سروان ، په کتاب الهند کي
(۳۶۰ هجري)
کتاب الهند دهند پيژندني په برخه کي د دايرة المعارف په څير زښتناک دی اوپه پنځمه هجري پيړۍ کي ابو ريحان محمد ابن احمد بيروني ، زيږيدنه (۳۶۲هـ) کي په عربي ژبه ليکلی دی،دکتاب بشپړنوم(البيروني فی تحقيق ما للهند من مقوله مقبوله فی العقل او مزدوله) دی، دې کتاب کي د (سروان) نوم د (شرابن) په بڼه ليکل سوی دی، اغلب چي دکاتب تيروتنه به وي.
سروان په قانون مسعودي کي
(۴۱۰ هجري)
قانون مسعودي کتاب دابو ريحان البيروني(۴۱۰) شاوخواکي ليکلی اثر دی مسعودي قانون يا بيروني پوهنغونډ(دايرة المعارف) دبيروني يو علمي شهکار دی چي په نجومو کي ليکل سوی او يوولس برخي لري، دې کتاب کي هم دسروان ذکر راغلی دی خوپه غلطه سره دسروان يا زوروان پرځای(زردان) ليکل سوی دی البته قلمي تيروتنه بلل کيږي.
سروان په احسن التقاسيم کي
(۳۵۰ هجري)
احسن التقاسيم،دشمس الدين ابو عبدالله محمد ابن احمد مقدسي البشاري(۳۰۰ـ ۳۹۰هجري) ارزښتناک اثردی،نوموړې داسلامي دورې له لويو جغرافيه ليکونکو څخه شميرل کيږي، ياد کتاب يو جغرافيايې اثردی چي بشپړ نوم يې( احسن التقاسيم في معرفة الاقاليم) دی، مقدسي هم د اصطخري او ابن حوقل په څير ډير وختونه په سفرونو کي و( ) ليکوال دسروان نوم کېدای سي سم اوصحيح را اخيستی وي خوپه چاپ کي يې کاتب تيروتنه کړې ده او دسروان پرځای يې (سروسان) ليکلی دی، داډول کاتبي تيروتني زموږ په اکثره جغرافيايې نومونوکي ليدل کيږي.
سروان په زين الخبار کي
(۴۴۰ هجري)
زين الخبار تاريخي اثر دابو سعيد عبدالحی بن ضحاک بن محمود ګرديزي ګټور اثردی چي په (۴۴۰هجري) شاوخوا کي يې په دري ژبه ليکلی دی.( )
دې کتاب کي دسروان پرځای (سرابن) ليکلی دی خو ګرديزي (سرابن) دهند وانو يوه مقدسه مياشت بللې ده او کاږي: (( اشار(اسار،سرابن)مياشت چي کله راورسيږي ټوله مياشت صدقې ورکول کيږي اودې ته آهاړي وايې اوپه دي کي ټول خټين اوانيان( ) او خنوريان(خورينان)( ) نوي کيږي او دسرابن په رارسيدلو اوښه راغلاست کي برهمنيان ميلمانه کيږي او اختر وي.( )
سروانونه
دهلمند پرسروان سربيره په هيواد دننه او دنړۍ دځينو ځايو په نومونو او دسړيو په نومونوکي هم دسروان لاحقه او سابقه(مختاړی – ورستاړی) تر سترګوکيږي چي دڅوبيلکي يې را اخلو:
دهلمند سروان
دهلمند سروان همدا زموږ سوژه ده،دهلمند يوه ښېرازه شمالي ولسوالي ده چي بازار يې سنګين دی.
نور بيا…
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۶) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۷\ ۱۳۹۳