بي بي هوا خوشیوال- د پکتیکا د ښځو چارو رييسه

خبریال: سیف الرحمن شهاب / ښرنه –

د پکتیکا ولايت د ښځو چارو رييسه بې بې هوا خوشيوال وايي چې په ۱۳۹۴ لمريز کال کې به مو زياته پاملرنه د دې ولايت د ميرمنو زده کړې ته وي او له پوهنې ریاست سره به په دې برخه کې په ګډه خپلې هڅې جاري وساتي.

اغلې خوشيوال وايي، راتلونکی کال په پلان کې لري چې د پوهنې د رياست په همکاري به په دې ولايت کې د نجونو پر زده کړې، د ښوونځيو په ايجاد او مسلکي ښځينه ښوونکو په پيدا کولو زيات تمرکز وکړي.

نوموړې زياتوي چې اوس مهال په پکتيکا کې د نجونو ښوونځي شته خو د سیمیيزو دودونو او رواجونو له امله د دې ولایت نجونې نه دي توانېدلې چې خپلې زده کړې تر لازمې کچې ورسوي.

د بي بي هوا په خبره ، په دې ولايت کې د پوهې کچه ټيټه او په همدې سبب تر ۹۸ سلنې نجونې له زده کړو بې برخې پاتې دي.

هوا د پوهني وزارت څخه هم غوښتنه وکړه، چې راتلونکی کال دې زیاته پاملرنه د نجونو زده کړي ته وکړي څو په دې ولايت کې د نجونو د پوهې کچه لوړه او په بیلابیلو برخو کې د خدمت کولو جوګه شي.

هغې زياته کړه، روان کال يې ۵۰۰ ميرمنې د ښځینه ټاکنیزو حوزو د تلاشۍ په موخه په دنده ګومارلې وې، چې له امله يې د لومړي ځل لپاره د دې ولايت ميرمنو په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړ او د خپلې خوښې نوماند ته يې رايه ورکړه.

خوشيوال وايي، چې ۱۳۹۳ کال کې يې د سېکا موسسې د ثبات پروګرام له لارې د دې ولايت ګڼ شمېر مېرمنو ته حقوقي، اقتصادې وضعت د ښه کولو، روغتیا او د ښوونې او روزنې په برخوکې په لسګونو ورکشاپونه جوړکړي دي.

هغه وايې، د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د۲۵۰ ميرمنو لپاره د ثبات پروګرام په مټ حرفوي زده کړې برابرې کړې چې له لارې يې ميرمنو ته د ژوندانه د ورځنيو لګښتونو دلاسته راوړلو لپاره ډير ګټور تمام شوې دي.

خوشیوال د ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په ۱۳۹۳ کال کې له دوی سره د ۲۱ مېرمنو سره د تاوتریخوالي پیښې ثبت شوې چې دې ریاست ورته په وخت د حل لارې چارې لټولې.

نوموړې، له مېرمنو سره د تاوتریخوالي د پیښو په راکمولو کې د ددیني علماؤ هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې دیني علماؤ د خپلو منبرونو له لارې خلکو ته د ښځو اسلامي حقونه بیان کړي، چې له دې سره د ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې د پام وړ کمښت راغلی.

هغه زياتوي، ډیری هغه موسسات چې د مېرمنو په برخه کې فعالیت لري په دې ولایت کې د نه امنۍ په بهانه د مېرمنو لپاره کار ته زړه نه ښه کوي،

د خوشیوال په خبره، چې اوس په دې ولایت کې هیڅ ډول ستونزه موجوده نه ده چې د چا پر وړاندې دې کوم خنډ رامنځ ته کړي

هغه وایې، چې اوس د ښځو په برخه کې کارکونکي موسسې کولای شي، چې په ډاډه زړه په دې ولایت کې فعالیت وکړي.

د ښځو چارو ریاست په داسې حال کې په راتلونکې کال د نجونو زده کړې ته د پاملرنې خبره کوي چې، څو ورځې وړاندې د دې ولایت د پوهنې ریاست چارواکو هم په دې ولایت کې د ښځینه ښوونکو پر لوړ معاش د ګومارنې خبره کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *