غونډه ښاغلي هلالي پر مخ یوړه او د هدایت الله هجران لخوا د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د اجنډا له مخې عبدالله الهام د ملي او نړیوالو موضوعاتو لنډیز وړاندې کړ او د سولې په پروسه يې بحث وکړ.
هغه وویل د تېرې اونۍ مهمې پېښې امریکا او افغانستان ته د پاکستان د پوځي او استخباراتي مشرانو سفرونه، د زابل په شاجوی کې د نامالومو وسله والو له خوا د یو شمېر هزاره توکمه کارګرانو تښتول کېدل، د سولې پرمختګونه او په نړیوال جام کرکټ سیالیو کې د افغانستان بریا مهم خبرونه و.
د خوشال بابا فکري بهیر د دې غونډې ګډون والو افغان ولس ته د دې بریا د مبارکۍ تر څنګ وپتېیله چې د افغان ملي غورځنګ لپاره د کرکټ یوه لوبډله هم جوړه کړي.
عبدالله الهام د سولې د خبرو اترو په اړه وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په تړاو ګڼې سلامشورې پیل کړې چې په دې منځ کې یې د مدني ټولنې له ګڼو نورو فعالینو سره هم کتلي دي چې د ولسمشرله خبرو ښکاري چې د سولې لپاره یو ښه او مناسب فرصت رامنځته شوی.
د سولې لپاره اوس شرایط هم چمتو شوي دي او سیمه ییز فرصتونه برابر دي، تر څنګ يې تګلاره او ابتکار هم د افغانانو په لاس کې دی چې دا هیله منوونکې ده، خو یو شمېر مهم خنډونه هم د سولې پر وړاندې شته دي.
د سولې خنډونه په دوه برخو کې کورنۍ او بهرنۍ کچه مطالعه شول؛ په کورنۍ برخه کې هم دوه رنګه عوامل چې لومړی یې په بشپړ ډول داخلي زورواکي او هغه کسان دي چې له جګړې یې ګټې تامینيږي او یا هم د سولې په راتګ سره له پخلا کېدونکو سره خپلې ګټې په ټکر کې ګوري.
په داخلي عواملو کې دوهمه ډله هغه لوري دي چې په یو ډول نه یو ډول له بهرنیو هېوادونو او ډلو سره تړلي دي، دوی یو څه تر خپلې غوښتنې او یو څه د خپلو ملاتړو هېوادونو د ګټو د خوندي کولو له امله په شعوري او غیر شعوري ډول په بېلابېلو سطحو کې د سولې د اوسنۍ پروسې مخالفت کوي.
په بهرني محور کې د سولې لومړنۍ خنډ پاکستان دی او په هر ځای کې چې د دوی ګټې له خنډ سره مخ شي دوی به د سولې د خبرو د مخنیوي هڅه کوي او اوس یې هم په کنټرول شوې بڼه ملاتړ کوي.
دوهم بهرنی مخالف هند دی چې په سوله کې پاکستان ته د امتیازاتو د ورکړې د احتمال او د خپلو ګټو د په خطر کې لوېدو له امله مخالفت کوي، دا مخالفت د دوی په مستقیمو سیاستونو کې او یا هم د دوی د باور وړ کسانو له دریځ څخه ښکاره دی.
درېیم چورلیځ د جګړې نړیوال ماشینونه او استخبارات دي چې دوی د سولې د اوسنۍ پروسې مخالفت کوي.
موږ ته په کار ده چې د ټولو عواملو په نظر کې نیولو سره د خپلو ملي ګټو د ساتل کېدو په شرط د سولې د پروسې ملاتړ وکړو ځکه په سوله کې زموږ حیاتي ګټې نغښتې دي.
د غونډې په دوهمه برخه کې د ښاغلي هدایت الله همیم وروستی ژباړل شوی اثر (د ماشومانو ستونزې) معرفي شو. دا کتاب ۱۱۶ مخونه لري، عبدالکری بکار لیکلی او د ماشومانو په لسو عمده ستونزو او د هغو په حل لاروپکې بحث شوی.
په دې کتاب کې د ماشومانو په لسو مهمو ستونزو خبرې شوې:
- دروغ چې په نهو ټکو کې یې حل لارې وړاندې کړې او مهمه يې دا ده چې لویان له دروغ ویلو او مبالغو ډډه وکړي.
- له سبق سره لږه مینه؛ په دې برخه کې هم داسې حل لارې وړاندې شوې چې له مخې یې د ماشومانو د درس علاقه زیاتېږي چې مهمه هغه یې په کورنۍ کې د داسې فضا رامنځته کول دي چې ماشومان ډېرې مطالعې ته وهڅوي.
- ډېر بدني خوځښت (شوخي) په دې برخه کې په حل لارو کې مهم څه دا دی چې باید ماشوم د رټلو پر ځای تر ډېره وستایل شي او په هنرمندانه ډول له شوخۍ منعه شي.
- د ماشومانو تر منځ شخړه؛ په دې برخه کې د ماشومانو تر منځ د عدالت په مراعات ډېر ټینګار شوی چې کولای شي د ماشومانو تر منځ شخړې راکمې کړای شي او دغه راز د خوشاله چاپېریال برابرول هم په دې برخه کې د نورو ګڼو حل لارو تر څنګ یاد شوي دي.
- ځان ټیټ ګڼل؛ په دې برخه کې یادونه شوې چې ماشومانو ته باید وروښودل شي چې ماتې طبيعي کار دی، هدف ښه هڅه کول دي نه موخې ته رسېدل او یا هم د ماشوم پالنه او معتدل ملاتړ او دغه راز ماشوم ته داسې احساس ورکول چې کورنۍ منلی دی په هر حال دا د نورو حل لارو تر څنګ پام ځانته ګرځوي.
- دښمني؛ په دې برخه کې د خوندي او سالم چاپېریال، د سالمو کړو وړو پیاوړي کول، بابیزه ګڼل، ماشوم ته د هغه د اړتیاوو په ډاګه کولو روزنه ورکول او د بښنې روح ته وده ورکول د حل لارو د سرټکو په توګه پام ځان ته ګرځوي.
- کینه کښي؛ له کینه کښ ماشوم سره د چلند په برخه کې یادونه شوې چې ښه او روزنیز چاپیریال، بالمثل معامله یا معقول او منطقي ځواب د ماشوم غوښتنو ته، همیشنۍ او دوامداره اړیکه له ماشوم سره ساتل او یا هم ماشوم ته نرمه خبره کول او یا هم مجازات او مکافات کولای شي چې د کینه کښ ماشوم پر وړاندې موثر چلند وي.
- ځان ځاني؛ په دې برخه کې د مشارکت د روحېې تقویت، پر ځان باور زیاتول او د نورو د درناوي لپاره د ماشوم هڅول د ځانځانۍ د له منځه وړلو لپاره موثر یاد شوي دي.
- خجالت؛ د دې برخې په حل لارو کې یادونه شوې چې د ماشوم فکر باید مطالعه شي او د هغوی افکار او احساسات ځانو ته معلوم کړو، ماشوم ټولنیزو فعالیتونو ته وهڅوو، له ناوړو خبرو یې را وګرځوو، مشري او مخکښي رول ورکړو مسؤولیت ته یې متوجه کړو، له ځان سره د مثبو خبرو چل ور وښیو.
- غیراختیاري متیازې کول؛ په دې برخه کې یادونه شوې چې له دا رنګ یوه ماشوم سره چې بې اختیاره متیازې کوي په هر ناخوښ او کرکجن څیز کې افراط کول ښه نه دي،د شپې ماشوم له څښاک څخه منع نکړو، ښه نفسي حالت ورته برابر کړو، ماشوم یو څه تشناب ته نږدې وي، له متیازو نیولو ډډه ونکړي، ماشوم شپه کې په راويښدو روږدی کړو او د ناوړه کارونو پر مهال مجازات او مکافات هم ډېر اړین دي او دغه راز په پای کې له متخصص ډاکټر سره د مشورې سپارښتنه هم شوې.
