تاند- استرالیا د افغانستان ټیم ته په پنځوس اورونو کې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۴۱۸ منډې هدف وټاکه.
دولت ځدراڼ ۲، شاهپورځدراڼ ۲، حمید حسن ۱ او نوروز منګل ۱ لوبغاړي سوځولي دي.
د استرالیا لپاره تر ټولو زیاتې منډې (ډي. اې. وارنر) وکړې. ده په ۱۳۳ توپونو ۱۷۸ منډې وکړې. وارنز ۵ شپږیزې او ۱۹ څلوریزې ووهلې.
ایس پي ډي سمیت په ۹۸ توپونو ۹۵ او جي جې مکسویل په ۳۹ توپونو ۸۸ منډې وکړې.
د استرالیا له لوري افغانستان ته ټاکل شوی هدف په روان جام کې تر ټولو لوړ هدف دی ځکه تصور نه کېږي چې افغانستان دې دا هدف پوره کړای شي خو د افغانستان اصلي هدف به دا وي چې د منډو تفاوت لږ کړي.
استرالیا افغانستان ته په ۲۷۵ منډو ماتې ورکړه. دا د استرالیا لپاره په یو ورځینیو مسابقو ریکارډ بری و.
جاوید احمدي ۱۳، عثمان غني ۱۲، نوروز منګل ۳۳، اصغر ستانکزي ۴، سمیع الله شینواری ۱۷، محمد نبي ۲، نجیب الله ځدراڼ ۲۴، دولت ځدراڼ ۰، افسر ځاځی ۱۰، حمید حسن ۷ او شاهپور ځدراڼ ۰منډې کړي دي.