په تخار
ې د یوه ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ پرانیستل شوه
تخار: د تخار ولایت د چال ولسوالۍ د زنبورک دکلي د لومړني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غه ودانۍ په یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د المان هېواد په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې ۲۸۰ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی.
ښوونځی ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، تشنابونه او نورې لازمې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
د ودانۍ د پرانیستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د تخار ولايت د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمېر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
په غور ولایت کې د یو ښوونځی د جوړېډو کار پیل شو
غور: د غور ولایت دمرکز اړوند دچغچران ښار د سلطان شهاب الدین غوري لیسې د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه نوې دوه پوړیزه ودانۍ به په پاخه او اساسي ډول د یو کال په موده کې دجاپان هیواد په مالي مرسته د څه باندې ۱۹ میلیون افغانیو په مجموعي لګښت جوړیږي ، چې ۱۶ درسي ټولګي، ۸ اداري خونې، ۴ تشنابه، د اوبوڅښلو څاه، دزده کوونکو لپاره میزونه، څوکۍ، ورزشی لوبغالی او نورې آسانتیاوې ولري.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې دغور ولايت والي سید انور رحمتي او د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د بغلان دبي بي آمنې لیسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
بغلان: د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د بي بي آمنې دنجونو لیسې نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ د څه باندې ۱۴میلیونه افغانیو په مالي لګښت د سویډن ګمیتې په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړه شوې ده.
ددغې ودانۍ په جوړیدو سره نژدې ۱۴۰۰ نجونو زده کوونکو ته د زده کړې خوندي تدریسي چاپېریال برابر شو.
د بغلان پوهنې رییس په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د ښوونځي له اداري کارکوونکو، زده کوونکو او د سیمې له مشرانو وغوښتل، چې د دغې ودانۍ ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ۱۰ درسي ټولګي، ۶ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، ۵ تشنابونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري، چې جوړیدو چارې یې شاوخوا یو کال وخت ونیو.
په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د بغلان د پوهنې ریاست مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د لغمان دښوونځیو مدیرانو او سر ښوونکو ته دوه میاشتنۍ روزنیز ورکشاپ جوړشو
د لغمان ولایت دمرکز او ولسوالیو دښوونځیو ۳۱۴ مدیرانو اوسرښوونکو ته د ادارې او منجمنت دوه میاشتنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو.په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اداري کارونو د ترسره کولوپه تړاو روزنه ور کول کیږي او دا ور ښوول کیږي چې په څه ډول خپلې چارې ساده او ښې تنظیم کړي.
د لغمان په عالی دارالمعلمین کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې دپوهني رياست تدريسي مرستيال په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ګډونوال خپلو مسولیتونو ته ځیر کړل او د داډول ورکشاپونو جوړول يې دظرفيتونو د لوړولو په موخه ګټور وبلل .دپوهنې مرستیال دورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې د بحث وړ ټول مسايل په پوره غور وڅاري او بيا يې په خپلو کاري ساحو کې پلي کړي
دغه دولس ورځنی ورکشاپ دپوهنې ریاست په همکاری او د افغان پرمختیایی ادارې په مالي مرسته جوړ شوی .