ډاکټر محمد تنها –

هر انسان غواړي چې آرامه او هوسا ژوند ولري، هوساینه ډیری وخت د ټکنالوژي په مټ راتلای شي. که چېرې وغواړې چې په میاشتو د پښو مزل په ساعتونو ووهې نو باید الوتکه کې لاړ شې، که چیرته وغواړې بې له لوګي او لوخړو څخه دې کوټه په ګرمي کې سړه او په سړو کې توده هوا ولري نو باید په کوټه کې د هوا تنظیموونکی یا ایر کانډیشن ولګولې او همدارنګه د ژوندانه آسانتیاوو نورې بېلګې. کله کله د ټکنالوژي په مټ را مینځ ته شویو آسانتیاوو ته د انسان تنده د لېونتوب حالت ته ورسیږي، دی بې له دې چې د دغو آسانتیاوو د کارونې بدو اغیزو ته وګوري په ډیره بې صبرۍ سره ټکنالوژي پیري او ډیر وخت یې د کارونې د لارښود له لوستلو پرته په کار اخیستنې پیل کوي.

یو له دغو آسانتیاوو څخه چې انسان خپل اروايي حالت پرې اشباع کوي دنګې، ښایسته او پخې ودانۍ دي. د عصري ودانیو په جوړښت کې ډیری داسې توکي کاریږي چې آن په عادي حالت کې هم د انسان روغتیا ته تاوان رسولای شي، د دغو رغنیزو توکو له ډلې څخه سیمنټ او ډبرې دي چې په ترکیب کي یې د راډون عنصر دی.

راډون یو بې رنګه، بې بویه او بې خونده راډیو اکټیف ګاز دی چې د یورانیمو د تجزیې له لړۍ څخه را مینځ ته کیږي. راډون ډ آزادې هوا او سر خلاصو اوبو په پرتله په سرپټو اوبو (څاګانو) او سرپټو چاپېریالونو (سترې ودانۍ او واړه کورونه) کې ډیر دی، ځکه ګاز په آزاده هوا کې ډېر تراکم نه شي کولای. دغه عنصر د آیونایزکوونکې الفا له خپرولو وروسته په پلونیم او سرپ باندې چې دواړه زهري او وژونکي خواص لري اوړي. راډون د طبیعي راډیواکټیف منابعو څه د پاسه ۴۰٪ تشکیلوي چې که د دغې سلنې جذب له حده زیات (د عادي وګړو لپاره په کال کې تر 1mSV پورې حد ټاکل شوی) شي نو روغتیا ته د جدي خطر رامینځ ته کیدو لامل ګرځېدای شي.

د راډون څخه د جذب شوې اکټیفیټي کچه هله لوړیږي چې انسان ډیری وخت له پخو توکو څخه جوړ شوي کور، دفتر، ښوونځي او یا هم نورو سرپټو چاپېریالونو کې تېر کړي. راډون په دیوالونو کې له رغنیزو توکو سربېره کولای شي له بهر څخه د دیوالونو، دروازو، اوبو نلونو، برېښنا مزیو درزونو او داسې نورو درزونو څخه د کور کوټو دننه چاپېریال ته ننوځي، همدارنګه په کورونو او نورو ودانیو کې لاندیني پوړونو یا تهکاويانې او د ډیرو ژورو څاګانو څخه را ایستل شوې اوبه د راډون ګازونو ستره چینه بلل کیږي. هغه کارکوونکي چې د کانونو په استخراج کې کار کوي د نړۍ د ټولو وګړو په پرتله ډېر راډون جذبوي چې ډیری یې د سږیو چنګاښ له امله مري.

د راډون جذب څه تاوان لري ؟

راډون ګازه په هوا کې تجزیه کيږي چې نورو راډیو اکټیف توکو لکه پلونیم باندې اوړي چې د تنفس په وخت کې په ډیره آسانی سر کیدای شي سږیو ته ورسیږي، ځکه دا عنصر راډیواکټیف دی نو سږیو ته له رسېدو وروسته هم وړانګې خپروي، چې د دغو وړانګو له ډلې یوه هم الفا ده چې ډیره شدیده آیونایزکوونکې وړانګه ده، دغه الفا په ډیره آسانۍ سره کولای شي د سږیو ژونکې آیونایز کړي، په پراخه پیمانه د ژونکو متداوم آیونایزیشن د سږیو د چنګاښ لامل ګرځي. د آمریکا چنګاښ ادارې څېړنې ښيي چې یواځې په آمریکا کې د کال شل زره کسان د راډون په واسطه رامینځ ته شوي چنګاښ له امله مري. د راډون له امله چنګاښ په هغو کسانو کې ډیر دی چې په ټولیزه توګه سګریټ او په خصوصی توګه په سرپټو او پخو ودانیو کې سګریټ څکوي. د نړیوال روغتیايي پروګرام ادارې د چنګاښ په اړه نړیوالې څېړنیزې اجنسي څېړنې ښيي چې راډون په نړۍ کې له سګریټ څخه وروسته د سږیو د سرطان دوهم ستر لامل دی. په ژویو باندې لابراتواري څېړنې دا هم ښيي چې راډون او سګریټ څکول په ګډه سره کولای شي د شونډو او مثانې چنګاښ هم را مینځ ته کړي، همدارنګه د راډون زیات جذب په ډي ان اې چې د ارثي ځانګړتیاوو لېږدوونکي کرموزوم دی بده اغیزه کوي او له مینځ یې وړي. د کانونو په کارکوونکو باندې څېړنې ښيي چې راډون د سږیو چنګاښ تر څنګ ځینې نورې تنفسي ناروغیو لامل هم کیدای شي.

د راډون د زیات جذب محدودولو کړنلارې

لکه څنګه چې مخکې وویل شول راډون په لوړه کچه د ودانیو په مینځ او سرپټو پخو چاپیریالونو کې وي نو د دې لپاره چې په دغو بندو چاپېریالونو کې مو د راډون کچه را ټیټه کړې وي تر ټولو معمول او اغیزناکه لاره په ودانیو کې د هوا فشار ټیټونکی یا د تهویې سیسټم لګول دي، همدارنګه بله لاره یې د سمیټی دیوالونو بشپړ رنګول او په ودانیو کې تر ممکن حد پورې د درزونو بندول دي. د تهکویانو لپاره د راډون مخصوص پوښ یا راډون سیلډ لګول تر ډیرې اندازې د راډون کچه را ټیټولای شي.

سالنډي، اوږد مهاله ټوخی، د سینې درد یا تخته کېدل، په غږ کې توپیر او په خوړلو کې ستونزې د راډون له امله د سږيو سرطان نښې کیدای شي چې په دې حالت کې باید له ډاکټر سره په چاپیریال کې د راډون کچې اندازه کولو په اړه جدي مشوره وشي.

د راډون په واسطه د سرطان مخنیوي ابتدايي چارې دا هم کیدای شي چې د امکان تر بریده هڅه وشي ترڅو د پخو او سرپټو ودانیو په ځای له خټینو، خامو اوسر لوڅو چاپېریالونو څخه کار واخیستلای شي، په سرپټو او پخو ودانیو کې له سګریټ څکولو څخه په کلکه ډډه وشي، له اړتیا پرته دې په تهکاويو کې له اوسیدلو ډډه وشي، په ودانیو کې دې داسې رغنیز توکي وکارول شي چې د راډون کچه یې ټیټه تثبیت شوې وي. اړونده ادارې باید د حکومت لخوا په دې مکلفې شي تر څو په هیواد دننه تولیدشوي او له بهر څخه راوړل شوي رغنیز توکي د راډون کچې د مالومولو لپاره په لابراتوار کې تجزیه او وڅېړل شي او پایلي یې پر صادراتو او وارداتو د کنټرول ادارو په واک کې ورکړل شي. د ټولو هغه رغنیزو توکو لکه ځینې سرامیک او داسې نورو په تولید، واردولو او کارولو باندې بندیز ولګول شي چې د اکټیفیټي کچه یې د چاپیریالي عادي اکټیفیټي څخه لوړه وي.

محمد اقبال خيبر

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۶) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۷\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *