د ګرمسير د لکي له سېمي څخه قدير ورور راته زنګ وهلی ؤ، ول شيدا!
زه غواړم په ګرمسير کي يو کتابتون خلاص کړم، خو په دې شرط چي ته به د کتابونو مرسته راسره کوي.
د کتابتون لپاره دده طرحه او بحث ډېر جالب، خوږ او د توجه وړ و خو ما ځکه په پوره فکري تمرکز تعقیب نه شو کړای چې په دا منځ- منځ کې یې د سوچ یوه بل سمندر ته ور وغورځولم؛ له ځانه سره لګیا شوم ویل مې:
جالبه ده، دلته په لښکرګاه کې چنګ- چنګ بریتور او لوی- لوی شملور ناست دي، د مبارزينو په نوم نيغ – نيغ کيږي.
په دوی کي يو شمير خدای ناترصه خو بيخي د خدايي خدمتګارانو په نامه په خپلو مدني اکاونټونو کي کرډيټ جمعه کوي او له دوی څخه ځېنو مېلونرانو بيا پارلمان ته د کانديد کېدلو ډول غاړي ته اچولی او له ځانونو څخه يې هرکاره جوړ کړي دي په سانسور شویو رسنيو کي د ولس په سترګو کي د خاورو اچولو په موخه پر هره موضوع چپه او راسته ږغيږي.
تر ټولو بده يې لا دا چي ځېنو کسانو د سمايل يون په حرکت کي توليد شوی د نفاق توخم راپه شاه کړی د ژوندون ټلويزون تر څنګ يې د خپلو او نورو پريپالو ټلويزونو له طريقه پاشي او بيا ورته د قومي ټيکدارنو پر مټ د پوروژيې ټولنو له ويالو څخه اوبه ورکوي.
بله خوا اکثره ازمايل شوي شين سترګي او بور سترګي بيا په ډيرۍ بي شرمۍ سره غواړي چي د رايې پيدا کولو په موخه نه فرهنګي او نه مدني بلکي په نوي نامه يوه کړۍ جوړه او تر انتخاباتو وروسته يې برته ژر تر ژره ورټوله کړي.
ځيني پستکي او سپينکي چي کله د موسيسي له لوري ولسواليو ته واستول شي، هلته د عکس اخستلو په وخت کي لکه خره د پاکو، سپيڅلو او مخلصو کليوالو په منځ ودريږي عکس ورسره واخلي او بيا يې فيسبوک ته د ځان شرمولو او خلکو د تېر ايستلو په موخه پورته کړي.
دوی دغه کار ځکه کوي چي بيا يې خلکو ته د رايې غوښتلو پر وخت دثبوت په توګه وړاندي کړي.
که په دغو لويو- لويو کوناټورو او بيخ ببرو کې يوه زره وجدان هم موجود وای، نو باید چا ځان له خپل شيش محله راشيوه کړی وی او چا بيا له بل چا څخه دده د شيوه کولو غوښتنه کړی وی او چا… خو نه، نه يواځي دا چي دا هېڅ هم ونه شول بلکي دا ده مبارزي پر پاکه لمن تور داغونه لا څوک ځان ته خدايي خدمتګاران او څوک ملي مبارزين وايې.
که څه هم دې خدای وهلو دلته سياسي مداريتوب شروع کړی، خو هلته د وطن د مور ريښتي بچيانو نواب، محمدنبي او قدير ته نه چا پتاسه ورکړي او نه پيسه، نه چا ورته نايب ويلي او نه صاحب، خو ګوره د خواخوږۍ په دې کاختۍ کې کوم انساني احساس د وطن د بيده ولسنو د راويښولو لپاره را ولاړ کړي دي.
د مبارزي پر سخت ميدان سپيڅلي مبارزين نواب، محمدنبي، قدير او دوی ته ورته نور ځوانان دي، چې د الفت دا بیت به ورسره ښایېږي.
ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظ
واړه لګیا دي ځینې ځان ځینې جهان جوړ وي
شیدا باچا!
که کلیوالو مبارزینو ته وخت ورکړل سي، نو په ډېر لنډ وخت کي به مو هیواد په ډراماتیک ډول پرمختګ وکي، بیا به ته ووینې هغه خلګ چي په کلیو کي یې د مسجدانو مخته او په کوڅو کي پیتاوي ته ډډي وهلي وي او کشران یې یو شمېر جنګ، یو شمېر کار او یو شمېر یې بیا له خدای ج او هیواده ناخبره دوري ایسته ګرځي، په یوه ږغ د هیواد خدمت ته لستوڼي را ونغاړي.
شیدا بچا!
همدا د خدای ج ناترصه شین سترګي او بور سترګي دي چي کلیوال یې په دغسي یو حلت کي ساتلي دي او هر وخت چي یې ګټي په خطر کي ولوېږي کلیوالو ته توپک او پیکا پر اوږو ورکښیږدي او یو خطرناک وحشي مانور ورته وکي، چي په دم ګړي یې په .واسطه له لاسه وتلي ګټي راوګرځوي
بیا کلیوال د چا پیاد نه دي، که د مؤسسه زړه پر وسوزېدی او یو څه کومک یي ورسره وکی هغه هم د کلي د حاجي اغالالا او حاجي لوی لالا دی، ځکه مشران وړونه دي.
د کلي د مکتب او او کلینیک په نامه هرشی او په هر نامه پیسې هم دهمدې حاجي اغالالا او حاجي لوی لالا دي، ځکه چي کلیوال باید دوئ ته راسي او دوئ یو څه خاوري په لاس کي ورکښیږدي، هم به یې نوم او نوښان سي او هم به یې له امره سرغړونه نه کوي.
کلیوالو ته باید له ملک او خان پرته د ارتباط او اړیکي نیولو نور ادرسونه موجود سي او د شکایت پر مهال یې له هرډول تبعیض او مراعت پرته ستونزي ته رسیدګي وسي.
Salamonah Tandwalo ta;
Sheyda khana! D` kaliwali zwanano laka Nabi, Qadier ,Nawab , Tah ..a.d.n. (etc..) mobareza ba wamano , hamda ranga pa zirhawoo milli polisano aw milli Urdo zwanano , aw begonah shahidano..
Kho , d Shaghily Pohenwal Ismail Yun sahib d Tahriek pa baab de qazavet zma pa nazar ghalat dey aw sehva swy yi!. Aya tah hamda os d ma`lim Ata, Rehin, Mohakik a.d.n. ttalwalo d`Afghany zed aw Pashtany zed tabighato aw karonoo na khaber yi? aw da che per Zhwandon T.V. yi d` Kabul shora-e nasvar lanndaghiro wali tszo zaly hamly wakrry ??. Kabil ki d` Pashtunistan Favaro na yi wali d` Bayraghonu shkawilo jor`at wakirr? da ttolo ta staso carzai khan zaminy berabery krry aw laa tir osa ham d` Jatt ismail xan ;ceyaffof a.d.n. pa kholo ghwarry d` mazlomano aw mobarezino winy watszki! +- talip da`ish etc..sara yi…