سردار محمد صديقي

که له يوي خوا دنويو فکرونو،طرحو او نوښتونو خاوندان دي خو له بلي خوا همدا ځوانان دي چي دټولني دملا تير جوړوي .څوک ټوپک په غاړه له دښمنه پوله ساتي ،څوک دفابريکودتودو ماشينونو تر شا خولي تويوي ،څوک زده کړي کوي اوڅوک تباشير په لاس دتوري تختي مخ ته پر دوو پښو ولاړ دهيواد راتلونکۍ نسل روزي .

موږ هم يو داسي کس درپيژنو چي دخواږه عمر زياته برخه يي دهيواد دراتلونکي نسل په روزنه کي تيره سوې ده . توري شپې يې دکتابونو په مطالعه سهار او سپين سهارونه يې دتدريس په ورکولو ماښام کړي دي . دهغه پوهي ،تيزقلم،غوره اخلاقو او ذکاوت نه يوازي چي دهغه پر شاګردانو مثبت تاثير کړي دي بلکه اوس مهال يي زموږ په ټولنه کي هم زيات تاثيرات تر سترګو کيږي.

هوکي درنو حاضرينو! ښاغلي حبيب الله ذکي درښيم.

حبيب الله ذکي دالحاج خدايرحيم زوي دخاوري غلام محمدچي دخپل وخت ولسي شاعر وو لمسي دي په خټه بارکزي او پلرني ټاټوبي يي دهلمند ولايت مرکز لښکرګاه مربوط دبشران ښکلي سيمه ده.

ښاغلي ذکي دنن څخه ٢٣ کاله وړاندي دمهاجرت پر ټغر په ګاونډي هيواد پاکستان کي دي نړې ته سترګي پرانيستي . دژوندانه لومړني قدمونه يې دخپل هيواد پر پاکه خاوره کښېښودل لومړنۍ زده کړي يي دکلي له جماعته پيل او په نهه کلنۍ کي يې دښوونځۍ لاره بلده کړه په ١٣٧٩ هجري شمسي کال کي يې دلښکرګاه ابتدايه ښوونځي کي زده کړي پيل کړې چي ورپسې متوسطه ښونځۍ او بالاخره په ١٣٩١ کال دشهيدانجينير عبدالمتين دليسې څخه په لوړو نومرو فارغ سو.

ذکي نه يواځي چي په ښوونځې په زده کړه بوخت وو ولي ورسره په څنګ يي بيلابيل دانګليسي ژبي ښوونيز کورسونه هم تعقيبول چي دانګيلسي ژبي لومړني زده کړي يي لومړي په طلوع ښوونيز مرکز ورپسي احمد ښوونيز مرکز کي ترسره کړي اووروسته يي په دې برخه کي دخپلو نورو زده کړو دترلاسه کولو لپاره ملغلره ښوونيز مرکز غوره وباله ذکي نه يوازي چي په ملغلره ښوونيز مرکز کي خپلي زده کړي کولي دخپلي ځيرکتيا له امله ورته دځينو صنفونو داستادي دنده هم ورپه غاړه سوه ذکي ته خداي ج ددرس مينه او استعداد ورکړي وو خو اقتصادي ستونزو يي کوښښ کاوه چي دهغه دزده کړو خنډ سي دا ستونزي تر دي حده هم رسيدلي دي چي ذکي له فوزيشن يا درجي څخه پاته کړي دي خو ذکي دستونزو سره سخته مقابله کوله.چي بالاخره په کال ١٣٨٦ کي له همدي ښوونيز مرکز څخه په لومړۍ درجه فارغ او په همدي مرکز کي يي دښوونکي د مقدسي دندي سره سره دانګليسي ژبي لوړي زده کړي هم تر سره کړي چي په همدې زده کړو کي بايد دانکليسي ژبي دټاپل دري مياشنتي کورس څخه هم يادونه کوو.

بيلابيلي دندي

دښاغلي ذکي پوره ځيرکتيا او ښه تدريس دپړل ښوونيز مرکز موسس ښاغلي اغامحمدقريشي ته ډاډ حاصل کړ تر څو دياد ښوونيز مرکز بيلابيلي چاري هم ذکي ته ورپه غاړه کړي .چي دهمدي خبري په تايدسره ښاغلي ذکي علاوه پر دى چي تر دامهاله په يادښوونيز مرکزکي ښوونکي دي بلکه دهمدې مرکزدسرپرست دنده هم په غاړه لري. دپړل ښوونيز مرکز دپرمختګ عوامل کيداي سي زيات وي خو دذکي ښه رهبرۍ او ته دريس ته په کتو سره بايد ووايو چي ترټولو ښه عامل يي ښاغلي ذکي هم کيدلاي سي .

