کابو یوه میاشت له مخه مي د یوه ترجمه شوي متن د تصحیح کار په غاړه اخیستی و. ترجمه ډیره کړکېچنه وه. چې څو کرښې به مې ولوسته، زړه به مې ورته په تنګ شو او په یوه بل کار به بوخت شوم. د تصحیح لپاره څلور اونۍ وخت راکړ شوی و خو تر وروستۍ اونۍ پورې مې یو مخ هم تصحیح نه کړ. د ژمنې وخت رانژدې شو او مجبور شوم چې تر وسه وسه ډیر وخت ورکړم.


کار مې تمام کړ، مګر ډیر یې ستړی کړم او له کیفیته یې هم راضي نه یم. ستړی خو ځکه شوم چې وخت محدود شو او کار سخت و او دا تشویش راسره و چې هسې نه په ژمنه کې پاتې راشم. زه یو حساسیت لرم چې هغه راپیدا شي نو که دوا خورم خوب راځي او که یې نه خورم تبه مې وي. په وروستۍ اونۍ کې حساسیت هم ځان راورساوه او ستونزې یې یو په دوه کړې. په دغسې حالت کې د کار کیفیت طبعا ښه نه وي.


تر دې ځایه ما خپل مشکل بیان کړ خو هغه تجربه چې له تاسې سره یې شریکول غواړم دا ده چې لومړۍ درې اونۍ هم چندان ښې راباندې تیرې نه شوې، ځکه د تصحیح کار به رایادیده او زړه به یې راتنګاوه. 


که مې د تصحیح مشکل کار په اوله ورځ پیل وای، درې ګټې به مې کړې وې: له تصحیح وروسته ورځې به مې بې تشویشه او اسوده وې؛ د تصحیح په وخت به دا اندیښنه راسره نه وه چې وخت کم دی او بالاخره د کار کیفیت به بهتره و. چې تشویش لږ او وخت زیات وي، کیفیت خامخا بهتره کیږي.


د خپل وخت او کار سمه اداره له کامیابي او نیکمرغي سره ډیره مرسته کوي. موږ هره ورځ ځینې مشکل او ځينې اسانه کارونه په مخ کې لرو. ښه خو دا ده چې اول سخت، ضروري او کړکیچن کارونه وکړو او بیا اسانو چارو ته مخه کړو. که تر ټولو مشکل او ضروري کار تر نورو چارو له مخه سهار تر سره کړو، د پاتې کارونو په وخت به مو روحیه ښه او لاسبري زیاته وي خو برعکس، که مشکل کار اخر ته وساتو، هغه اسانې چارې به هم راته ګرانه شي، ځکه د مشکل کار بوج به مو په ذهن پروت وي او اندیښمن به یو.


د وخت او کار د اداره کولو دغه اصل به ډیرو کسانو اوریدلی وي. ما هم اوریدلی و خو ډیر ځله مې عمل ورباندې نه دی کړی. بنیادم تاکید او ټینګار ته ضرورت لري. اراده ورو ورو پخیږي او له پاسنۍ لیکنې مې د خپلو اکثرو نورو لیکنو غوندې یو مقصد دا و چې ګوندې له دې وروسته د وخت د اداره کولو د دغه طلایي اصل په عملي کولو کې بې پروایي ونه کړم. رحمان بابا فرمایلي وو: هر چه وایم همه واړه ځان ته وایم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *