو پښو ودرېدل او تر هرڅه وړاندې داقتصادي خپلواکۍ ګټل دي ، ځکه چې سیاسي او امنیتي خپلواکي تر هغو ناشونې ده ، چې اقتصادي خپلواکي ونلرئ .
داسې یوې خپلواکۍ او بدلون ته دافغانستان او افغان انسان درسولو لاره له ویښتیا او روښانتیا څخه تیریږي ، چې دولس په خپل شعور ، اراده او ددې هېواده له ارزښتونو ،عقایدو او شرایطو سره سمې سوله ییزې هڅې ته اړتیا لري.
سرچینې:
۱- حبیبي ، پوهاند عبدالحی ، جنبش مشروطیت درافغانستان ، درېیم چا پ ، سازمان مهاجرین مسلمان افغانستان ، ۱۳۷۷ لمریز ، کابل.
۲- طرزي، محمود، مقالات محمود طرزي ، د عبدالغفور روان فرهادي په زیار ، دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت،دویم چاپ ۸۷ ۱۳ لمریز ، کابل .