تاند- د انګلیستان د سندریلنډ کلب لوبغاړی، اډم جانسن، چې د انګلیستان د فوټبال د ملي لوبډلې غړی هم دی، له یوې ۱۵ کلنې نجلۍ سره د جنسي اړیکو د ټینګولو په شک ونیول شو.
د ډورهم د سیمې پولیسو وویل چې دا لوبغاړی له کم عمره نجلۍ سره د جنسي اړیکو د ټینګولو په شک نیول شوی او اوس ورڅخه تحقیقات روان دي.
د سندریلنډ د فوټبال کلب وویل، تر څو چې د پولیسو تحقیقات بشپړېږي، اډم جانسن په دغه کلب کې موقوف دی.
جانسن د انګلیستان د فوټبال د غوره ټیمونو په روان لیګ کې سندریلنډ ټیم ته تراوسه ۴ ګولونه وهلي دي.
ده تراوسه پوري ۱۲ ځلي د انګلستان په ملي لوبډله کې په نړیوالو مسابقو کې ګډون کړی دی.
جانسن به سبا شپه د خپل ټیم په مسابقه کې برخه ونه لري.