ښاغلي ذکي که له يوۍ خوادپړل ښوونيز مرکز دسرپرست چاري پرمخ وړي دي ولي له بلي خوا يي په بيلابيلو دادارو کي هم مختلفي دندي پر مخ وړي دي چي په لنډو ټکو کي ورڅخه يادونه کوو.

1- دوو کلونو لپاره په اي ار سي موسسه کي دتعليمي فعال په حيث دنده.

2- په مختلفو وختونه کي په بيلابيلو سيموکي دانګليسي ژبي دښوونکي دنده.

3- په اي سي ارسي او بست روغتون کي ونرسانو او کارمندانو ته دانګليسي ژبي په برخه کي ټرنينګونه ورکول.

4- د درو مياشتو لپاره په باختر بانک کي دمشتريانو دڅانګي دخدماتو دستازي په حيث دنده پر مخ وړل.

ښاغلي ذکي علاوه پر دي چي زړه ته جوړ ځوان دي خو تر ټولو ښه ځانګړنه يي داده چي تل کوښښ کوي چي هغه څه چي يي زده وي ونورو ته هم انتقال کړي په همدي سبب يي شپه او ورځ پر ځان يوه کړي تر دخپلو زده کوونکو دزده کړي لپاره دتدريس مطابق مواد چمتو کړي چي په دې برخه کي يي هم د ځينو فعاليتونو څخه يادونه کوو.

1- په پړل ښوونيز مرکزکي تر دا مهاله د٢٣٠ تنه ذده کوونکو له انګليس زبي څخه فارغه کول .

2- دهمدې مرکز ښوونکو ته دښه تدريس په برخه کي زده کړي ورکول

3- دښوونکو لپاره دتدريسي تګلارو چمتو کول.

4- دانګليسي ژبي دزده کړي دبشپړ موادو برابرول.

5- دټولګيو نظارت او ارزيابي کول.

6- په هره مياشت کي وبيلابيلو ټولګيو ته نمونوي تدريس ورکول.

7- دلښکګاه او بلابيلو ولسواليو ښوونکو ته دښه تدريس په موخه افتخاري زده کړي ورکول.

8- دياد ښوونيز مرکز فارغينو ته دفراغت دغونډو دترتيب چاري.

9- او ددې ټولو سره په څنګ کي دفيسبوک پر نړيواله رسنۍ اوږدمهاله مبارزه ديادوني وړ ده.

ښاغلي ذکي خوش دي چي دسر سايوان پلار ،مهربانه مور او نهه تنه سکني وړونه يي پر يوه سترخوان چاپيره ناسته ولاړه لري .ذکي لاتر اوسه دحضرت محمدص دکومي امتي سره دګډ ژوند کولو په اړه خپله پريکړه نده کړي خو ددي پريکړه دکولو لپاره راتلونکي نژدي وختونه غوره بولي.

دبشريت دستر لارښود حضرت محمدص حديث دي که دچا يوه ژبه زده وه يو شخصيت که يي دوي زده وي دوه شخصيته او که يي دري زده وي ددري شخصيتونو درلودونکي دي چي ذکي تر دامهاله په پښتو،دري،او ژبو رواني خبري او دښه تدريس وړتيا لري .

دزرو قدر دزرګر څخه وي که دښاغلي ذکي دليکوالۍ پوښتنه ديوه ليکوال او ژباړونکي څخه وسي دمبالغي پرته به دذکي دليکوالۍ او ژباړي په صفت نه مړيږي .

هوکي دښاغلي ذکي قلم دليکنو او ژباړو ډيره خوږه ژبه لري همداتيز قلم يې دي چي ذکي وکولاي سول چي په لژه موده کي ځيني انګليسي کتابونه وژباړي او دچاپ تر پولو يې ورسوي.

دښاغلي ذکي چاپ سوي اثار:

1- ايسنشل چي دوي برخي لرونکي کتاب دي يوه برخه يي دانګليسي ژبي دپنده ډکي کيسي اوبله برخه يي دانګليسي ژبي دلغاتونو دمجموعي ژباړه تکميلوي.

2- دسټريملين لغاتونه چي دري ټولګي بلابيل قاموسونه دي چي دانګليسي ژبي دلغاتونو معني وانګليسي او پښتو ژبي ته پکـښي سوي ده چي له ډيپارچړ،کنکشن او ډيسټنيشن په نوم ياديږي او دهرکتاب منځپانګه زرګونه لغاتونه تشکيلوي.

3- دزده کوونکو داړتيا مطابق دانګليسي ژبي دګرامر ،دلغاتونو دمجموعي او دمختلفو چپترونو برابرول .