د خوشال بابا فکري بهیر د دې غونډې وروستۍ برخه د ښاغلي محمد آصف جلالزي موثر او اړتیا وړ پریزنټیشن ته ځانګړې شوې وه چې انټرویو یا د کار مرکې ته د چمتووالي په اړه و.
لومړی یې د مرکې د اړتیا او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په یوه اداره کې استخدامېدل هم د کارکونکي او هم د ادارې لپاره برخلیک ټاکونکې وي ځکه نو دا مرحله باید په دقت سره تېره شي.
د ښاغلي جلالزي په وینا د مرکې موخې داسې شمېرلای شو:
- د کاندید لخوا د پخوانیو معلوماتو تائیدېدل
- د پخوانیو لېږل شوو معلوماتو سره د کاندید د مشخصاتو او وړتیاوو مقایسه
- د قوت او ضعف د ټکو معلومول
- د اړونده مسلک په اړه لېوالتیا او استعداد معلومول
- د مناسبرتین شخص استخدام
- کاندید ته د سازمان لا معرفي کول
د هغه په وینا چې د لوړو زده کړو، مسلکي توب یا بالقوه وړتیاوو او یا هم د کاندید د ذاتي خصوصویاتو په اړه معلومات د مرکې مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېدای شي.
هغه وویل چې مرکه دوې مرحلې درلودای شي: لومړنۍ مرحله یې اماده ګي یا چمتووالی او دوهمه یې د مرکې جریان دی.
له مرکې وړاندې یا چمتوالي په جریان کې باید کاندید هڅه وکړي چې ټولو اړوندو لیکونو یا ایمیلونو ته ځواب ورکړي، د هغه پوست په اړه معلومات تر لاسه کړي چې ورته کاندید دی، تمریني انټرویو له ځان سره تکرار کړي، اسناد کاپي کړي، د مرکې ځای او ادرس پیدا کړي، د ادارې په اړه عمومي معلومات تر لاسه کړي، د ځان انضباط او نظم برابر کړي او بالاخره دا چې په وخت ځان وروسوي.
د مرکې په جریان کې دې هڅه وکړي چې لومړنۍ مرحله چې فشار وي پکې په اسانۍ تېره کړي، وارخطا نشي، جرات له لاسه ورنکړي، وارخطا نشي او آرامي وساتي. له هغې وروسته دې هڅه وکړي له پوښتونکو سره د سترګو مناسب تړاو وساتي، حرکات يې مناسب وي، د پخوانۍ ادارې د مشره پلاوي غیبت ونکړي، د نورو له فکرونو سره له ټکر څخه ځان وساتي.
په مرکو کې درې ډوله پوښتنې معمول وي، لومړی پرانستې، دوهم مسلکي او درېیم لارښونکې پوښتنې چې د مرکې په جریان کې د ځان معرفي کول، د مرکه کوونکو په ژبه خبرې کول، له اړوند بست سره د لېوالتیا ښودل، د حساسو پوښتنو په ځواب کې د نرمۍ ښودل اړين دي.
راتلونکې اجنډا:
وټاکل شوه چې په راتلونکې غونډه کې ډاکټر صاحب خوشال روهي د بدلون مدیریت په اړه یو پريزنټیشن وړاندې کړي، د دې تر څنګ به امان الله ایمان خپل نوی چاپ شوی اثر معرفي کړي، دغه راز به ښاغلی نایل په ملي او نړیوالو مهمو پېښو د مرور تر څنګ یوه شننه هم چمتو کړي او دغه راز به ښاغلی خالد مسعود د ځوانانو په اړه له دریو تر پنځه دقیقو پورې وینا وړاندې کړي.
په دې غونډه کې وپتېل شوه چې له دې وروسته به په غونډو کې د وخت مدیریت ته ډېر پام کېږي.