نېټه١٣٩٢، ٠٤، ٢٢
کندهار افغانستان– د ايساف ځواکونو هوايي بريد تېره ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي دوه تنه طالب ماين ښخوونکي وژلي دي.
دغه دوه تنه طالبان پر داسي مهال وژل سوي چي دوى د يادي ولسوالۍ د کڼي په سيمه کي غوښتل د افغان ملي امنيتي ځواکونو او بې ګناه ولسي وګړو د هدف ګرځولو په موخه ماينونه ځاى پر ځاى کړي چي دواړه د ايساف تر هوايي بريد لاندي راغلي او وژل سوي دي.
ديادو وژل سوو طالبانو مړي په سيمه کي د هغو خپلوانو ته سپارل سوي دي او دغه راز په دغه بريد کي ملکي وګرو ته هيڅ کوم مالي او ځاني زيان نه دي اوښتي.
همدارنګه په سيمه کي د وژل سوو طالبانو څخه يو شمېر پاته سوي وسلې او مهمات هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
د يادوني ده چي دوې ورځي وړاندي د همدې ولسوالۍ د زنګ آباد په سيمه کي د طالبانو له خوا د يو ښخ سوي ماين د چاودني له امله دوه تنه ماشومان ژوبل سوي او خپل د بدن غړي يې له لاسه ور کړي دي