ناچاپه اثار:

1- خوښ ژوند دروان پوهني په برخه کي دليکنو مجموعه

2- ټرمينالوژي : وپښتوژبي ته د سياسي ،نظامي،طبي او اجتماعي اصطلاحاتو ژباړه.

3- ذهني خواړه: په دي کتاب کي هم دذهني قوي دپياوړي کولو لپاره دغوره نثرونو ژباړي وپښتو ژبي ته سوي دي .

رښتيا هم پوهان وايي تر يوي کمزوري ليکني يوه قوي ژباړه غوره ده خو ذکي که له يوي خوا ښه ژباړن دي خو له بلي خوا يي دوخت دغوښتونو مطابق پخي ليکني،لنډي ادبي کسې او شعرونه هم دکاغذ تر سپين مخه رسولي دي نوځکه بايد ووايو چي ذکي رښتيا هم ذکي دي.

ذکي دخپلو ټولو مصروفيتونو سره سره دخپلو کتابونو دکمبيوټري نوشتي او ډيزاين چاري هم په خپله بشپړي کړي دکمپيوټر پر کيبورډ دهغه دګوتو سرعت دومره تيز وي لکه زما يار چي په کټ کټ خندا کوينه …

دزوندانه په اوږدو کي هر سړي بيلابيل پلانونه لري خو تر ټولو بختور بيا هغه څوک دي چي دخپل پلان سره ټينګه اراده هم ولري چي دهغو کسانو له جملي څخه يوه هم ښاغلي ذکي دي چي لاندني پلانونه دځان سره لري.

1- دمحصلينو لپاره دطبي مضامينو وپښتو ته ژباړل.

2- داقتصاد په نوم دانګليسي ژبي دکتاب ژباړل.

3- دژور فکر وکړي په نوم د روان پوهني دکتاب ژباړل.

4- پړل ښوونيز مرکز په يوه مجهزتدريسي پوهنتون بدلول.

5- دانګليسي په برخه کي دهري ولسوالۍ څخه دسلو تنو ځوانانو په وړيا توګه روزل.

6- اودتعليم او تربيي په برخه کي دخپلو لوړو زده کړو بشپړو ل دښاغلي ذکي دراتلونکو پلانونو څخه دي.

ښاغلي ذکي هري اداري ته په ورتګ سره خپله وړتيا په پوره ډول سره ښودلي ده نوځکه بايد دهغه مډالونو او ستاينليکونوڅخه هم يادونه وکړو چي په دبلابيلو دندو پرمهال دبيلابيلو ادارو لخوا وښاغلي ذکي ته وړکړل سوي دي.

1- دپړل ښوونيز مرکز له خوا: دغوره ښوونکي ايوارډ،دوه مډاله او دري ستاينليکونه.

2- اوهمدارنګه دباختر بانک،اي ار سي موسيسي،اقتصادرياست،اي ار ډي موسيسې،ام سي موسيسي ،بست راډيو او ځوانانو مديريت لخوا هم وښاغلي ذکي ته ستاينليکونه ورکړل سوي دي.

دخداي تعالي په لوي دربار کي چي کله ديوچا څخه دارمان پوښتنه کيږي هغه سمدستي فکر پر کوي چي څه ته حق اولويت ورکړم څوک دجانان ارمان لري څوک دښه کورارمان لري اوڅوک دذکي غوندي دمور او پلار دخدمت ارمان لري دذکي تر ټولو لوي ارمان دادي چي ګرانه مور او مهربانه پلار د دبيت الله شريف په ديدار مشرفه کړي .

په نړۍ کي ديو اسلامي نظام حاکيميدل.

دځوانۍ په دوران کي دپښتو ژبي خدمت کول

دهلمند نوم دهيواد په کچه ځليدل

دکوکنار دبدمرغه بوټي ورکيدل

اودهلمند دنوم په اوريدو سره دخلکو نه ډاريدل دذکي له خاصو ارمانو نو څخه دي چي دپوره کولو لپاره يې تل دخداي په دربار کي لاسونه لپه کوي.

ښاغلي ذکي خپلي ټولني ته پيغام ورکوي چي وخت بي ځايه تير نه کړي دهري شيبي څخه پوره ګټه پورته کړي زده کړه وکړي او نور ته يې وروښاياست دکورونيو پر مشرانو ږغ کوي چي خپل کشران زده کړي ته وهڅوي ترڅو زده کړه تر لاسه کړي پوهنه رڼا ده بايد ځانونه تر دي رڼا پوري ورسوو .

درنو لوستونکو: د بدلون اوونيزي اداره دذکي په څير بااحساسه ځوانانو وياړي رښتيا هم ذکي دټولني په وړاندي خپل مسوليت پيژندلي او په پوره کولو کي يي دوامداره هلي ځلي کوي.

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۶) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۷\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *