د یویشتمې پېړۍ په متمدنه او بشرپاله دنیا کې به د یوه ملت لپاره تر دې بله لویه بدبختې څه وي چې د یوه بشري ناورین په یوه دردوونکې پېښه کې یې د قربانیانو دقیق شمېر چا ته نه ښکاره کېږي؟
د مرغومي پر لسمه شپه د سنګین ولسوالۍ په میان رودي سیمه کې د واده پر مراسمو د ملي پوځ د یوې پوستې له خوا راکټي برید وشو، عجبه خو دا ده چې د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په باب چې تر اوسه څومره راپورونه خپاره شوي په یوه کې یې هم دقیقه شمېره نه ده روښانه شوې، هر څوک او هر دولتي و نادولتي ارګان
او رسنۍ د شهیدانو شمېر له ۱۹ څخه تر ۳۰ پورې او د ټپیانو دا له ۵۰ څخه تر ۷۰ پورې مختلف ارقام ښیي.
که څه هم په مختلفو دولتي کچو د پېښې سیمې او هلمند ولایت ته څو پلاوي د څېړنې لپاره راغلي دي خو لا هم د حادثې د نوعیت په باب کره ګزارش نه دی خپور شوی مګر دا خبره یقینې شوې ده چې د ملي اردو له سنګره پر سیمه راکټونه اورول شوي دي.
د جمهور رئیس له دفتره د اشرف غني د خواشینۍ په اعلامیه کې دغه پېښه د جګړې له امله رامنځته بلل شوې ده خو تر اوسه نه کوم پلاوي او نه هم د هلمند ملکي و امنیتي چارواکو د واده د مراسمو مهال د مخالفینو له خوا کوم جګړه ییز تحرک ثابت کړی دی.
د ملي اردو له ادرسه ادعا کېږي چې د واده له منځه پرعسکرو برید شوی، دا په څو دلیله د منلو نه ده:
یو- واده والاوو درې ورځې مخکې امنیتي پوستو ته خبر ورکړی وو، باید پوځي چارواکو خاص تدابیر لرلای.
دوه- که څه هم د واده سیمه د جنګ پر لومړۍ کرښه پرته ده مګر هیڅ داسې نښه نشته چې پر نوموړو پوستو دې د مراسمو له منځه برید شوی وي.
درې- که بالفرض د خلکو له منځه پر امنیتي کسانو ګوزار شوی هم وي، نو ملي پوځ چې د خلکو ساتنې مسؤلیت لري، په دغه ډول متقابل جواب یې د توجیه وړ نه دی.
څلور- د ملي پوځ د راکټي برید څرنګوالی د عکس العمل غوندې نه برېښې ځکه هغه راکټونه چې دوی اورولي، اول خو په مسلسله توګه وار شوي او دوهم دا چې په دغسې جوابي حمله کې له دغه ډول وسلې څخه استفاده منطقې نه ده بلکې دا د ډېر جدي ګواښ مهال کارول کېږي.
یو شمېر کار پوهان وایې چې د طالب په نوم پاکستانیان، چیچنیایان، ازبکستانیان او عرب جګړه مارو که د یوه کال راهیسې سنګین د بېچاره خلکو لپاره د جنګ په سره تبۍ اړولی دی نو د هغوی خو هدف دا دی چې سیمه او د سیمې انسان وسوځل شي، هر څه تبا شي، او د پردیو د ګټو لپاره زمېنه برابره شي خو د وطن ساتونکي ملي پوځ په نوم دغسي عمل یا عکس العمل بې منطقه دی.
ځیني پوځي چارواکي د رسنیو له مخه پټ وایي چې دغه سیمه له یوې اوږدې او لاینحله جګړې سره لاس و ګرېوان ده، درې میاشتې کېږي چې نه د جنګ وزیر مالوم دی، نه نور امنیتي او ملکي چارواکي؛ د دولت رهبرې د درو سرو قواوو په شمول په فساد، بې کفایتۍ او بې اتفاقۍ کې ډوبه ده، وظیفوي تداخلاتو هر څه ګډ وډ کړي دي، چارواکي سرپرست او هیڅوک د مسؤلیت احساس نه کوي، په سپینه ورځ مخامخ چور روان دی، دغه حالت د جنګ په کرښو کې پراته پوځیان له رواني بحران سره لاس وګرېوان کړي دي.
جالبه دا ده چې د پارلمان ځیني وکیلان او سناتوران
هم پر دغه پېښه د سمسارې غوندې اوښکې تویوي، څېړونکي باور لري که دوی د خپلو شخصي ګټو لېونتوب پر سر نه وای اخیستي، د قومي تربګنیو اور ته یې لمنې نه وهلای نو اوس به هلمند په بهتره وضعیت کې وای، دوی د ولسي دښمنیو په دوام کې خپلو ناروا ګټو، غلاوو، فساد، د تاریاکو کښت و قاچاق ته ښه رنګ و رونق ور کولای شي او ورکوي یې، دوی آن د جنګ د قربانیانو د دفاع په نوم مظاهرو څخه هم شخصي سؤاستفادې کوي.
زموږ د یو شمېر وکیلانو او سناتورانو لپاره دا ډېره د شرم خبره ده چې دوی د هلمند د مشکل حل په دې کې ویني چې د دولت پر ضد د خلکو د پاڅون شعار ور کړي، یا ټول ملي اردو، چې په ډېرو سختو شرایطو کې د وطن د ناموس دفاع ته پروت او وژل کېږي، ملامت کړي، عجبه خو دا ده چې د خوست وکیل همایون چې د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمیسیون مشر هم دی، د مسلې حل په دې ګواښ کې لټوي چې دوی به د طالبانو لیکو ته ور واوړي؛ د دې ادعا یوه ښکاره مانا دا ښوول کېږي چې د افغانستان پر ځای به د پاکستان دفاع ته ملا وتړي.ویل کېږي چې دوه عسکر د پېښې په تور نیول شوي او تحقیقات ځنې روان دي، د دې تحقیقاتو ښکاره نتیجه باید د ملت مخې ته کښېښول شي او هیڅ دولتي او دولت ضد خودغرضو کړیو ته له دغو انساني غمیزو څخه د سؤ استفادې فرصت ور نه کول شي.
د سیاسي چارو کارپوه او د هلمند اوسېدونکی ډاکټر توپان وزیري وایي چې په هلمند کې قومي اختلافاتو، جنګو او د پراخ تعلیمي فرصت نشتوالي خلک له لوړ علمي- سیاسي شعور څخه بې برخې کړي او د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لاره یې ځني ورکه کړې ده.
نوموړی وړاندیز کوي چې ټول روشنفکران، فرهنګي، سیاسي او مدني فعالان باید د خلکو د ذهنو روښانولو، تعلیم پراخولو، علمي او سیاسي ویښتیا و روښانتیا لپاره جدي کار وکړي چې هر څوک د دوست و دښمن تفکیک و کړای شي، خپل خیر و شر وپېژندلای شي، د پردو جګړو و دسیسو ښکار نه شي او خپل ژوند په خپله سمبال کړای شي.
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۶) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۷\ ۱۳۹۳