تاند- د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ایس جې شینکر د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر، اجرايي ريیس، بهرنیو چارو وزیر او د هغه له مرستیال سره وکتل.
ښاغلی شنکر د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو د څلور ورځني سفر په وروستۍ ورځ افغانستان ته راغی.
ده تر دې مخکې له پاکستاني چارواکو سره د هند او پاکستان د اړیکو پر عادي کولو خبرې وکړې.
د هند د باندنیو چارو وزارت ویندوی سید اکبر الدین له افغان چارواکو سره د هند د باندنیو چارو د مرستیال وزیر د خبرو په اړه په ټویټر کې لیکلي چې افغان چارواکو ښاغلي شنکر ته وویل چې دوی هند په خپله خوښه غوره کړی دوست بولي.
د دواړو خواوو خبرې تر ډېره پر پرمختیايي پروژو، ارتباطاتو او امنیت متمرکزې وې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د ولسمشر غني د کتنې په اړه د ارګ په یوه لنډه خبرپاڼه کې یوازې ویل شوي چې ولسمشر غني او د هند د بهرنیو چارو وزیر مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې اړه نور معلومات به وروسته خپاره شي .
ښاغلی شنکر ته، چې له اسلام اباده کابل ته راغی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هرکلی ووایه.
ده د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال حکمت کرزي سره ولیدل.
ښاغلي شینکر د سارک غړیو هیوادونو ته خپل سفر د یکشنبې په ورځ له بوټانه پیل کړی و. دی پر بوټان سربېره بنګله دېش او پاکستان ته هم لاړ.